
خبرتیاوی او پیغامونه
د مڼې ګل دوديزې مشاعرې خبرتیا
د افغانستان اسلامي امارت د ميدان وردګ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په پام کې لري چې په دغه ولایت کې د مڼې ګل يويشتمه دوديزه کلنۍ مشاعره ترسره کړي، چې په کې به د هېواد پياوړي شاعران او د ادب مينه وال ګډون کوي، نو د شعر او ادب ټولو مينه والو ته په دغه مشاعره کې د ګډون بلنه ورکول کيږي، تر څو له موږ سره په دغه شانداره مشاعره کې برخه واخلي او په راتګ سره موږ ته وياړ راوبښي.
بلونکی: د ميدان وردګ د اطلاعاتو او کلتور رياست
وخت او نېټه: د چنګاښ لومړۍ نېټه، د پنجشنبې ورځ، د ماسپښين ۳ بجې
ادرس: ميدان وردګ ولايت، چک ولسوالۍ، د بند چک سيمه