ادبي لیکني

د دولت لواڼي په څو بيتونو کې د څلورو عنصرونو څېړنه

دوکتور سيد اصغر هاشمي

تن و ځمکې ته ځان وکا این ارواح قصد که و اسمان ته
صورت روغ دی له څلورو له خاک، اب، له باد له اوره

دا څلور واړه ضدان دي خدای عاجز کړل فرمان ته
چار عنصر هر ګور سر کش دي په ورانۍ د بدن خوش دي

دا څلور و بله دښنه دي د څښتن په حکم مله دي
که څښتن ځنې پند واخلي تار په تار ځي ځان ځان ته (لواڼی، ۲۳۸ مخ)

د روښان د نورو لارویانو په ډول د دولت لواڼي په شعرونو کې د څلورو عنصـرونو یادونه شته. په فلسفې، تصوف او عرفان کې د څلورو عنصـرونو په اړه نظرونه ورکړل شوي دي. د ختیځ په ادبیاتو کې په دې اړه ډېرې خبرې شته، چې ښې بېلګې یې د پښتو ژبې د تصوفي شاعرانو په شعرونو کې دغه برخه ده.

د عنصر په اړه راغلي دي:
(د عنصر جمع عناصر دی، په لغت کې آر، اصل او مادې ته وايې. هغه جسم ته ویل کېږي چې په هېڅ ډول په نورو عناصرو د تجزیې وړ نه وي او په عادي ډول په بل عنصـر بدل نشـي. څلور عنصـرونه «خاوره، اوبه، هوا او اور» دي. دغه عنصرونه د څلور ګونو میندو په نوم هم یاد شوي دي چې د دوی له واده څخه اوه پلرونه (اووه ګوني پلرونه او اووه ستوري) او درې ګوني ورونه (نباتات، جمادات او څاروي) ترې لاسته راغلي دي. له درندو عنصرونو څخه موخه دوه عنصـرونه (خاوره او اوبه) دي او له سپکو عنصرونو څخه موخه (هوا او اور) دي. په کلاسیکو او زړو باورونو کې نړۍ او عالم د دغو عناصرو په وسیله جوړ شوي دي. ټول موجودات، ژوندي شیان، جمادات او څاروي له دغو څلورو عنصـرونو څخه ترکیب شوي او منځته راغلي دي. د هندوانو په سپېڅلي دین کې له زېږدي څخه (۲۰۰۰) کاله مخکې په دې اړه نظرونه وو؛ په دې مانا چې په نړۍ کې هر شی له دغو څلورو عناصرو څخه جوړ شوي دي. ارسطو او ډېر نور پوهان له ځمکې «خاورې»، هوا «باد»، اوبه او اور په اړه خبرې کړي دي. په فلسفي نظریو کې یو نظر دا دی چې طبیعت او نړۍ له درېیو توکو (ځمکه «خاوره»، هوا «باد» او اوبو) څخه جوړه شوې ده. د میلان د خلکو عقیده وه چې اور اصل عنصـر نه دی، بلکې د نورو درېیو عنصـرونو پورې اړه لري او له اسمان څخه راغلی دی. ابن سینا په دې باور دی چې د انسان بدن له دغو څلورو عنصرونو (اوبه، باد، خاوره او اور) څخه جوړ شوی دی.)

۱ . اصل، محمد حسن نیکدار. (۱۳۹۵ل). کاکردهای هنری چهارګانه در قضاید خاقانی. سال هفدهم. شماره ۳۲. ایران: فصلنامه علمي پژوهشي، ص ۱۰۶.
په پارسي ـ دري ادبیاتو کې مرصاد العباد، د مولانا مثنوي معنوي او غزلیات، منطق الطیر او داسې نور آثار د څلورو عنصرونو په اړه خبرې لري او په پښتو ژبه او ادب کې د روښانیان، اخوند درویزه ګانو او د ځینو نورو شاعرانو په شعرونو کې د څلورو عنصـرونو یادونه شته.

