شعـــــرونه

نهه ویشتمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه; محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه۴/ذي الحجة/۱۴۴۴

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت !
رنـګ او ښـایست نه دي تـړلي سره
اوبړۍ هم شنې دي خو ښکلا نلري
استاد م صدیق پسرلی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د لېوني غوندې په ځان کې ورک وي
غم د دنیا او مافیها نه لري
محمود ایاز

منم چې ډکې خزانې به لري
مفلس یې وبوله موسکا نه لري
پیر محمد کاروان

د ځان د عیب داغ، داغ به څۀ وویني
د ضمیر سترګې چې بینا نۀ لري
نسیم ایثار

بس بې ثمره غوندي ونه ښکاري
څوک چې دنیا لري سخا نه لري
امان الله مستغفر

سکون یو داسې ارزښتناک دولت دی
هغوی سره وي چې دنیا نه لري.
علامه محمدي

ډک به له ګلو له رنګونو نه شي
هغه لاسونه چې دعا نه لري
ګل رحمن رحماني

په مقدس میدان کې مستې ډمې
په شور او شر ناڅي حیا نه لري.
نورګل اندړوال

لاس کې لکړه دې امسا نه ګڼي
چې د موسى يد بيضا نه لري
نور الحبیب نثار

په مخ یې هم اثر د حسد ښکاري
د زړه هنداره چې صفا نه لري
مهاجر زاهد ساپی

هوکې پۀ ډېرو څېرو مۀ تېر وزئ
هیئت یې ښکلی وي وفا نه لري
منصور درمان

دفقر لومه کې دې نه لوېږي څوک
داسې بلا ده چې بلا نه لري
عبدالمجید پل

څوک چې مورکۍ لري جهان هم لري
د چا چې مور نه وي دنیا نه لري.
عبدالغني وفا

چې د رڼو اوښکو ځلا نه لري
نه ځي وزرې یې دعا نه لري
پیرمحمد کاروان

د ناهیلۍ په کاڼو سر مه وهه!
څوک چې نن نه لري سبا نه لري
اجل احمدزی

ولې په داسې دنیا زړه وتړو
چې ابدي نه وي بقا نه لري?
اسرار عواد

مينه، مسکا، او حوصله په کار ده
هغه انسان نه دى چې دا نه لري
نبيل شباب

په بر کنډو کې له سپوږمۍ سره ناست
د تښتېدلي خوب دوا نه لري
پیر محمد کاروان

زۀ يې بې ننګو در ته راوستلم
وخت کومه بله ناروا نۀ لري؟
طاهر اترنګ

ځینې زخمونه شي ناسور پۀ زړۀ کې
ځینې زخمونه هېڅ دوا، نۀ لري
عمرحماس

زره مي په هرڅه راضي کړی دی خو
په دې ناراضه دی چې تا نه لري
انس ريحان

اې د ښایست له رڼاګانو جوړې
سپوږمۍ هم ستا غوندې ځلا نه لري
صبغت الله مدبر

راشه ودان يې کړه د ژوند په اذان
زما د زړه جومات ملا نه لري
ګل رحمن رحماني

له تانه وروسته مې زاړه زخمونه
لکه چې مړ يمه ، تړکا نه لري؟
وارث انځور

ساقي پر تږي زړه مې ورحمېږه
بې له پیالې بله دوا نه لري
هاشم ذاکر مهاجر

زه تری خوا بدی يم بيخي خفه يم
زه يي لرم خو ژوندون ما نه لري
قاري امين امين

بې تا به هم ممکن ژوندی پاتې سم
هغه هم نه مري څوک چې تا نه لري
عزیزالرحمن ایاس

چې څوک اخلاص، وفا، الفت نه لري
هغوی ارزښت د ملګرتیا نه لري
حافظ سجاد

د مقدسې مینې سخته رنځه!
