افغانستان

هرات کې د ملي امنیت لوړ پوړی افسر ووژل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۵مه ۱۳۹۳ل): هرات ولایت کې د ملي امنیت د درنو جرمونو ریاست امر د نامالومو وسلوالو لخوا ووژل شو.

د هرات ولایت امنیه قومندان عبدالقادر بهسودي ویلي چې نن شاوخوا ۱۰ بجې د هرات ولایت د امنیت ملي د درنو جرمونو ریاست امر حامد میرزایي په درب

ملک نومې سیمه کې د نامالومو وسله والو لخوا ووژل شو او یو کارکوونکی یې ټپي شو.

راپور کاږي چې د تښتونکو یو ډله له یوې کورنۍ د پیسو اخېستو لپاره راغلي و چې د ملي امنیت پرې خبر شو.

په دغه نښته کې د ملي امنیت د امر سره سره یو تښتونکی وژل شوی او یو يې ژوندی نیول شوی.

د هرات ولایت د ملي امنیت دغه افسر په داسې حال کې وژل کیږي چې تېره ورځ ددغه ولایت د ملي امنیت رئیس بدل شو او پرځای يې جنرال صبور وټاکل شو.

د دغې پېښې مسئولیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخېستی.

د یادونې وړ ده چې پرون د هرات امنیتي چارواکو خبر ورکړ چې ادرسکن ولسوالۍ کې وسله والو د سره صلیب ۵ سیمه ییز کارکوونکي تښتولي دي.

ددغو تښتونو مسئولیت هم چا په غاړه نه دی اخېستی، خو د زیات شمېر دغه ډول تښتونو کې اربکیان دخیل وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x