د موضوع د روښانتیا لپاره له یوې اخیستنې (اقتباسه) څخه ګټه اخلو وايي: (پوه شه چې الله تعالی هغه وخت چې ويې غوښتل عالم یې پیدا کړ، لومړنى شی چې يې پیدا کړ، جوهر و او هغه ته لومړنی جوهر وویل. لومړني جوهر ته يې وکتل، هغه يې ويلي ـ ذوب کړ، په جوش راغى، د لومړي جوهر شيره وخوټيده او سر ته راغى او د جوهر اصل (کدورت) يې په بېخ کې کښيناست. له بهر شوي نُوراني جوهر څخه د ارواوو د عالم مراتب وزېږېدل او له هغې (تورې شېرې يا مادې) څخه جسمونه را وزېږېدل. خداى تعالی وغوښتل چې جسمونه پیدا کړي، نو هغه تورې مادې ته يې وکتل؛ هغه يې ويلي کړل، په جوش راغله او له هغه څخه يې عرش جوړ کړ، له غوره مادې څخه يې کرسي جوړه کړه او له پاتې څخه يې د اور عنصـر جوړ کړ، له نورو پاتې عنصـرونو څخه يې هوا، اوبه او خاوره جوړه کړه او په دى ډول يې د عالم مفردات پاى ته ورسول.)

۲. کرګر، محمد اکبر. (۱۳۹۸ل). د میرزا خان انصاري عرفاني او فلسفي نړۍ لید. جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه، مخ ۱۳۶.
له پورته بحث څخه څرګندېږي چې د نړۍ د کایناتو هر شی خپل جوهر لري او دغه جوهر په سیده او ناسیده ډول له څلورو عنصـرونو سره تړاو لري؛ یعنې که دغه څلور عنصرونه په یو موجود کې وي او یا یو عنصر په یو موجود کې وي، هر موجود یو جوهر او ماهیت لري چې د الله تعالی لخوا پيدا شوي دي.

په دې اړه یو بل نظر داسې دی:
(د ابو المعاني عبدالقادر بيدل «چار عنصـر» اثر په څلورو فصلونو ويشل شوى دى او هر فصل یې په يو عنصـر چې نړۍ بشپړوي لکه: (اور، باد، اوبه او خاوره) ته نسبت ورکول کېږي. په دې نسبت په هغه عباراتو کې چې د موضوع د لنډ بيان لپاره هر څپرکی د سرلیک په ځاى کې راغلى دی. وايي:

عنصر اول: اشتغال شعله مقال و گرمی هاى صحبت ارباب فضل و کمال،
عنصر دوم: روايح شگفتى بهار عالم منظوم ونسايم فيض غنايم فوايد معلوم،
عنصر سوم: طراوت سبنمستان مراتب منثور و ابيار نخلستان کيفيات شعور،
عنصر چهارم: غبار نشانى بساط صور عجايب وزنگ زدايي نقوش غرايب.
څلور حسونه: اورېدل، لېدل، بويول او حس کول د فکر او اروا بنسټ ـ اصل دى.
۳. کرګر، محمد اکبر. (۱۳۹۸ل). د میرزا خان انصاري عرفاني او فلسفي نړۍ لید. جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه، مخ ۳۸.

د کلاسیکې (زړې ) دورې یونانیان نړۍ له څلورو عنصـرونو (اوبه، هوا، خاوره او اور) څخه ګڼي. د انسان جوړښت له یو څاڅکي اوبو څخه دی، دا اوبه له خاورو څخه جوړېږي. لومړنی انسان (بابا ادم) له خاورې جوړ دی او د اوسنیو انسانانو جوړښت هم په سیده او ناسیده ډول له خاورو څخه دی. له کومو خاورو چې غله، دانه، میوه او نور خوراکي شیان لاسته راځي، په خاورو کې لويېږي، په خاورو کې خوړو ته اوبه رسېږي او د اوبو په وسیله ژوندي وي، هوا، اکسیجن او نور یې د هوا استازیتوب کوي، نو ځکه صوفیان او عارفان د انسان پالنې په اړه خبرو کې د څلورو عنصرونو یادونه کوي.

