
د قومیت په نوم کرکجنو ډنډورچیانو….!
خالق یار احمدزی
له نیکه مرغه چې افغانستان له څلویښت کلنې اوږدمهالې جګړې څخه راووت او دا مهال یې ولسونه او ټولې جګړه بوختې خواوې، د آرامۍ په ټغر ناست او د یوه پر ځان بسیا او مترقي افغانستان لپاره، خپلو لیدل شویو ریښتینو خوبونو ته د تعبیرونو په لټه دي.
خو له دې ټولو سره سره ځینې دښمنې کړۍ د خپلو بهرنیو تمویلګرو استخباراتي شبکو په مستقیم حمایت سره غواړي، دلته یو ځل بیا د قومي تعصب کرل شوي تخم ته اوبه ورکړي او خپلو پخوانیو شریرو موخو ته د رسیدو لپاره یوه بله لار و آزمایي.
دغه ډلې ټپلې چې ځینې یې ناخود آګاه پلوي کوي او څوک یې بیا د یوه مهم کار په توګه مخته وړي؛ د هغه شوم پلان برخه ده چې لسیزې وړاندې د هیواد بهرنیو دښمنانو د مختلفو یرغلونو په مټ تجربه وکړه، څو هیواد کې د تجزیې شعاریز آرمان تر لاسه او دلته د سیمې او نړۍ د رقیبانو آرمانونه پوره کړي.
اوس مهال پر دغه جغرافیه یواځنی مثالي اسلامي نظام واکمن دی او د سیمې او نړۍ په کچه لوی لوی دښمنان یې د ریښو لمنځه وړل غواړي؛ نو له همدې امله دلته اوس د نړیوالې مافیا ګټې له خطر سره مخ شوې او له هر په لاس ورغلي فرصت څخه ګټه اخلي، څو دلته یو تشنج رامنځته او یوځل بیا خپلې ګټې د سرو اورونو په ګرداب کې تضمین کړي.
دلته چې نن د شمال بیځایه شویو پښتنو ته خپل ملکیتونه ورکول کیږي، کوړنچ یې له اروپا میشتو غاصبو، تښتیدلو ټامي ملیشو خیږي؛ لامل یې همدا ده چې د دوی سیمه ییزې تمویلګرې استخباراتي کړۍ دا نه شي زغملی چې په ګاونډ کې یې د دوی د ګټو مخالف قومونه شتون ولري، نو یې د فشار د آلې په توګه دوی را وړاندې کړي دي.
امارت چې د مرکزي نظام داعیه لري، همدا موخه هم لري چې د هیواد ارزي ذخایر، یواځې د افغانانو ملکیت دی او نور به یې سیمه ییز زورواکان د بوسو په بیه نه پلوري.
راځئ یو فکر وکړو، که د سیمې په کچه یې ووایو، هند چې په خپله غیږ کې له سلګونو توکمنو جوړ ملیاردیز نفوس زغملی او سلګونه میلیونه یې یواځې مسلمانان تشکیلوي؛ ولې یې سیمه ییز او نړیوال رقیبان د انزوا هڅه نه کوي؟
دغه راز ګاونډی پاکستان چې له مختلفو صوبو تشکیل شوی او بیا ورته لسیزې وړاندې د یوه هیواد ارزښت ورکړل شو، ولې یې نړیوال نه سره ویشي؟ او آن د ډیورند د اغزن تار لګښت هم د کانګریس له بودیجې ورکول کیږي؟. موخه یوه ده، هلته ملتونو ځان متحد ساتلی، هلته که ستا هم ژبي منظوریان در وپوښتې هم؛ ستا پر وړاندې د پنجابي ریاست او آیین ننګه کوي، دغه راز هند او د سیمې نور هیوادونه….
زمونږ میله دلته خرابه ده چې حکومت مو سم جوړ شي، خو دښمنې کړۍ مو په ملت کې ژر درزونه کوي؛ مونږ ولیدل چې تیرو لسیزو کې مو هوښیارې ککرې د خپلې خاورې، ارزښتونو او حتا عقایدو پر وړاندې وپلورل شول؛ هغوی د افغانستان ساتنې لپاره، د نورو په اشاره، په میلیونونو افغانان د اور کباب کړل، خو خپله یې هم د یوه ریښتیني ژمن افغان په توګه د خاورې حق پر ځلی نه کړ.
مونږ ارزښتونه لرو، خو تر هرڅه مهم ارزښت باید زمونږ عقیده او مذهب وي؛ ځکه له دې ارزښت څخه تیریدنه د ټولو مصیبتونو جرړه ده.
که اوس د قوم په نوم افغانان پاشل کیږي، یا سبا د سمت او ژبې په نوم ویشل کیږي، لامل به یې زمونږ نیمګړتیا او یا هم د ویښتابه نه شتون وي، چې په دې برخه کې مو له عفلت کار اخیستی دی.
دلته لا هم پردیو ته ژمنې کړۍ د افغانیت او اسلامیت په لباس ملبوسې ګرځي او موقع ته په کتو سره د هر ناوړه او مخرب کار تمه ترې کیدای شي؛ نو باید هر څه ته خورا ځیر و اوسو او د مخالفینو هر اقدام جدي وبولو.
حکومت ته لازمه ده چې اوس مهال د دیپلوماتیکو ګامونو وخت دی، د جهادي قرباني په نوم د دولتي پوسټونو په امتیاز کې ورکولو پر ځای باید د لویې قرباني هڅه وشي او د هیواد د لویو قومونو هغه نخبه مشران او د خبرې او فکر، اهل کار، نفوذي خلک د قدرت ګدۍ ته راولي، چې هم د تیرې ادارې بړیڅي نه وي پاتې شوي او هم پرې خپل تیت پرک خلک راټولیدای شي.
مونږ کولای شو د ځینو تشریفاتي غیر اجرایوي پوسټونو په ایجاد سره هم د داسې نفوذي څیرو زړونه لاسته راوړو او هم خپل د جهادي قربانۍ والا نازولې کورنۍ پرې خوښ وساتو.
ددې ترڅنګ مونږ باید د هیواد لپاره یو نافذه اساسي قانون ولرو، چې له مخې یې باید مجرم، مجرم تشخیص شي او وړ قانوني سزاوې په کې نغښتې وي.
ما مخکې هم ویلي چې د امارت لپاره د قوم او ژبې پالنه نه پخوا مد نظر وه او نه هم باید اوس هیڅ امارتي چارواکي ته یې د پالنې اجازه ورکړل شي؛ تیر شل کلن انقلاب کې څومره چې پښتانه مجاهدین وه، همدومره د اشغال تر سیوري لاندې ټامي ملیشې هم په چندونو وې چې د امارت پر وړاندې یې د سر لارو مخالفینو په توګه د امریکایانو ننګه وکړه.
مونږ مسؤلیت لرو، چې د ټولنې ټولو اقوامو ته په یوه نظر وګورو او هر هغه شریره غده، چې د سمت، قبیلې، قوم او ژبې په نوم پټ او ښکاره تحریک مخته وړي، په وخت سره اصلاح او د شومو ګامونو مخه یې ونیسو.