
بهرنیو چارو وزارت؛ افغانستان کې د کوکنارو کښت د صفر کچي ته راټیټ شوی
نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، غبرګولي۱۸، ۱۴۰۲ل): د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ا.ا.ا. عالي مقام د فرمان له صادرېدو وروسته افغانستان کې د کوکنارو کښت د صفر کچې ته راټیټ شوی.
خبرپاڼه کې راغلي چې د رسنیو په تازه راپورونو کې ویل شوي چې په ۲۰۲۰ کال کې د هلمند په ۵۶.۲ سلنه ځمکه کوکنار کرل شوي وه خو اوس مهال دغه کچه یوازي ۰.۴ سلنې ته راټیټه شوې.
خبرپاڼه کې راغلي چې واقعیت تر دې هم ټیټ دی او زیاتوي چې د ملي حاکمیت او مرکزي نظام په ترڅ کې یادې کچي ته ا.ا.ا. د خپلي بشپړې واکمنۍ په پیل کې رسېدلی او اوس مهال دغه کچه تردې هم ډېره کمه شوې ده.
په ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ افغانستان کې د اسلامي امارت د تګلارې پلې کولو په بنسټ د کوکنارو کښت د پام وړ کموالي په تړاو راپورونه د باور وړ او مهم ګڼلي دي.
په دې سربېره څه موده وړاندي السیس څېړنیز سازمان ویلي وه چې افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت کچه صفر ته نږدې شوې ده.