د څلورو عنصرونو په اړه چې کومې څرګندونې وشوې، په دې دلالت کوي چې د انسان په بدن کې دا څلور برخې شته، نړۍ هم له دې څلورو توکو جوړه ده. دولت لواڼی وايي:
تن و ځمکې ته ځان وکا این ارواح قصد که و اسمان ته
صورت روغ دی له څلورو له خاک، اب، له باد له اوره

۴. لواڼی، دولت. (۱۳۹۱ل). د دولت لواڼي دېوان. سریزه عبدالشکور رشاد. (دویم چاپ). پېښور. دانش خپرندویه ټولنه، ص ۲۳۸.
شاعر په دې اند دی چې صورت له خاورې، اوبو، باد او اور څخه جوړ شوی دی، که له صورت څخه یې موخه د انسان بهرنی جوړښت وي، نو د شاعر لید د فکر وړ دی، ځکه چې انسان له صورت څخه پرته باطني جوړښت هم لري؛ یعنې د انسان د دوه ګونو جوړښتونو په برخه کې له بهرني جوړښت پرته داخلي جوړښت د یادونې وړ دی. که د شاعر له صورت څخه موخه دوه ګوني رغښتونه وي، ستونزه نشته.

(ابن سینا د قانون په کتاب کې دوه عنصـرونه (خاوره او اوبه) اړین ګڼي او د بدن د غړو جوړونکی یې ښيي. دا عنصـرونه درانده دي. دوه نور عنصـرونه (اور او هوا) سپک عنصـرونه دي او اروا ترې جوړه شوې ده. له ابن سینا پرته جالینوس په دې باور دی چې نړۍ له څلورو عنصـرونو جوړه ده، دا عنصـرونه نه تجزیه کېدونکي دي. د نړۍ او انسان په جوړولو کې دا څلور توکي اړین دي. بېلا بېل دینونه د انسان د بدن جوړښت له دې څلورو توکو څخه ښيي، د چا په رغښتیز جوړښت کې یو توکی ډېر وي او د بل په جوړښت کې بل توکی، نو ځکه د انسانانو ځانګړنې سره توپير لري. د هر شخص څلور توکیز عناصر له بل شخص سره یو شان نه دي. که یو انسان د خاورې ماده ډېره ولري، نو بل انسان به د اور برخه ډېره لري او په همدې ډول دغه څلور توکي په ټولو انسانانو کې په یو شان برابر نشته، بلکې یو له بل سره توپیر لري.

د اور په اړه ویل کېږي چې د نړۍ په جوړښت کې لومړنۍ ماده ده. اور د پاکولو ـ سپېڅلتیا توان لري. د انسانانو بدن دا برخه لري او د دې عنصـر درلودنکي انسانانو ځواکمنې ځانګړنې (ډېره انرژي درلودل، ښه فعالیت، نوښت، ذکاوت، غوښتونکی، ازاد، پیاوړی، مینه کوونکی، پوه، زړور او ډېر کاره) وي. هغه خلک چې دا ماده پکې ډېره وي، کمزورې ټکي هم لري، لکه: (غوصه ناک، کینه ګر، ژر خپه کېدونکی او د فکري وسوسې درلودونکی) وي. هغه انسان چې د اوبو ماده یې په رغښت کې ډېره وي، د پیاوړتیا ټکي یې: (ایثار، د پوهې ځواک، باور کوونکی، خیالي ځواک درلودل، بخښوونکی او مینه کوونکی) وي او کمزوري ټکي یې: (خپه، بې منطقه، ژر باور کوونکی او خپل ځان ته نه پاملرنه کوونکی) وي. هغه کسان چې د خاورې عنصـر یې په رغښت کې پیاوړی وي، د لاندې ځانګړنو درلودونکی وي: (وفادار، منطقي، خواخوږی او د ښې انرژي درلودونکی) وي او کمزورې برخه یې: (تنبل، محافظه کار او تحقیر کوونکی) وي. هغه خلک چې د هوا ماده یې پیاوړې وي، دا ځانګړنې یې ځواکمنې وي: (فکر، شوخ، زړه راښکوونکی او خپلواک) وي او کمزورې برخې یې: (سازش نه کول، ځان غوښتونکی او دوه مخی) وي. د ډېرو عارفانو په انسان پوهنه کې د انسان ستاینه شوې ده او د ټولو بدیو، ښیګڼو او نورو اضدادو مجموعه ده. د انسان جسم له خاورې، اوبو او خټې جوړ دی او د بدن دویمه برخه یې اروا ده.)

