
اته ویشتمه فی البدیهه مشاعره!
ترتیب او را ټولونه ; محمدحسن (جهادي عمري)
پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!
نیټه۱۲/ذي القعده/۱۴۴۴
د (ګلبڼ اونیزه مشاعره) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه ! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت !
د اشـــنـا د وطــــن بــــــاده! را رســېـږه
چې ګردونه له کاروانه مخکې تېر شول
ارواښاد حمزه بابا
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بې ثبوته محبت دی، پرې لګیا یم
ځکه روح کې مې درْزونه تېرُ بېر شول
راشد جالب
تقدس دې په نیوکو لا أقدس شو
محبین دې په بدبینو خلکو ډېر شول
اسرار عواد
د نظر طبیب دي لاس دی را اوږد کړی
مات هډوکي مي سوکه، سوکه کوشېر شول
خالد ریحان
ستا د سترګو په خبرو باندې پوه شوم
هسې ستا د بڼو غشي زور او زېر شول
عبدالمجید پل
شه دنيا دې مبارک د جوارګرو
چې حکمونه دې په خط شول او په شېر شول
نور الحبیب نثار
بې حسابه ستا پر مخ باندې میئن وم
اوس خو ستا د مخ خالونه ھم په شمېر شول
حفیظ الدین پیرزادہ
خدای دې مل شه هجر وخوړې زړګیه
څه درانه غمونه بیا درنه چارپېر شول
هاشم ذاکر
نه مې سترګې د چا سترګو کې سړې شوې
نه د خدای خدايۍ کِ څوک داستا په څېر شول
محمدالله درد
سل سلامه د مین زړه تقدس ته
تا، چې بد را سره وکړل زما هېر شول
عصمت تمیم
په لمن کې دې ګلونو دي که کاڼي؟
دا د کلي سپي په څه درنه چاپېر شول؟
موسی خېل
وه د ډېرو پُر معنا وعدو قاتله!
حسابونه، کتابونه مو بې شمېر شول
جهادي عمري
ستا خاطر وو د جانان خیالي وربله
سره ګلونه له سرونو درته تېر شول
خالد ریحان
ګل وتا ته کۀ تا ګل تۀ ور تشبیه کړم?
عادتونه چې دې ټول دګل پۀ څېر شول
نقیب الله حنیف
د ګردون تر چاڼ وتلي راڅرګند شوو
ها ښاغلي، نوم وتلي واړه هېر شول
قاري یوسف احمدي
څه ملګرو خو لباس او خوی بدل کړ
څه ملګري خو بیخي لکه ګنډېر شول
علامه محمدي
چې زما په مصیبت به یې خوښي کړل
زه ترې خلاص شوم خو هغوی زما په څېر شول
مهاجر فراهي
څوک پۀ غم او خوشالۍ کې راشریک شول
څوک خوړونکي د شېروا، او د پنېر شول
نصرت طالب
ټول درانه خلګ د ځمکې په تل ناست دي
دلته سپک سړي د ځږ غوندې برسېر شول
حنیف مظهري
احتجاج د مجنونانو ټوکه نه وي
ښاره وګوره! چې څه درباندې تېر شول؟
محمدالله تبسم
قافلې د مدینې په طرف درومي
یثربي بادونه، ځکه تېرُ بېر شول
عتیق الله عزیزي
ستا په خیال کې مې وزر د حیا سوزي
ګناهونه مې د پورې غرۀ په څېر شول
ثناءالله معصوم
د زړګي مراندې مې تاپسې ختلي
د بېلتون لېوان دې ټول رانه چاپېر شول
منصور درمان
د اول خط او اولو شپو ملګري
د حالاتو په بدلون لاړل اخېر شول
همت کوچی
داچې نن زه ناپیژنده درته ښکارم
وجه داده چې ستا نوي یاران ډېر شول
احمد غازي
ستا خویونه، عادتونه، ګلابونه
اوس زاړه شول او ګلونه د ګنډېر شول
عنایت الله عرفان
د ښکلا سیالي د بخت رنګونو یووړه
غمنرنګ پکې ښکاره ګلدانه مېر شول!
خالد إحسان
د تقوا تله ولاړه ده هر خوا ته
دا وګړي پکې من شول او څوک سېر شول.
عبدالغني وفا
لـه وجود نـه یـې عدم پـه قـضا راغی
چې قاضیان یې په شرابو باندې سېر شول
واقد احرار
بیا یې ستړی کاروان سیوري ته راغلی
پرهرونه د زخمي چنار کوشېر شول
یعقوب شجاع
ګران وطن ته اوس د مينې غاړه ورکړه
چې په ډار به ګرځېدې وختونه تېر شول
ګل رحمن رحماني
پر ګلاب او ريحان پرخې وريدلې
ط البان ګوره زينت د شنه پنجشېر شول
حمدالله فطرت
ستا په غاړه رنګیین هار د حریت ناوې
اوکه ستوري له سپوږمۍ ځنې چارپېر شول
سیف صدیق
دلته مه راځـــه په کــبر زوروره
له تا لوی، لوی طاقتونه دلته زېر شول
مهاجر زاهد ساپی
د تنکي ګلاب آشنا له بیلتانۀ مې
د زخمي کوګل آهونه رابرسېر شول
منتظر نجرابی
ستا حجاب ته د دفاع په تکل لاړل،
خورې! درېغه په مـ.ـرمیو کې راګېر شول
راشد جالب
بیا یې ګوره دخوښۍ هوسۍ تښتیږي
که لېوان د درد د زړۀ ګودر ته تېر شول
رحمت الله ګرم
د دلبر په کاشانه چې تیریدمه
تیرول مې چې غمونه رانه هېر شول
ګمدل
پای.