
مراقبت او څارنه؛ د چارو د سمون لپاره جدي اړتيا ده
عبیدالله دقيق -کابل
په هېواد د اسلامي امارت له حاکميت وروسته، که څه هم ځينې حکومتي چارې ټکنۍ شوې، خو په ځينو برخو کې بيا پرمختګ شوی دی، چې د هغې له جملې څخه يو يې هم د معتادينو د راټولولو، درمنلې او عادي ژوند ته د ګرځولو هڅه ده.
دا يو ښکاره حقيقت دی چې اسلامي امارت په دې برخه کې ډېر کار وکړ او ډېر په مړو حساب ځوانان يې بېرته د ټولنې د عادي انسانانو په توګه د ژوند جوګه کړل، مګر په پوره توګه لا هم د معتادينو ستونزه حل نه ده.
د تېرې يکشنبې په ورځ مازيګر مهال د ننګرهار ولايت د انګور او تالاشۍ څلور لارې سيمه کې مجاهدينو په معتادينو پسې راخيستې وه، ترڅو يې ونيسي او ټاکلي ځای ته يې يوسي، خو معتادينو ځان نه ورکاوه او په ښار کې يې منډې، بې نظمي او د منډو وهلو په جريان کې د ترافيکي حادثو انديښنه ممکنه وه.
که څه هم دغه ساحه څه موده وړاندې پاکه او زرغونه شوه، خو بيا هم معتادين په کې راټول دي.
په دغه ساحه کې دغه پاتې معتادين ټوله او هره ورځ ناست وي، مګر په ورځ کې يو ځل مجاهدينو او معتادينو ترمنځ دا اخ او ډب رامنځته کيږي، مجاهدين پرې چاپه وهي او نيسي يې مګر هغوی په تېښته بريالي کيږي او د موقت وخت لپاره يو ځای پټيږي او بېرته بيا راڅرګنديږي، خو دا د ستونزې د حل لاره نه ده.
د اسلامي امارت مسؤل کسان بايد په دې برخه کې خپل مسؤليت په سمه توګه اداء کړي او دا سيمې د خاصو کشفي او استخباراتي هڅو بررسي کړي، ترڅو معلوم کړي چې دې معتادينو ته نشه يي توکي څوک راوړي، څنګه يې راوړي او هغه اصلي سرچينه يې تعقيب او ددې شوم عمل په سزا ورسوي.
همدا راز کله چې دا معتادين ونيول شي، بايد د درملنې مرکزونو ته ولېږدول شي او هلته يې سم تعقيب، درملنه او نظارت وشي، ترڅو د ټولنې د نورو انسانانو په څېر عادي انسانان ترې جوړ شي.
نو له ټولو مسؤلينو مې هيله داده چې په دې برخه کې خپل مسؤليت په ښه توګه اداء کړي او هغه معتادين چې په دغه سيمه کې موجود دي، راټول او د درملنې لپاره خپل خوندي ځای ته وليږي، ترڅو په دغه سيمه کې د معتادينو د ټولېدو مخه ونيول شي.