۵. پژوهنده، لیلا. (۱۳۹۱ل). رابطه خدا و انسان در ادبیات خداشناسی و عرفانی با تاکید بر آثار مولوی. شماره ۲۲، ص ۹۸.
شاعر په دوو نورو بیتونو کې وايي:
دا څلور واړه ضدان دي الله عاجز کړل فرمان ته
چار عنصر هر ګور سر کش دي په وراني د بدن خوش دي

۶. لواڼی، دولت. (۱۳۹۱ل). د دولت لواڼي دېوان. سریزه عبدالشکور رشاد. (دویم چاپ). پېښور. دانش خپرندویه ټولنه، ص ۲۳۸.
شاعر څلور واړه عنصرونه یو د بل ضد ګڼي. انسان هم د ضدینو ټولګه ده. د انسان بدن له همدغو توکو څخه جوړ دی او د نړۍ متقابل شیان یې په ګټه دي. هره متضاده پېښه په څرګند ـ عیني ډول یو شان تحلیلولی شو، خو په ایډیالیستي ډول د ژوند سره تړاو لري او ژوند پرې پايښت (دوام) کوي. دا څلور عنصرونه د خدای په امر کار کوي او د یو ځانګړي امر لاندې دي. که انسان له دې توکو جوړ شوی دی، دا هم د الله په امر دی او که نړۍ ور څخه جوړه شوې ده، دا هم د خالق امر دی. د عنصـرونو دغه پېښې د انسان په ګټې او تاوان کړنې سر ته رسوي. که انسان ښه کړنې سر ته رسوي، د دې څلورو برخه پکې ده او که ستونزې جوړوي، هم د دغو توکو ګرمتیا پکې شته.

د انسان جوړښت له څلورو عنصـرونو جوړ شوی دی. د څلورو عنصـرونو یادونه د (چار عنصـر) په نوم په تصوفي او عرفاني انساني څېړنو کې زښت ډېر د یادونې وړ موضوع ده چې په تېرو بحثونو کې پرې ډېرې خبرې شوي دي. انسان ته یې اروا ورکول او د اروا کمال، جمال، جلال، امتیاز او صلاحیت د نړۍ هېڅ یو موجود ته په دې څرنګوالي او څنګه والي ورکړل شوی نه دی.
د مور په رحم کې انسان له یو څاڅکي اوبو څخه جوړېږي چې سرچینه یې له څلورو عنصـرونو څخه ده. د نطفې ټاکل، هډوکي جوړيدل، غوښه کېدل، غړي جوړیدل، هر غړی په خپل ځای او په خپل شمېر، په ټاکلي کچه پیدا کېدل، سترګې، غوږونه او داسې نور غړي د الله پاک په کارخانه کې داسې جوړېږي او پیدا کېږي چې نړۍ ورته ګوته په غاښ او د انسان پیدايښت ته معجزه او یو خارق العاده کړنه ویلی شو. نړۍ د انسان لپاره پیدا شوې ده. د نظام اصلي جوړښت له څلورو توکو دی، انسان هم له همدې څلورو شیانو پیدا دی. که چېرې انسان په خپل ځان کې فکر وکړي، د کایناتو له خالق سره اشنا کېدلی شي او ډېر تیاره خواوې ورته روښانه کېږي. دولت په وروستي بیت کې وايي:
دا څلور و بله دښنه دي د څښتن په حکم مله دي
که څښتن ځنې پند واخلي تار په تار ځي ځان ځان ته

