
تازه هنګامه؛ شمال ته د ځینو غیرپښتنو انتقال، که د ټامیانو غوغا ته ډراماتیکه سوژه
خالق یار احمدزی
وروسته تر هغه چې ځینو پاکستاني رسنیو د خپلو منابعو په حواله خبر ورکړ، چې ګواکې افغان حکومت او پاکستاني لوري توافق کړی، چې هلته میشت پاکستاني اتباع به د ډیورند له فرضي کرښو نورو سیمو ته لیږدوي
په تعقیب یې په سوشل میډیا کې ځینو تښتیدلو لنډغرو غوغا جوړه کړه، چې ګواکې ا. ا. ا غواړي د هیواد شمال ته د ګاونډیو هیوادونو د نا امنه کولو لپاره ترهګرې ملیشې ولیږي او هلته ورته خوندي میشت ځایونه ورکړي.
دوی وغوښتل هلته وضعیت ترینګلی او مشکلات پریمانه تعبیر کړي، څو په دې توګه د منځنۍ آسیا د هیوادونو او په ځانګړې توګه د روسیې اندیښنې را وپاروي او هغوی ته دا وانمود کړي چې ا. ا. ا د دوی ګاونډیو پولو ته وسلوالې ترهګرې ډلې لیږلې دي.
له دې شور او فِغان جوړولو د دوی دوه موخې دي؛ لومړی لنډمهاله ده، چې، غواړي د ا. ا. ا پر وړاندې د ګاونډیانو غبرګون را وپاروي او د اوسني افغان حکومت او د سیمې د هیوادونو تر منځ اړیکې سړې کړي او د نړیوال رسمیت د نشت په فضاء کې دغه ژوندي پاتې شوي نظام ته پر سیاسي ستیج نورې ستونزې هم ور زیاتې کړي.
خو دوهم هدف یې بیا اوږدمهاله پلانونه دي او هغه کې د امریکا او ځینو سیمه ییزو هیوادونو علني او مخفیانه لاسونه ښکیل دي، چې هغه هم له دغسې بهانو څخه په استفادې او د خپلو داخلي اجنټانو، کرایي مزدورانو په مټ د هیواد د «تجزیې» شوم پلان دی.
هغه سوژه چې د پوره کیدو لپاره یې، د تیرې ادارې پرمهال هم، ډیرو منحوسو کړیو زیاتې ناکامې هڅې تر سره کړې، خو داچې ولې یې مراد پوره نه شو، ښایي لوی لامل یې په هغو سیمو کې چې دوی ورته شومې هیلې درلودې، د اسلامي امارت د پراخ نظامي ځواک شتون وه.
داچې په کوردننه له یوې سیمې بلې ته د وګړو لیږد او انتقال څه ګټه لري او په تړاو یې د دوی (تښتیدلو) مغزی ولې درد کوي؛ په لاندې څو کرښو کې یې درته توضیح کوو.
هر حکومت کولای شي د خپلو هیوادنیو علیاء مصالحو د بهبود او د خپل نظام د پایښت لپاره هغه کارونه تر سره، چې په اوږد او لنډمهال کې د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا، ولسي اتحاد او ځواکمن نظام په ګټه تمامیږي.
دا ټولو ته جوته ده چې د طالبانو اسلامي غورځنګ په لومړیو کې هم په هیواد کې د یوه بشپړ مرکزي نظام داعیه درلوده او اوس هم غواړي، څو د اسلامي امارت تر نامه لاندې، په هیواد کې قائم شوی مرکزي، اسلامي نظام؛ متداومه مرکزي اډانه ولري.
پوهان وایي: په کور دننه د بیلابیلو قومونو، توکمونو یوې او بلې سیمې ته لیږل او هلته ورته ځانګړي پنډغالي برابرول، دا ګټه کوي چې نه د هیواد د ختیځې برخې خلک، له لویدیځ میشتو څخه ځان جدا بولي او نه یې د شمال او جنوب پرګنې له یوه او بل څخه د امتیاز او جلا والي احساس کوي.
داچې هیواد مو د اشغال تر سیوري لاندې لسیزې تجربه کړې ، نړیوالو استخباراتي کړیو په افغاني ډلو ټپلو کې د نفاق ژور تخم کرلی وه او د قومي او سمتي تعصباتو د پنځیدو لپاره یې وخت پر وخت بې سارې هڅې کړې؛ نو که اوسنی حکومت دا، یا ورته ګام اخلي، ډیر پرځای او حکیمانه به وي.
مخالفین باید دا درک کړي، چې اوسنی نظام پر ژبنيز یا سمتي تبعیض، هیڅ راز باور نه لري، نو که هر اقدام کوي، د هیواد علیاء مصالح به یې وار له مخه په نظر کې نیولي وي.
