نظــر

لار ورکي لیکوالان …!

لیکوال: موسی فرهاد

د پورتني سرلیک پرځای زموږ په ټولنه کې عامیانه اصطلاح (ګمراه) کارول کیږي.

دا ټکی هغه چا ته کاریږي چې رښتیا یې هم د ټولني عقیدوي او کلتوري پولي ماتي کړي وي. په ناوړه او ناسمو لارو سر وي ، د بیا پرلار کیدلو چانس یې ډېر کم وي ، نو کلیوال خلک ورته ګمراه لفظ کاروي .

د دې ټکي (ګمراه) اغیز د لار ورکي په نسبت ډېر کرکجن وي یاني خلک د هغه د بدو کړو وړو لامله د ډېري کرکي ښودلو په غرض دا لفظ ورته کاروي او وایی : فلانی ډېر ګمراه دی .

نن سبا چې دا ځیني لیکوالان څه ترسره کوي ؛ ورسره مناسب هم همدغه عامیانه اصطلاح وي. مګر ما دلته د لیکوالۍ آدابو ته په کتو کلیواله لهجه ونه کاروله بلکي لار ورکی ټکی مې ورته ذکر کړ، که څه هم دغه د سپیڅلي قلمي رسالت پلورونکي لیکوالان باید په همدې (ګمراه) او یا له دې نه ورپورته نومونو ونازول شي. ځکه چې د اشغالګرو په سیوري کې  چې ټوپکوالو د ټوپک په شپیلۍ څومره ټوپکي جنایتونه د هیواد او هیوادوالو پرضد ترسره کړي ؛ په همغه اندازه دې قلم پلورونکو لیکوالانو د ملي او اسلامې اقدارو په توهینولو سره قلمي جنایتونه ترسره کړیدي.

د دوی دغه قلمي جنایات به د ملی تاریخ په محکمه کې سبا پر دوی د ملي او اسلامي خیانت شاهدي ورکوي . دغو لیکوالانو له اسلام ، جهاد او مجاهدینو سره د عقدې له امله خپل وجدان او ضمیر د څه مادي ګټو په بدل کې پلورلی او په شعوري ډول ، په ټیټو سترګو د یرغلګرو چوپړ ته ملا تړلي ولاړ دي .

دا یې هیره کړي چې د افغانانو نیکونو هیڅکله غلامی نه ده منلي ، همیشه یې د آزادۍ او خپلواکۍ په مبارزو تاریخ ډک کړی دی . د هر یرغلګر په وړاندي یې توره نه ده ټیټه کړي . دا خو پریږده چې د یرغلګرو سره دي په ټیټو سترګو ملګری سوي وي .

دا ډول ګوډاګیان پخپله د یرغلګرو په سترګو کې هم یو بی وجدانه ، بي ضمیره او وطن پلورونکي وګړي ښکاري.

یوه ډلګۍ ټوپکوال که شعور نلري ، تاریخ ، وجدان ، خپلواکي ، او ملي هویت نه پیژني د اشغالګرو سره په څنګ کې د خپل هیواد او خپلواکي غوښتونکو مجاهدو مبارزینو په وړاندي یې ټوپک اخیستی او ټوپکي جنایات ترسره کوي ؛ هغوی خو به خپل جهالت عذر ګڼي ، پوهیږي به نه ، لیکوالان خو ځان د ټولني معنوي سترګي ګڼي ، دوی به د الله تعالی او د ملت په وړاندي سبا څه معذرت وړاندي کوي ؟

خصوصاً هغه طبقه لیکوالان چې ځانونه ، سیکولر نه ، بلکي بنسټیز اسلامپالي بولي ، کله نا کله د تېر جهاد د پیر حماسي هم ږغوي. ځانونه په یو نه یو ډول اخوانیت ته هم منسوبوي. د مستشرقینو په څیر د اسلام د پراخي مطالعې دعوي هم کوي.

د بیلګې په توګه به د یوه سړي یادونه وکړم :  څو ورځي مخکي مي د یوه لیکوال لیکنه ولوستله چې د ارګون د پیښي په اړه یې لیکلي وه .

لومړی به دا ووایو چې رښتیا هم د ارګون پېښه یوه غمیزه وه ، ناوړه عمل و په قصدې توګه د بې ګناه خلکو وژل په هرصورت د غندلو دی . مجرمینو ته یی سزاء ورکول واجب دی. له همدې ځایه وه چې همغه مهال مجاهدینو د پیښي د غندلو ترڅنګ ، د مجرمینو د موندلو او هغوی ته د سزاء ورکولو ژمنه وکړه . او د شهیدانو له کورنیو سره یې د زړه له تله خواخوږي څرګنده کړه .

په هر صورت ، یاد لیکوال چې د کابل په کوم وزارت کې د نطاقۍ نوکري هم لري ، او اټکلاً یو کال مخکي د جاسوسۍ او خیانت په تور په کابل کي زنداني او بیا راخوشی سو. نوموړي له یو شمېر عربي کورسونو او معهدونو د عربي ژبي شهادتنامي هم ترلاسه کړي دي. د همدې عربي لنګویج زدکړي ده ته دومره جرأت ورکړیدی چې اوس پخپلو ډیرو رسالو او لیکنو کې د اسلام تفسیر و تعبیر په خلاص مټ له خپلي ګیډي کوي . چې څه يې خوښه وي غندي یې ، تحریف یې کوي ، په بل ډول یې تعبیروي . خلاصه دا چې د جهاد ، مجاهدینو او مسلمانانو د غندلو او په هغوی پسي د بی بنسټه تبلیغاتو لپاره بهاني او پلمې لټوي . ترڅو بهرني یرغلګر له ځانه راضي ، مسلمانان ناراضه او په بدل کې یې ثمناً قلیلاً ترلاسه کړي .