۷. لواڼی، دولت. (۱۳۹۱ل). د دولت لواڼي دېوان. سریزه عبدالشکور رشاد. (دویم چاپ). پېښور. دانش خپرندویه ټولنه، ص ۲۳۸.
په لومړیو بیتونو کې د څلورو عنصـرونو یادونه شوې وه او شاعر په دې اند دی چې انسان له همدغو برخو جوړ دی. همدارنګه دا څلور توکي یو د بل ضد ګڼي او یو د بل دښمن دي. رېښتیا خبره دا ده چې انسان د څلورو عنصـرونو له مخې د الله په امر جوړ شوی دی. د انسان په دننني او بهرني جوړښت کې دا څلور توکي خپل ارزښت لري. هره کړنه انسان د خپل واک له مخې تر سره کوي، خو د انسان په واک کې د الله تعالی لاس دی او د انسان واک د خالق په واک پورې اړه لري. انسان د یو ځانګړي حکم له مخې کړنې تر سره کوي او دا چې د انسان او څلورو عنصرونو تر منځ نه شلیدونکي اړیکې دي، نو له همدې امله ویلی شو چې څلور عنصـرونه د الله پاک په امر د انسان په جوړښت کې ځای لري او د الله تعالی په امر کړنې تر سره کوي.

د څلورو عنصرونو په اړه په (انساني انا) اثر کې راغلي دي:
(انسان د کایناتو له هر موجود څخه ښکلی دی. قران کریم دې ته اشاره کوي. د ژباړې مفهوم دی: (ما ستاسو صورتونه جوړ کړي دي او ډېر ښکلي مې جوړ کړي دي.) ولې؟ ځکه چې انسان د مطلق ژوند او مطلق ښکلا یو داسې روښنايي ده چې ساینس پوهان وايي: کاینات چې له کومو عناصرو څخه جوړ شوي دي، هغه ټول په یوې ځانګړنې کچه د انسان په وجود کې شته او بل هېڅ داسې څیز نشته چې دا ټول په کې وي، ځکه خو انسان د نړۍ د هر شي پوهه لري.)

۸. شینواری،حمزه. (۲۰۰۴ز). انساني انا او پوهه. (دویم چاپ). پېښور: یونیورسټي بک ایجنسي، مخ ۶۰.
انسان له خاورې سره اړیکه لري، انسان د خاورې پیدا دی او بیرته به خاورې ته ځي. خاوره له څلورو عنصـرونو څخه ده. نړۍ له همدغو څلورو عنصـرونو څخه جوړه شوې ده. د اوبو په اړه پخواني نظریات د تالس دي. اوبه زړ بېلګه (ارکي ټایپ) دی. د ډېرو شیانو پیل له اوبو څخه دی او په ځانګړي ډول د انسان پیدايښت ور سره تړاو لري.

د ژوند پیل له اوبو څخه منځته راغلی دی، انسان له اوبو جوړېږي، د ژوند لومړنی ځای په اوبو کې دی او کله چې انسان له منځه ولاړ شي، په اوبو بدلېږي. خاوره د هر څېز د را منځته کېدو سرچینه ده، له ګل او دانې نیولی تر چینجي او حشـرې پورې په خاورې کې لویېږي او په خاورو کې یې کور وي.

د انسان بدن د خاروې برخه لري، مادي خوا یې له خاورو جوړه ده، د معنوي او مادي خوا تر منځ یې اړیکه شته. که په معنوي ډول لوړو پوړیو ته رسېږي، مادي شتون ورسره مرسته کوي. که انساني غړي نه وي، نو څنګه کېدلی شي چې یو انسان دې حقیقت او واقعیت تر لاسه کړي. د انسان لومړنی ژوند له خاورې دی او وروستی ژوند یې هم په خاورو کې دی.