امارت چې تر ټولو وړاندې د شمال لپاره ستره پروژه (د قوشتیپې کانال) پلې کړه، ګڼې نورې پروژې یې تطبیق او د جنوب او شمال د وصل لپاره یې ځانګړي پلانونه طرحه یا عملي کړل؛ دا څرګندوي چې نور به دلته نه په حکومتي اډانه، نه په بیا رغونه، نه په تعلیمي، اقتصادي او نورو برخو کې سمتي، ژبنیز او قومي تبعیض ځای ولري او نه به هم نورې ستونزې…
البته پورتني اصل ته په کتو سره، حکومتونه کولای شي، د ګاونډیو هیوادونو ملکي مهاجرین هم له یوې سیمې بلې سیمې ته د خپلو مصالحو لپاره ولیږدوي او هم یې تر خپل بشپړ کنترول لاندې وساتي.
مونږ لکه څنګه د هیواد ساتنې ته ژمنتیا لرو، نورو ته د ضرر، نه رسول مو هم ستر مکلفیت دی.
هوښیاران وایي: څوک چې خپل ټاټوبی پریږدي او بل هیواد ته کډه وړي، خامخا د خپل هیواد له اړوند واکمنو سره فکري جوړښت نه لري یا یې مادي او معنوي ګټې هلته خوندي نه وي او لوی لامل یې له خپل نظام څخه خپګان او په دریم ځای کې د ګټو د ترلاسه کیدو تمه وي؛ نو دې ته په کتو سره هر وخت چې مهاجرین د خپل هیواد په ګاونډ کې میشت شي، خپلو واکمنو ته یې د کسات غشي په زړه تیریږي او په آساني سره کولای شي، له میلمه هیواد څخه خپل نظام هر ډول وننګوي.
همدا لامل ده چې ډیری هیوادونه پر میلمنو کډوالو، د نورو اصولو د وضع کولو ترڅنګ، د پنډغالو لپاره ځانګړی مشخص ځای ورکوي او زیات وخت یې هم له مرزونو لرې میشت کوي او نه غواړي د مهاجرینو د کوربتوب له امله، یې له ګاونډي سره اړیکې خړې پړې شي.
ا. ا. ا چې له ټولو ګاونډیانو، سیمې او نړۍ سره حسنه اړیکې غواړي، دا هم نه خوښوي، چې هیواد یې د نورو لپاره سنګریزه مورچه جوړه شي.
یوه لویه ګټه به دا وي، چې له ګاونډیانو سره به مو د بالمثل احسان پور آدا کړی وي، نن چې ګاونډیان زمونږ د میلیونونو مهاجرینو د کوربتوب له امله پر مونږ د فشار کړۍ تنګولای شي،سبا که خدای ج مکړه د حالاتو تقاضاوې بیلې وې، مونږ هم په ورته ګام سره کولای شو، له همدې عزتمنې میلمه پالنې په استفادې څخه سیاسي او اغیزناکې دیپلوماتیکې لاسته راوړنې هم ولرو.
بلخوا، د لویدیځ په ورشو کې څریدلي تښتیدلي ټامي لنډغر چې پرون یې د ناکام مقاومت هڅې شنډې شوې؛ دغه اقدام ته له بلې زاویې ګوري. هغوی په عموم کې د پښتو او پښتنو له لهجوي ګړدود سره نه؛ بلکې د هغوی له فکري او نظري جوړښت سره اختلاف لري، هغوی ته د دیموکرات پښتون ورتګ هومره مشکل نه بریښي لکه د یوه اسلامپالي… او آن داچې خپل اسلامپالي هم د همدې نظریې له کبله مردود بولي.
په دې معنا چې که همدا سبا ورته له پښتنو څخه د منظوریانو یو فراري لښکر کډه ور وړي، دوی به ورته د خیر مقدم لپاره ګیډۍ ګلونه وغوړوي؛ خو که له جنوب څخه یې هم ژبي ګردیزیان، لوګري او…. ور ستانه شول، دوی یې ښایي په تروش تندي د رد وقیحانه ځواب ووایي.
دوی فکر کوي ورتلونکي کسان به ورته کلتوري یا قومي انشعاب ور وړي او له یوې خوا به یې په وخت سره د سیمې د خبیثو کړیو لخوا، د «افغانیت» په پلمه شوي نوم د تجزیې شوم پلانونه خنثا شي او له بل لوري به یې د سمت شمال په نوم څو قاتل لنډغر له هغو غوښنو امتیازاتو چې تیر کې یې له لاسپوڅو حکومتونو اخیستل، محروم شوي وي.