خبره مې د ارګون په اړه د ده د لیکني کوله ، ظاهراً خو دغه لیکوال پرپېښه غمرازي ښيی ، ولي په حقیقت کې یې هدف بل شی دی. دا پیښه په مجاهدینو پسي تړي او د نړۍ پر مسلمانانو ږغ کوي چې ولي خاموشه یاست ، ولی نه راپورته کیږۍ ، ولي اسلامي مدارس او علمي مراکز د دې خلکو یعني مجاهدینو پرخلاف فتوی نه ورکوي . زموږ په وطن کې دومره ستر ظلم روان دی ، دې خلکو جګړه پیل کړي ، بی امني ېې راوستي. بالاخره په افغانستان کې روان جهادي مقاومت یې تلبیس ابلیس ، او یو شیطاني حرکت بللی . دې ته ورته نوري ډېري لیکني یی همیشه پر دې موضوع راڅرخي . د یرغلګرو په څنګ کې ولاړ ، ځان بنسټپال اخوانی مسلمان معرفي کوي . د اسلام او د وطن د دفاع جهادي مقاومت ته تلبیس ابلیس وایی ، په دې پلمه چې ګویا زه ناوړه پیښي غندم.  په داسی حال کې چې د امریکا یرغل ناروا نه بولي ، د هغوی بمبارونه ، ټول وژني ، اسارتونه ، تباهي او وراني ناوړه عمل نه بولي . په نوره نړۍ کې چې پرمسلمانانو یو کفري هجوم را روان دی . ښاغلی لیکوال د نړۍ پر مسلمانانو ږغ نه کوي چې راپاڅئ د تلبیس ابلیس مخه ونیسئ . په مصر ، فلسطین ، برما ، سوریه ، عراق ، پاکستان او نوره دنیا کې چې مسلمانان په شعوري ډول ځپل کیږي ؛ پرځای د دې چې دغه لیکوال یې ظلم وبولي ؛ بلکي برعکس د مسلمانانو ډلي د غلو او داړه مارو مستبدي غدۍ بولي . هو بهو هغه اصطلاحات چې امریکایان او نور متجاوز کفار یې د مسلمانانو پرضد کاروي ؛ زموږ دغه بي ضمیره لیکوالان یی ورسره زمزمه کوي .

دا یو لیکوال نه دی ، ډېر نور د ده په څیر شته چې باید سړی ورنه پوښتنه وکړي چې تاسو پخپل ګریوان کې وګورئ ، وجدان مو قاضي کړئ ، سیاسي نه ، بلکي ایماني قضاوت تري وغواړئ چې آیا په افغانستان کې اوسنی جهاد ناحقه دی ؟ ، کفارو د مسلمانانو پر حریم تیری نه دی کړی ؟ پر موږ مسلمانانو باندي د خپل دین او وطن دفاع فرض نه ده ؟ زموږ د نیکونو تاریخ له دا ډول دفاعي جهادي مبارزو څخه ډک نه دی ؟ زموږ الهي کتاب قرآن پر موږ جهاد فرض کړی نه دی ؟ د انګریزانو ، بیا د روسانو او اوس د امریکایانو د یرغل ترمنځ کوم توپیر شته ؟ راځئ د نوري دنیا په تاریخ کې هم سترګي وغړوو ، پر کوم هیواد چې یرغل وشي که څه هم کفري هیواد وي ، د هغه هیواد خلک د یرغلګرو مقابلي او دفاع ته را دانګي او که یې ملاتړ و استقبال ته ؟ او څوک چې یی مقابله وکړي دا به پر حقه وي او که هغه ، چې د متجاوزینو په ملاتړ کې ودریږي. ؟ دا اوس چې امریکایان دلته راغلي ، وایی موږ د خپلي خاوري خپل هیواد (امریکا) د حفاظت لپاره راغلي یو. یعنی هغوی زموږ پرهیواد تیری د خپل وطن د دفاع جنګ بولي. خو افسوس چې زموږ دا لار ورکي لیکوالان او د دوی په شان څو نورو کم ظرفه وطنوالو وګړو د خپل ضمیر او وجدان سودا په ډېر لږ څه کړي ، او په دې سره یې خپل ماضي او مستقبل دواړه داغداره کړي دي . پرځای د دې چې د خپل دین او وطن دفاع وکړي ؛ د یرغلګرو چوپړ ته یې ځان سپارلی . په ډېرو منحرفو توجیهاتو یې په مجاهدینو پسي د بی بنسټه تبلیغاتو لړۍ ژوندۍ ساتلي ده . د ملي او اسلامي خیانت له تور داغه یې د ځان ساتلو احساس بیخي له لاسه ورکړی دی .

والی الله المشتکی وبه المستعان

لیکوال :  موسی فرهاد

2014-08-17

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x