ارسطو د شیانو په پېژندنه کې په صورت او جوهر خبرې کوي. اس وینو، ورپسې بل اس او درېیم اس وینو، ټول اسونه یو ډول نه دي؛ يعنې انساني توپيرونه په انسان کې شته، په حیوان کې هم دا دوه ګوني توپيرونه لیدل کېږي، خو یو څه شته چې ټول یې لري، دا ګډ څیز د اس صورت دی او هغه څه چې ځانګړی او سره توپیر لري، د اس په جوهر پورې اړه لري. په انسانانو کې انساني توپيرونه اړین دي، خو بیا هم د نړۍ انسانان سترګې او غوږونه لري چې دا یې صورت دی. د انسان هغه دنننۍ ځانګړنې چې سره یو شان نه دي، د جوهر په نوم یادېږي.

د ځینو پوهانو په اند د ټولو څیزونو سرچینه هوا او بخار دی. دوی په دې فکر دي چې اوبه له کومه راځي؟ د دوی په اند اوبه متراکمه هوا ده، کله چې باران ووري، نو اوبه له هوا څخه راځي او ګومان یې وکړ، که اوبو ته ډېر زور ورکړل شي، خاوره ترې جوړېږي. دوی اور ته رقیقه هوا ویله، هوا د اوبو، خاورې او اور سرچینه ده، د باران له لارې د ځمکې حاصلات پیدا کېږي، ژوند له ځمکې، هوا او اور څخه منځته راغلی دی، خو د ټولو څېزونو سرچینه هوا یا بخار دی.

امپدوکلس د لرګیو سوزیدلو ته متوجې شو، د لرګیو د سوزیدلو اوازونه یې واورېدل، د سپرغیو الوتل یې ولیدل چې دې ته یې اوبه وویل، لوګي یې هوا ته ختل او دې ته یې هوا وویله، اور خو ویني چې لمبې کوي او کله چې اور مړ شي، هر څه پر ځای پاتې کېږي، دا هماغه خاوره ده.

د پښتو ژبې د ډېرو شاعرانو په شعرونو کې او په ځانګړي ډول په تصوفي او عرفاني شاعرۍ کې ډېر داسې علمي او فلسفي اصطلاحات شته چې څېړنو او پلټنو ته اړتیا لري چې د بېلګې په ډول د دولت لواڼي په څو بیتونو کې د څلورو عنصرونو څېړنه په لنډ ډول وړاندې شوه.

ماخذونه:
۱. اصل، محمد حسن نیکدار. (۱۳۹۵ل). کاکردهای هنری چهارګانه در قضاید خاقانی. سال هفدهم. شماره ۳۲. ایران: فصلنامه علمي پژوهشي، ص ۱۰۶.
۲. کرګر، محمد اکبر. (۱۳۹۸ل). د میرزا خان انصاري عرفاني او فلسفي نړۍ لید. جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه، مخ ۱۳۶.
۳. کرګر، محمد اکبر. (۱۳۹۸ل). د میرزا خان انصاري عرفاني او فلسفي نړۍ لید. جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه، مخ ۳۸.
۴. لواڼی، دولت. (۱۳۹۱ل). د دولت لواڼي دېوان. سریزه عبدالشکور رشاد. (دویم چاپ). پېښور. دانش خپرندویه ټولنه، ص ۲۳۸.
۵. پژوهنده، لیلا. (۱۳۹۱ل). رابطه خدا و انسان در ادبیات خداشناسی و عرفانی با تاکید بر آثار مولوی. شماره ۲۲، ص ۹۸.
۶. لواڼی، دولت. (۱۳۹۱ل). د دولت لواڼي دېوان. سریزه عبدالشکور رشاد. (دویم چاپ). پېښور. دانش خپرندویه ټولنه، ص ۲۳۸.
۷. لواڼی، دولت. (۱۳۹۱ل). د دولت لواڼي دېوان. سریزه عبدالشکور رشاد. (دویم چاپ). پېښور. دانش خپرندویه ټولنه، ص ۲۳۸.
۸. شینواری،حمزه. (۲۰۰۴ز). انساني انا او پوهه. (دویم چاپ). پېښور: یونیورسټي بک ایجنسي، مخ ۶۰.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx