
عربي کلمات کارول؛ ګټه، که تاوان؟!
سعيد غلجی
ځينې پښتانه ليکوالان هڅه کوي، چې مشهور عربي کلمات له پښتو ژبې وباسي او پر ځای يې داسې سخت او سوچه پښتو کلمات وکاروي، چې له ليکوال پرته يې هيڅوک په معنی نه پوهيږي، بيا نو مجبور وي چې بيرته خپل پښتو اصطلاحات په قوسونو کې تشريح کړي. دغه راز؛ ځينې ليکوالان مشهورو عربي کلماتو کې ګوتې وهي او پښتو ته يې تبديلوي. لکه: د معنی پر ځای مانا ليکي، د يعنې پر ځای يانې، د احتياط پر ځای اتيات، د معلوم پر ځای مالوم، د صلح پر ځای سوله، د اسلحې پر ځای وسله، د ساعت پر ځای سات، د معلومات پر ځای مالومات او داسې نور…
دا هسې يوه بې ګټې هڅه ده، بلکې ډېر زيان هم لري. بې ګټې کار ځکه دی، چې دغه کلمات له پېړيو، پېړيو راهيسې په پښتو ژبه کې رائج دي او ټول خلک پرې پوهيږي، نو بدلولو ته يې هيڅ حاجت نشته. او زيان يې دا دی، چې د دغو مروجو عربي کلماتو په ختمېدلو سره موږ يو قدم نور هم له عربي ژبې ليرې کېږو او له عربي ژبې چې څومره ليرې کېږو، هغومره له اسلام څخه هم ليرې کېږو.
يعنې څومره چې له عربي ژبې سره زموږ رابطه زياته وي او څومره چې د عربي ژبې کلمات زموږ په ژبه کې زيات وي، هغومره به موږ له خپل دين (اسلام) څخه باخبره يو. مګر څومره چې موږ له عربي ژبې ليرې کېږو، هغومره به د اسلام له فهم څخه هم ليرې کېږو.
کمال اتا ترک ولې په ترکيه کې په عربي الفبا بنديز ولګاؤه او ترکي ژبه يې په انګليسي الفبا ليکله؟
ځکه چې هغه يو سيکولر ؤ، غوښتل يې چې د ترکيې ملت له اسلام څخه ليرې وساتي، نو ترکي ژبه يې د عربي الفبا پر ځای، انګليسي الفبا ته واړوله. تر څو له عربي ژبې او بالآخره د اسلام له مبارک دين سره د ترکانو رابطه ختمه شي. کله چې ترکي ژبه په عربي الفبا ليکل کېده، نو حتماً به هر لوستی ترکی په قران کريم هم پوهېده او عربي ژبه يې هم اسانه زده کولای شوه. مګر اوس چې د ترکي ژبې الفبا انګليسي الفبا ته واوښته، نو له قران کريم او عربي ژبې سره د ترکانو رابطه ختمه شوه، اوس د هغوی لوی، لوی تعليم يافته کدرونه هم په قران کريم نه پوهيږي، ځکه چې عربي الفبا سره نه دي بلد، ټول تعليم يې په انګليسي الفبا تر سره کړی.
دغه راز؛ همدا اوس کفارو د عربي ژبې د ختمولو او تقسيمولو لپاره داسې خطرناک پلانونه جوړ کړي، چې اغېزې يې اوس هم څرګندې دي، خو په اوږد مهال کې به فصيحه عربي ژبه بيخي کمزورې او ډېر لږ ويونکي به ور پاتې شي. داسې وخت به راشي، چې عربان به يو د بل پر ژبه هيڅ نه پوهيږي، ټول په په خپلو سيمه ييزو لهجو خبرې کوي، فصيحه عربي به له منځه ولاړه شي، يوازې په قران کريم، احاديثو او نورو ديني کتابونو کې به پاتې وي.
هسې خو طبعاً په هره ژبه کې سيمه ييزې لهجې شته، مګر ليکوالان او استادان يې هڅه کوي، چې خپله اصلي او رسمي ژبه متحده وساتي، خلک پرې وپوهوي، په کتابونو، تدريس او رسنيو کې له رسمي ژبې استفاده وکړي او پرې نږدي چې ژبه يې تقسيم او هر ليکوال خپله سيمه ييزه لهجه وکاروي.
مګر کفارو عملاً عربي ژبه تقسيم کړې او هڅه کوي، چې سيمه ييزو عربي لهجو ته نوره هم پراختيا ورکړي او په اوږدمهاله توګه د دوی دغه خطرناک پلان تطبيق شي. اوس چې په کمپيوټر او موبايل کې عربي ژبه انتخابوې، نو درته وايي چې کومه عربي غواړې؟ د مصر، سعودي، لبنان، عمان، فلسطين، اردن، متحده اماراتو، قطر، تونس، الجزائر، سودان، سوريې، يمن او که… نو دا هم يو لوی او خطرناک پلان دی، خو متأسفانه عرب ليکوالان، استادان او حکومتونه دې ټکي ته هيڅ توجه نه کوي.
