نظــر

د اسلامي امارت اعجاز امېزه شهکارونه

د،ب،هيښ

په ۲۰۲۱ م کال د اوګوست په ۱۵ چې د اشغالګرو اجنټان وتښتېدل او دااا په واک کې شو، ټولو دوښمنانو او حتا دوستانو داسې فکر کاوه ، چې د مدرسې طالب به دولتي مغلق سيستم او اداره څه شان مديريت کوي ؟

د دوی خو ټول عمر په مسجد ، مدرسه او سنګر کې تېر شوئ دئ او دولتي امور بيا تخصص، تجربه او مهارت غواړي ، چې ط ا ل بان ور سره هېڅ بلدتيا نه لري .

د بل لوري نه دداسې ملک اداره ور د غاړې شوه ، چې ګوذاره يې د اشغالګرو په خيرات او کومکونو وه او هغه هم د اشغال د ختمېدو سره ختمې شوې.

خو نږدي يو نيم کال دولتدارۍ د ااا دوښمنان او دوستان د ملا او ط الب کارنامی حيران کړل او په دې کمه موده کې يې داسې کارونه وکړل چې د جهان او افغانستان په تاريخ کې بې مثاله دي او د ټولو سياسي شنونکو، اقتصاد پوهانو او تحليلګرانو منفي نظريات او فرضيې يې باطلې ثابتې کړې .

په ياغي ، جنګڅپلي، نا امنه او د قدرت د مجمع الجزایرو په مصيبت ککړ افغانستان کې د ااا په راتګ سره خپلواکي حاصله، واحد-قوي-مرکزي قيادت قايم ، سوله او امنيت برقرار او د شر- فساد ريښې يې وايستلې شوې.

په نشتو امکاناتو ،د ظالمانه تحريمونو او د افغانستان د بانکي ذخايرو کنګل کولو سره سره يې په اقتصادي -اجتماعي ساحه‌کې انقلابي اقدامات وکړل ، سترې ملي پروژې( د قوشتيپې کانال ، د تيلو د استخراج او پروسېسس قرارداد ، د کانونو نه دګټی اخستنې منظم تصميمونه ، د لويو لارو د ترميم او جوړولو کارونه ، د بندونو جوړول ، د ښاري نظم ، ښکلا ، جادو او کوڅو رغول ) يې په چټکۍ او سالم مديريت په عمل کې پياده کړې.

د ملي اقتصاد د تقويې او انکشاف د پاره د داخلي توليداتو په زياتولو ، د صادراتو په لوړولو او د وارداتو په کمولو يې د مصرفي ،خيراتي ،وابسته او جرمي اقتصاد په ځای د ملي اقتصاد د تقويې او انکشاف تهداب کېښود ، چې ان شاء الله که همدا سرعت او همدا مديريت وي ، نه يوازې به په کم وخت کې په افغانستان کې د فقر کرغېړنه پديده ورکه او جهان به د يوه مرفه ، په خپلو پښو ولاړ افغانستان شاهد شي ، بلکې د منطقې د اقتصاد د غوړېدو د پاره به په مهم او ګټور مرکز بدل شي.

په ټولنيزه برخه کې د خلکو دسر،مال،ناموس او ژوند د خونديتوب او امنيت تضمين عملاا پياده شو.خلک نه يوازې د فزيکي امن خاوندان شول ،بلکې روحي او رواني سکون يې هم نصيب شو. د‌ خپل ژوند د سمبالتيا او ښه کېدو د پاره د امن په فضا کې د کاروبار ،تلاش او زحمت ايستلو زمينه ورته مساعده شوه او د ورځني ډار، ترور، توهین او تهديد په ځای په ډاډه زړه او شوق په فعاليت لګيا دي.
د حرفه اي او مجبوريتي سوالګرو پېژندل او د دولتي معشيتي پوښښ لاندې راوستل د ااا بل تاريخي ابتکار او انساني اقدام و ، چې تر عملي کولو لاندې راغلو او زموږ د وطن فقيرترين قشر يې د ګدائۍ د ذلت او مصيبت نه خلاص کړل.

د تېرو فاسدو نظامونو خصوصاا د اشغال د وخت تر ټولو ستر جنايت او خيانت چې د افغان اولس سره يې وکړ ، هغه د مخدره موادو د کر ، تجارت ، ترافيک، ذخيره او قاچاق و، چې په منظم او سازماني شکل يې دومره تقويه او پراخه کړ، چې افغانستان د مخدره موادو خصوصاا ترياکو د تولید او قاچاق له نظره په جهان کې اول مقام حاصل کړ.

اشغالګرو او اجنټانو يې ددې جرمي اقتصاد د ودې او انکشاف تر څنګ په ميليونو افغانان خصوصاا ځوانه طبقه په مخدره موادو د اعتياد دوزخ ته ورټېل وهل او دا د کار او ابتکار ځوان نسل يې چې د وطن د ترقۍ او رفاه د پاره يې بايد د استعدادونو او فزيکي وړتيا وو نه کار اخستل شوئ وائ ،د خپلو شومو هدفونو د پاره په عاطل ،باطل او طفيلي قشر بدل او د افغاني فقيری ټولنې د اوږو بار کړل.
د ااا د محترم امير المؤمنين په فرمان سره د چرسو او ترياکو د کرلو ، تجارت ، ذخيری او قاچاق شومه او انساندوښمنه پديده حرامه او ممنوع اعلان شوه ، چې بې له پړسېدليو تبليغاتو او ګزافو مصارفو په ټول افغانستان کې عملي او ددې جرمي او جنايتي کاروبار ريښې او چينې په وچېدو شوې.

همدا شان د ااا په يوه تاريخي او بېسابقه اقدام، سره د ضعيف اقتصاد ،په لويو ښارونو کې د اعتياد په مصيبت ککړ ناروغان را ټول ، تر تداوي او نظارت لاندې راوستل او ددې وطنوالو د نجات او بېرته په ټولنه کې ادغام يې خپل اسلامي او ملي فرض وباله او ثابته يې کړه چې امارت د ټولو خدمتګار دئ.
نن الحمدلله زموږ دا بدبخته وطنوال د تدريجي مرګ په ځای د سالم صحت او روښانه اينده د پاره په امېد شول او ان شاء الله چې د وطن او ټولنې د پاره به په يوه مؤلده ، موثره او ابتکاري قوه بدل شي او د ځان، کورنۍ او چاپيريال د پاره به مفيد کارونه وکړي.

د اشغالګرو او د هغوی د اجنټانو کاري وسله د زور او ترور تر څنګ د کلتوري تجاوز او اشغال له لارې د يوه ملت جدا کول د خپل ثقافت او کلتور نه دي.

استعمارګران په دې پوه دي ، چې يو ملت هغه وخت غلام کېدلئ شي چې خپل دين او ملي کلتور نه خالي او د متجاوزينو د کلتور پيروان او موريدان شي.

اشغالګرو او غلامانو يې شل کاله د وسيع مېډيا يي امکاناتو نه په ګټه اخستلو د غربي فاحش او بېبندوباره کلتور د ترويج ، پراختيا او تقويت د پاره د ميلياردي بوديجي په مصرفولو سره په ډېر شدت او دقت کار وکړ. دوی ددې پروژې د مخته بېولو د پاره د افغانستان هرزه ، بې ایمانه ، بېضميره او انفعالي عناصر (ښځې او نارينه ) د پيسو او کاذب شهرتي او شهواني هوسونو د پوره‌کولو په وسيله جذب او استخدام کړل او د سل هاوو تلويزوني ، راديويي ، چاپي او انترنيټي چينلونو له لارې يې د په زهر پاشلو شروع وکړه ، څو افغاني ذهن او روح تخريش او تخدير کړي او داسې حالت جوړ کړي ، چې د ملي کلتور او ثقافت نه ټولنه خالي او په ځای يې وارداتي غربي کلتور حاکم کړي.

د غربيانو دا پلان شوې دسيسه هم د ااا په راتګ سره خونثا او سوچه اسلامي -افغاني ثقافت د احيا او غوړېدو د پاره زمينه مساعده شوه.

د بيان ازادي د اسلامي او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې تضمين او تنظيم شوه . ټولې دولتي او خصوصي رسنيانې په خپلو نشراتو کې د افغانستان ديني-ملي عقايدو او ګټو ته د احترام په لرلو او د تعهد په بنا خپل نشرات په ازاد او بې له سانسوره توګه کولئ شي اود تېرو بې بندو باره، پرديو ته دچوپړ په ځای د ديني -ملي ارزښتونو او ګټو د دفاع او تقويت د پاره په کار لګيا دي.

د ااا ،په لنډه موده کې دې اعجاز امیزه کړنو د دوستانو تشويشونه ورک کړل او د ااا په قاطعانه او مدبرانه اقداماتو ئې د افغان اولس د سياسي-اقتصادي او امنيتي مصيبتونو د ختمېدو امیدونه د شک نه په يقين بدل شول . خو د افغان اولس او دهغوی د ديني-ملي-اولسي حاکميت دوښمنان بيا مايوسه او په خپلو شيطاني پلانونو کې دناکامۍ سره مخامخ شول او اوس خپل ناولي ، خيرن او د شيطانت نه ډک ذهنونه په درواغو او بې بنياده تبليغاتو تسکينوي.

خو واقعيت دا دئ چې هر قيادت چې د اولس د بطن نه پيدا شوي وي ، د اولس درد ، ستونزې او غوښتنې يې ورته معلومې او محسوسې وي ،نوحل کول يې هم خپل ديني -ملي مسوليت او مکلفيت بولي او د خپل مديريت او اجرااتو په ليست کې يې اولویت لري.

له دې وجهې د ااا دا خارق العاده برياوي هم يوازې د اولسيتوب او ملت ته د صادقانه خدمت نتيجه ده ، که نه د اشغال نه په ميراث پاته سياسي -اقتصادي-اجتماعي-ثقافتي او امنيتي خرابيانې لېرې کول ، د داخلي او خارجي دوښمنانو د پرېمانه توطئو او مزاحمتونو په موجوديت کې څه اسانه خبره نه ده.

لاکن خبره د واکمنانو په اخلاص ، اراده ،اولسي انګيزه او د خدمت په مقصد کې ده. الحمدلله افغان اولس اوس داسې واکمنان لري چې فکر ، وجود او عمل يې فقط د اولس خدمت ، دوطن ابادي او عامه رفاه ده او ان شاء الله ددې واکمنۍ په موجوديت کې به د افغان اولس ټولې تاريخي مصیبتونه ختم او د ترقۍ-هوسايۍ او خودکفايۍ ارمان به ئې پوره او په عمل کې پياده شي.

والسلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx