ادبي لیکني

اصلاح تعلیمي نصاب به د نوي نسل په سالمه روزنه کې مرسته وکړي/راپور

کرامت الله کاون
(حریت فکري روزنه) کې اونیزه ناسته د اجمل ځلاند په ویندويۍ د غیاث نیازي له لوري د قران کریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه او میر ویس افضلي د راپور په اورولو ګډون وال د تېرې ناستې له حاله خبر کړل. (۱۴۴۴/۱۱/۲۶)

ور پسې ښاغلي انعام الحق انصاري پر الرحیق المختوم نبوي سیرت چې صفی الرحمن مبارکپوري لیکلی او پښتو ته دروند استاد فضل مولا لټون ژباړلی بحث او خبرې پیل کړې.

هغه خپلې خبرې د حضرت ابوالحسن ندوي رحمه الله پر دې قول پیل کړې، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت پر هر هغه چا فرض دی؛ چې په پیغمبري يې منلی وي. ښاغلي انصاري زیاته کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټول انسانیت لپاره الګو دی، خو دا زموږ ناځواني ده چې له ژوند او کړنو يې نا خبره یو.

په وینا يي، زموږ لپاره لازمي ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوندانه هر اړخ مطالعه کړو او ځان ورباندې پوه کړو چې څنګه ماشوم، ځوان، ملګری، مېړه او څنګه جنګي قومندان و؟ ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند هره کړنه زموږ د صحیح ژوند تېرولو لپاره مستقل بابونه لري.
هغه په ټولنه کې د ځوانانو مسؤلیتونو ته په کتو وویل، زموږ لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې ځان وپېژنو او بیا پر هغه څه فکر وکړو چې په ټولنه کې مو مسؤلیت جوړېږي؛ خو د ځان جوړونې لپاره زموږ لومړنی ماخذ او منبع باید رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه ملګري وي، چې وکولی شو په ټولنه کې هغه څه تر سره کړو چې د دې الهي رسالت غوښتنه ده.

نوموړي زیاته کړه، په تېر شل کلن دور کې ټاکل شوي تعلیمي نصاب له نوي نسل سره دا ناځواني وکړه چې له هغوی یې خپل ارزښتونه پردي کړل او دوی ته یې هغه څه ور وښودل چې اصلا د هغوی لپاره مهم نه وو؛ نو د دې لپاره مهمه ده چې زموږ په تعلیمي نصاب کې باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د سلف صالحینو ژوند او کړنو ته لویه برخه ځانګړې شي.

د ښاغلي انصاري په وینا، د دې ګټه به زموږ په تعلیمي فابریکو کې زموږ روزل شوی نسل وي، داسې که موږ وغواړو پخوانی برم تر لاسه کړو او په نړۍ بیا یو مسلمان واک وچلوي نو موږ ته لازمه ده چې خپله ماضي وګورو او د هغوی په نقش قدم، قدم کېږدو.

هغه د خپلو خبرو په پای کې د دیني عالمانو او لوستو ځوانانو دا مسؤلیت وباله چې له منابرو او ښوونځيو د اسلام او د هغه د پیروانو اصلي مقصد تر ټولنه ورسوي څو انساني ټولنه له ور پېښ کړکېچه وژغورل شي.

د ناستې دویمه برخه ازاده مشاعره وه چې د اناونسر غږ پر اورېدونوکو د دې خوږو خبرو لړۍ قطع کړه او ازاده مشاعره پیل شوه. چې پکې میرویس افضلي، عبیدالله افضلي، نورمحمد انتظار، انعام الحق انصاري، دادمحمد ناوک، خیال محمد توحیدیاراو ګڼو نورو خپل او انتخابي شعرونه واورول.

راتلونکې ناستې ته د اجنډا له برابرولو وروسته، د دعا لپاره لاسونه لپه شول.

فیسبوک: https://www.facebook.com/HuryatAwnizah
یوټیوب: https://www.youtube.com/@huryatawniza
ټویټر: https://twitter.com/AwnizaH
ټیلګرام: https://t.me/HuryatAwniza

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx