
ای د ملالې او ناهيد وطنه!
لیکـــواله : حــنیـفه (زاهـــــد )
زلمي وطن ته دخپل تن نیمه هستي هبه کړه
څوارلس کلني ښایستي ورته ځواني هبه کړه
دزابل دسره غره پرکاڼو چي دشهاب او زهرا دمیني او قربانۍ داستان لیکلي
نو زموږ هر ځوان او پیغله ورڅخه داخلاص او قربانۍ الهام اخلي
څو ورځي مخته مي دخوښۍ یو خبر اوریدلی چي له اوریدلو ئې چاته دمیني خواخوږۍ او توکل احساس کیږي او یو خوشالوونکی او حیرانوونکي زیری ورسره دي ملا نقيب الله(عمر )چي په (صديق عمر)سره مشهور دي یو تکړه مجاهد ځوان چي له یوي دینداري او حق پروره کورنۍ څخه راټوکیدلی ددریو وروڼو دشهادت او زخمي کیدلو درد ئې لیدلی او په خپله ئې دلوي څښتن دورکړل شوي نعمت لويه هستي دواړي سترګي او لاسونه ددین او وطن ساتلو په لاره کي قربان کړي
دصدیقې په نوم یوې غیرتي نجلۍ دمیني او خواخوږۍ او غښتلي توکل داظهار په صورت کي له نوموړي ځوان سره دکوژدې کولو غوښتنه کړي دهيچا منفي مشوره ئې نه ده منلي او دغه کارئې په ډیره میړانه ترسره کړی.
صديقه دمدرسې فارغه هوښیاره او غیرتمنه نجلۍ ده زه پخپله دصدیقې جاني دکوژدې مبارکۍ ته ورغلم هغه په سِن کشره خو په پوهي ډيره مشره وه په روانه ژبه ئې ډیري زړه راکښونکي خبري کولي.
خپله دنامزادي کیسه ئې داسي راته کوله :
ماصدیق عمر لیدلي نه وو خو دده دژوند ارمانجني خبري مي اوریدلي او دهغه شعرونه به مي اوریدل ،
ماته په دي خبره ډیر پيغور دریدی
چي نوموړي خپله دتن نیمه هستي ددین دبریالیتوب او له دښمن څخه دمحمدي امت دخلاصون په لار کي قربان کړي نو بيا ولي په دغه امت کي دده دژوند دهوسایي ملګرې پیدا نه شي.
زه پردې ویرېدم که کومه ناراسته ښځه له ده سره واده وکړي هغه به ئې سم خدمت ونه کړي او دده دهوسا کولو او زړه رانيولو سمه طريقه به ورسره نه وي نو ما دنوموړي دښه ملګري توب دپاره خپل ځان انتخاب کړ او داغوښتنه مي له خپل مور او پلار سره شريکه کړه او دټولو په مشوره مو دغه کار ترسره کړ اوس هم ډیره خوشاله او مطمئنه یم چي داسي دخوښۍ شېبې مي په خپل ژوند کي نه دي لیدلې صديقه مي ډیره هوښیاره او دینداره ولیده کومه داجرا، ثواب او توکل خبره چي به زما په ذهن کي راګرځیده دې به ترما لومړی راته کوله پلار ئې حاجي جمعه دین آکا ډیر دينداره نیک اخلاقه سړی دشاجوي ولسوالي دجعفرو دکلي له یوه دینداره خاندان څخه دی مورئې هم نیکه او همتناکه ښځه ده وروڼه ئې په دیني تعلیم بوخت دي درانه او اخلاقي هلکان دي انا ئې پرهيزګاره او نارینه صفته ښځه ده کور دي له نیکمرغیو ډک وي په پاي کي صدیقي (جعفري) ته د نیکمرغه خوشاله او هوسا ژوند دعاء کوم زه او ټول ملت ئې منندوي یو!
غازي غازي شهید شهید وطنه
ای دملالۍ او ناهيد وطنه
دشازلمو له ګرمه برمه څخه
رب دي ودان کړه د (زاهــد )وطنه