پـر تـا اثـر ولـې دوا نـه لري؟
طالب عباس

هغه ګناه چې کفاره یې نشته
عشق هغه لمونځ دی چې قضا نه لري
عبدالمجید پل

هغوی د ژوند له خونده خوند وانخیست
زړه کې چې څوک د عشق بلا نه لري
ریحان اخندزاده

مونږه د خدای خدایی پرې ښه پېژنو
د ښکلا لېد خو څه ګنا نه لري
انعام نعیمي

چې ستا د وصل باران نه وي کله
غوټۍ د هیلو بیا بقا نه لري
سید محمد صدیق

سره جاریږو به په هره ګړۍ
زمـوږ رواج شبِ یلدا نه لري
طالب کریمي

ګلپوش موټر باندې یې سترګې برېښي
چې ګلمکۍ او کرولا نه لري
نصرت طالب

ښکلیه ته وخانده چې څه پېښږي!
د ثواب کار دی هیڅ پروا نه لري
منصور طالب

چې تۀ مې وليدې لۀ هغې ورځې
زړۀ مطمئن دی اوس درزا نۀ لري
وصاف

ســــتا پر نازونو اداګـــانو مــــین.
زړه به لري خو مـــګر ساه نه لري
حفیظ الله هاتف

دلته خزان دومره مغروره ګرزي
مړې د بهار هیلې دي تا نه لري!
جهادي عمري

اذان د میـنـې ورتـه وغـږوئ
که چیرته کوم کلی سبا نه لري
مستغفر ګربز

زموږ د زړه زخمونه چا وکتل؟
داسې درد نه وي چې دوا نه لري
ضیاء ضمیر

شوم په عطرونو او ګلونو کې لوی
خو والله بوی د مصطفٰی نۀ لري
نسیم ایثار

زما محبوب د پرښتې له ذاته
هېڅ سهوه کیږي نه، خطا نه لري
نور الحبیب نثار

څوک چې دېتا غوندې دوا نه لري
داسې ناروغ دی چې شفا نه لري
خالد احسان

په تا تمام رنګ او ښایست د نړۍ
د آسمان ستوري ستا ښکلا نه لري!
جهادي عمري

تا زه لرمه چې ډاډه یم قربان
هغه وېرېږي څوک چې تا نه لري
حامد ملنګ

حاجي! نفلي حجونه څه له کوې؟
دلته ډېر خلګ سر پنا نه لري
نبيل شباب

خالقه تاته یي پنا راوړې
دا ګنهګار بله درګا نه لري
یعقوب شجاع

د مجازي دنیا د مینې کیسې
خوند به لري، مګر بقا نه لري.
وکیل احمد متوکل

د زړه کشتۍ به یې ګناوي لوټ کړي
چې پکې خِضَر د تقوا نه لري
رحمت الله ګرم

هغه بچی به ښه ورځ وه نۀ ویني
کوم چې ترشاه دمور دوعا نۀ لري
احمد غازي

څوک چې ضمیر کښې اینه نهٔ لري
هغـــه به ژوند کښې ارتقا نهٔ لري
فګار شینوارى

منګولې خښې کړئ د دین په رسۍ
دا پاکه مینه انتها نه لري
دانش ملنګ

ماته قرار داستا څلور حرف نوم
هغوی بد بخته دي چې تا نه لري
سیف صدیق

یو ځل دې کاشکې تر دیدنه درشم
زړګی مې بله تمنا نه لري
ګمدل

موږ پر قومونو، پر سمتونو وېشل
ناکامه هڅې دي بریا نه لري
راشد مشفق

ملت يې مه بولئ، کالبوت يې ګڼئ
په خپل تاريخ کې چې غزا نه لري.
نور الحبیب نثار

ساتي خړوبې د ایثار جزیرې
وېره له مرګه مې اشنا نه لري
منتظر نجرابی

مونږ له مودو يو غمځپلي خلک
دا تراړې شونډې مو مسکا نه لري
تراب شينواری

په اسلامې زیور سینګار شو هیواد
دلته یو بام اوس دوه هوا نه لري
شېرزاد

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx