نظــر

د اروپا پر سفر میینه ځوانه…!

خالق یار احمدزی

دا چې د جمهوریت له وروستیو بیا تر اوسه په سلګونو زره افغانانو د اروپا په تکل، د هیواد پريښوودو ته کار ویلی څوک یې په قاچاقي لارو تر خپلو موخو رسیدلي، څوک امریکایي اشغالګرو په خپلو الوتکو کې ورسره یووړل او څوک لا هم د خپل دغه بد بخته ستوري د راختلو خیال پلوونه د خپلو نا لیدلو خوبونو تعبیرونه بولي؛ غواړم نن په همدې تړاو یو څو ناویلې یا هم ځینې تکراري خبرې درته وکړم، هیله ده، قیمتي وخت دې د لیکنې تر پایه راسره صرف کړې.
ځوانه! لویدیځوال، داسې خوی نه لري، لکه زما او ستا کلیوال تربرونه، چې د سلګونو جریبه شته ځمکې سربیره بیا هم په یوه لویشت پوله، خپل د تره زوی وژني او د دغه غیرت له امله ټول جایداد هم قربانوي.؛ بلکې لویدیځوال برعکس، خپل ځان تنګوي، د خپل کور خونه کې ځای درکوي او هر راز تکلیف ته در سره اوږه ورکوي؛ خو چې ته یې عقیده، کلتور او وضعي قوانینو ته په نګه ژمنتیا ګونډه شې.

هغوی ته که دنیا جنت مثال دی، خو تر دې یې بیا،په خپل ککري کې د اسلام پر وړاندې دښمني ډیره عمیقه ریښه لري.

هغوی د خپل کلتوري مفاهیمو د ترویج او د عقیدوي اساساتو د تپلو په موخه، پر هیوادونو یرغلونه کوي، د هغوی نابغه کدرونو ته ځانګړې روزنه ورکوي او په فکري او فرهنګي برخه کې د ملتونو د تسخیر لپاره بلها مصارف کوي.

ځوانه..! ښایي دا زما خبرې تکراري افواه درته ښکاري،ځکه هغوی خپلو هیوادونو کې ظاهراً په اصطلاح مذهبي آزادۍ هم خلکو ته ور کړې او د هر دین پیروان په آساني سره خپلې چارې مخته وړلای شي او که یې په ژوره توګه وګورو، هغوی رښتیا هم د لمونځ، روژې او نورو ورځنیو عباداتو په برخه کې پر تا کوم محدودیت نه دی لګولی؛ خو بلخوا بیا د هغو قوانینو تر سیوري لاندې چې تا یې د کوربه کفري هیواد د حاکمیت په سیوري کې منلو ته غاړه ایښې، دا هرڅه یواځې خیالي انځور ګري ده.
ځوانه! تاته به معلومه وي چې اسلام یواځې عبارت له لمونځ، روژې، زکات، حج او کلمې څخه نه؛ بلکې د ولاء او براء ریښتینې عقیدې ته ژمنتیا، د احکامو پلې کول یې هم له مسؤلیتونو څخه دي، چې غرب کې ورته د سیاسي یا توند لاري اسلام نوم ورکوي. او د ترویج حق یې هیڅوک هم نه لري.

دا مهال په لویدیځه اروپا کې څه د پاسه ۱۶ میلیونه مسلمانان ژوند کوي چې ټول د ژوند له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د خپلو مشروعو غوښتنو له پاره هم نورو ته اړ دي.
هغوی مسلمانان د حلال رزق ګټلو ته څنګه چې لازمه ده نه پرېښودل کېږي،د شخصي قضایاوو لکه نکاح او طلاق دحل له پاره معلومه مرجع شتون نه لري او که يې لري هم،به بېلابېلو ډولونو ورته خنډونه را منځته کېږي،هغه مسلمانان چې په فابریکو او مؤسسو کې کار کوي، هغوی ته د لمانځه له پاره کومه رخصتي او آسانتیا نه شته،همدارنګه که مسلمانان په ښوونځیو کې په زده کړه بوخت وي هغوی ته هم د دیني فرایضو د ادا کولو فرصت په لاس  نه ورکول کېږي،د مسلمانانو ماشومان په هغه ډول چې لازمه ده، نه پرېښودل کېږي چې دینې زده کړې تر لاسه کړي،که یې تر لاسه کوي هم د اروپایانو د وضعي قوانینو په چوکاټ کې وي.

ګرانه! دوی ډیر اوږده امیدونه او ستر پلانونه لري، د بیلګې په توګه، کلونه وړاندې یوه عادي امریکایي وګړي د یوه افغاني الاصله امریکایي دا پوښتنه چې ګواکې افغانانو خو امریکا کې هیڅ هم له لاسه نه دي ورکړي او هرڅه آزادانه ترسره کوي؛ داسې ځواب کړه: «تاسو نه، ستاسو اولادونه مونږ ته مهم دي، هغوی زمونږ په فکري او مذهبي مکتب کې را پالل کیږي.
که تاسو هیڅ زمونږ لیدلوری خپل نه کړئ، سبا همدا ستاسو اولادونه زمونږ دي او د خپل ملت د تسخیر لپاره وړیا او یا هم د متاع قلیل په مټ زمونږ اجیرې کرایي ملیشې جوړیږي. »

نو تاته وایم چې تګ دې هم پر ستونزمنو لارو دی، بیا دې زندګي هم د نامعلوم برخلیک سره مخ ده، له محدودو دیني آزادیو ور آخوا د خپل اسلامي فکر حتا د ولاء او براء د واقعي داعیې مخته وړلو په مخ کې درته ستونزې پرتې دي.

له سیاسي اړخه:

اروپایانو او امریکا چې د ټولو مالي ننګونو سربیره بیا هم د افغان کډوالو منلو ته زړه ښه کړی او لا یې هم د غوښتنې او جذب زغم لري، یواځنۍ موخه یې هغه اوږدې هیلې دي،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx