خبرتیاوی او پیغامونه

زابل کې د ترافیکي پېښي په اړه د ا.ا.ا. د خواخوږۍ پیغام

نن ټکی اسیا ( جمعه، غبرګولي ۱۹، ۱۴۰۲ل): د ا.ا.ا. مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه په زابل ولایت کې د ترافیکي پېښي له امله د خواخوږۍ او غمشریکۍ په موخه په نشر کړي پیغام کې ویلي چې، په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کابل ـ کندهار په لویه لاره د زابل ولایت په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښي له امله زموږ يو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.

پیغام کې راغلي چې شیهدانو ته جنت الفردوس، ټپیانو ته عاجله شفا غواړو او کورنیو ته یې تسلیت وایوو.

همدارنګه په پیغام کې ویل شوي چې د ترانسپورټ مسؤلین دي په هیواد کې د لویو لارو د سفرونو په مهال د ترافیکي اصولو مراعات ته توجه زیاته کړي، د موټرونو سرعت دې کنټرول شي او لایق او وړ موټروانان دې وګمارل شي.

د یادولو ده چې دا په داسي حال کې ده چې څو ورځي وړاندي هم د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې ورته ترافیکي پېښې زموږ ګڼ هیوادوال شهیدان کړل.

پیغام کې ویل شوي چې د دا ډول پېښو تکرار د زغملو نه دی، ټول اړوند کسان دي جدي توجه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx