نړۍ

«اسلامي دولت د بريتانيې لپاره ستر ګواښ دی»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۵مه، ۱۳۹۳ل:) د بريتانيې لومړي وزير ډيويډ کيمرون ويلي، چې د عراق او شام اسلامي دولت د بريتانيې لپاره ستر ګواښ دی او انديښنه ښيي،چې که پر وخت يې مخه ونه نيول شوه؛ نو لنډ وخت کې به د بريتانيې لارو کوڅو کې هم د دوی خلک په نښه کړي.

له لندنه خپرېدونکې «سنډې ټيليګراف» په خپله نننۍ ګڼه کې د بريتانيې د لومړي وزير ډيويډ کيمرون له قوله ليکلي، چې د اسلامي دولت د له منځه وړلو لپاره به عراق ته يو ځل بيا خپل عسکر وليږي او د سيمې د هېوادونو سره به په دې اړه يو ګډه کړنلاره وټاکي.

کيمرون زياتوي، چې د اسلامي دولت له امله زموږ راتلونکي نسلونه له سختو ګواښونو سره مخ دي او که پر وخت مو د نوموړي دولت واک او ځواک اوبه نکړ؛ نو لنډه موده کې به د اسلامي دولت ځواکونه ان د بريتانيې په لارو او کوڅو کې د دوی خلک وژني او هغه مهال به بیا دا چانس له لاسه وتلی وي.

سنډې ټيليګراف د ښاغلي کيمرون له قوله ليکلي، چې د اسلامي دولت مخنيوی دومره اسانه کار نه دی. دوی بايد په دې اړه د سيمې له هېوادونو، ترکې، قطر، امارات، سعودي عربستان او ايران سره په ګډه د اسلامي دولت پر ضد له پوځي او ديپلوماسي لارو کار واخلي او د دغه ګواښ تل پاتې مخنيوی وکړي.

ډيويډ کيمرون دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې دوه ورځې وړاندې د نوموړي وياند لندن کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د دوی حکومت د عراق شمال کې سياسي او پوځي حالات څاري او حکومت به يې دا پرېکړه ډېر ژر وکړي، چې د کردانو په غوښتنه عراق ته خپل پوځ وليږي او کنه؟

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x