د فصيحې عربي ژبې له ختمولو او تقسيمولو څخه د کفارو هدف دا دی، چې يو خوا دغه لوی اسلامي امت تقسيم کړي، اتحاد يې ختم کړي او پر مختلفو هېوادونو او مختلفو ژبو ووېشل شي، بل هدف يې دا دی چې له اسلام سره يې رابطه ختمه کړي. ځکه بيا به هر عرب خپله سيمه ييزه لهجه باندې غږيږي او په فصيحه عربي به نه پوهيږي، حال دا چې قرآن کريم، احاديث او نور اسلامي کتابونه په سوچه او فصيحه عربي ژبه ليکل شوي. نو په دې توګه به يې له اسلام سره رابطه ختمه شي.
اصلاً د عربي، ترکي، فارسي، پښتو، اردو او ځينو نورو ژبو ويونکي ډېر نېکبخته دي، چې ژبې يې په عربي الفبا ليکل کيږي، همدغه کار د دې لامل کيږي، چې د دغو ژبو ويونکي پر قران کريم وپوهيږي او په ډېره اسانۍ خپله ديني ژبه (عربي) هم زده کړي او د خپل مبارک دين په احکامو ځان وپوهوي.
پر همدې اساس؛ ټول اسلامپاله پښتانه ليکوالان بايد دې ټکي ته پوره متوجه شي او هڅه وکړي، چې خپل ملت له فصيحې عربي ژبې سره نور هم نژدې کړي، نه دا چې دغه شته عربي کلمات هم په پښتو ژبې واېستل شي او خلک يو مخ له عربي سره نابلده شي.حتی که د ځينو نومونو او اصطلاحاتو لپاره پښتو او عربي دواړه کلمات موجود وي او زموږ خلک ورسره بلد وي، بايد حتی الامکان له عربي کلماتو استفاده وشي.
لکه: د کينې پر ځای بايد حسد وليکل شي، د روږدي پر ځای معتاد، د زور پر ځای قوت، د څرګند پر ځای معلوم، د پوهې پر ځای علم، د ښاغلي پر ځای محترم، د زده کړيال پر ځای محصل، د ښوونکي پر ځای استاذ او معلم، د هټۍ پر ځای دکان، د کورنيو چارو او بهرنيو چارو وزارت پر ځای داخله او خارجه وزارت، د ګټې اخيستلو پر ځای استفاده، د روزنې پر ځای تربيه، د جومات پر ځای مسجد، د مهرباني پر ځای رحم، د څښتن پر ځای مالک، د لمانځنې پر ځای عبادت، د پرهېزګاره پر ځای متقي، د ناروغ پر ځای مريض، د روزي پر ځای رزق، د ډېر پر ځای اکثره، د ناپوه پر ځای جاهل، د ځانګړي پر ځای خاص، د بوخت پر ځای مصروف، د نغوتې پر ځای اشاره، د ژغورنې پر ځای نجات، د اړوند پر ځای مربوط او…
پښتانه نشنلست او سيکولر ليکوالان خو شپه ورځ هڅه کوي، چې د پښتو ژبې د بشپړولو او غني کولو په پلمه ټول عربي کلمات له پښتو ژبې وباسي. خو که دوی رښتيا د پښتو ژبې د غني کولو غم اخيستي وي، نو هغو اصطلاحاتو او نومونو ته دې هم پښتو ژبه کې بديل الفاظ جوړ او عام کړي، چې انګليسي، دری، اردو او نورو ژبو پورې اړه لري. تکړه دې شي، موبايل، کمپيوټر، موټر، ماشين، بانک او نورو په سلګونو او زرګونو شيانو او اصطلاحاتو ته دې هم پښتو بدل الفاظ ايجاد او عملاً دې استعمال او عام کړي.
خو دوی به هيڅکله داسې ونه کړي، دوی له نشنليزم او پښتو کاري څخه يوازې د اسلام او عربي ژبې پر خلاف استفاده کوي او بس.
نو په دې برخه کې د استادانو او ليکوالانو تر څنګ؛ حکومت هم ډېر زيات مسؤليت لري، تر څو په مکاتبو او مدارسو کې عربي ژبه عامه کړي، داسې چې زموږ هر دولسم پاس بايد په عربي ژبه روانې خبرې اترې وکړای شي. يوه فايده به يې دا شي، چې زموږ ټولنه به د عربي ژبې زده کولو له لارې له اسلام سره نژدې شي او له خپلو شرعي نصوصو په ښه توګه استفاده وکولای شي، بله دنياوي فايده به يې دا شي، چې زموږ ټولنه به د عربي نړۍ له تعليمي سويې، تحقيقونو او علمي سويې برخمنه شي. دا خو معلومه ده چې عربي نړۍ، زموږ په نسبت ډېره پرمختللې او علمي برخه کې يې ډېر زيات کار کړی. بل دا چې د عربي ژبې په زده کولو به زموږ ټولنه له عربي نړۍ سره نژدې شي، چې دا کار په سياسي، اقتصادي، نظامي، تعليمي او هره برخه کې موږ پرمختګ ته رسوي.