
افغانستان
د هیواد په سرحدي ګمرکونو کې په ټولو خالي افغاني موټرونو خاک پولي معاف شوه
نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، غبرګولي، ۱۸، ۱۴۰۲ل): له مالیهٔ وزارت څخه په نشر شوې اعلامیه کې راغلي چې د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ په هیواد کې د سوداګرۍ د لا پراختیا او سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د هیواد په ټولو سرحدي ګمرکونو کې په خالي افغاني موټرونو خاک پولي معاف شوه.
اعلامیه کې راغلي چې له دې وړاندي له داخلي ثبت سوو لارۍ موټرونو څخه بندر ته د داخلیدو په وخت کې ۲۵۰۰ افغانۍ او له وړو موټرونو څخه ۱۵۰۰ افغانۍ د خاک پولي په نوم اخیستل کیدې چې د موټر چلوونکي د غوښتني له مخي یادي پیسې معاف شوې.
اعلامیه کې ویل شوي چې د ګمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کې ده ترڅو په هیواد کې د سوداګرۍ د لا پراختیا او ودي په موخه د سوداګرو او ټولو هیوادوالو اصولي او قانوني غوښتني ومني.