نړۍ

هالنډ: یو وسلوال کس په سوداګریز مرکز کی ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

netherland_man_kills_six(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۱۰) له سیمي څخه خبري رسنیو راپور ورکړیدي چي برید کونکي له دي څخه وړاندی چي برید ترسره کړي، سوداګریز مرکزته څیرمه دوه لیکونه غورځولي وه، په لیکونو کي یی دسیمو خلګو ته اخطار ورکړی وو چي یا به وسلوال اویا هم ځان وژونکو برید کوي.

دغه وه چي تیره ورځ دهالنډ پلازمیني ته څیرمه دالفین انډین ښارګوټي په یوه سوداګریز مرکز کي یی وسلوال برید ترسره کړ، ویل کیږي چي د برید په وخت په سوداګریز مرکز کي ډیره ګڼه ګوڼه وه، اوبرید کونکي بی هدفه ډزی پیل کړي چي نتیجه کي یی ۶ کسه وژل شوي او ۱۱ نور سخت ژوبل شویدي، عیني شاهدان وایی له لسو څخه بیا تر شلو دقیقو پوري نوموړي په خلګو پسي منډي وهلي اوډزي یی ورباندي کوله، چي وروسته یی دټوپک خوله ځانته کړه او خپل ځان یی هم وواژه.

 

په ښارکي امنیتي چارواکي وایی چي برید کونکی کس له دي څخه وړاندي هم څو واره دپولیسو له لوري څخه دبی قانونه وسلو دګرځولو په تورنیول شوی وو، چي وروسته بیا دضمانت په بدل کي خوشی شوی وو.
له برید څخه وروسته دپیښی ځای ته څیرمه څلور نور مارکیټونه هم دپولیسو له لوري خالي شوي دي ځکه چي دبرید کونکي کس په موټر کي یو لیک موندل شوی وو او پکي لیکل شوی وو، دښار د مرکزی سوداګریز مرکز په ګاونډ کي یی په نورو مارکیټونو کي چاودیدونکي مواد پټ کړیدي، درواني میاشتي پر دوهم تاریخ هم دښار په همدې سیمه کي دیو وسلوال کس له لوري دوه ښاریان وژل شوی وو، خو چارواکي وایی اوسنی برید له مخکني برید سره کوم تړاو نلري.
بخت الرحمن بخت …………………………….نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x