نظــر

امیرالمؤمنین، چې زه یې پیژنم یوولسمه برخه

مهاجر فراهي

 

کله چې د سنبلې پر نهمه نېټه وروستی امریکایې سرتیری (جنرال کریس دوناهو) خپل ناولي قدمونه د هغې الوتکې په لور اخیستل،  چې د شریرې امریکا د پت او غرور جنازه پکې بار وه او موږ ته یې، څلور ملیونه په نشو روږدي انسانان، په فساد ککړ حکومتي سیسټم، زرګونه سوالګر او ګدا ګر او بلها نورې ناخوالې یې په مېراث پرېښودلې؛   د ټولو تشویش داوو چې څه ډول به دا پاشلی ملت بیرته سره منسجم شي، هغه د کرکې او نفاق تخم چې شل کاله اشغالګرو زموږ د اولسونو د بېلولو لپاره شیندلی وو، څه ډول به یې له هیواده رېښې وچې کړل سي او بې شمېره نوري پوښتني…. چې هر افغان یې د ځواب موندلو په هڅه کې وو.

د ګاونډیو په شمول نوري نړۍ زموږ ننداره کوله؛  فکر یې کاوه چې د نويیمې لسیزي په څېر کله چې مجاهدین کابل ته دننه شول داځل به هم هماغسي یو حالت رامنځته سي.

د اشغالګرانو څخه راپاتي شوبلې، اسلحې او نور ډول ډول پوځي وسایط به بیا د کباړ په شکل د دوی په بازارونو او مارکټونو کې پلورل کیږي او د دوی د اوسپني ویلولو فابریکې به پرې تودې وي.

خو الحمدلله داځل وضعیت چورلټ بدل وو، د ټولو غلیمانو د آرزوګانو پر خلاف د پلازمېني کابل په شمول د ټولو فتحه شوو ولایتونو وضعیت په څو ساعتونو کې کنټرول شو، نه پکې چور او چپاول وسو، نه پکې د بیت المال وسائط او شتمنۍ ضائع شوې او نه پکې بازارونه، دکانونه او مارکټونه لوټ شول؛ ځکه چې ددې نظام په سر کې قوي رهبري موجوده وه؛ هغه لیډرشیف چې د مشرانو  په شمول یې ټول افراد دین، اسلام، او افغانستان ته ژمن او متعهد خلک وه.

 

افغانانو د تېرو ترخو تجربو څخه پند اخیستی وو، دوی هیڅکله نه غوښتل چې د روسانو له تېښتي او د کمونیستي نظام تر سقوط وروسته وضعیت بیا ځلې تکرار سي.

 

په دې حساسو شېبو کې چې زموږ غلیمانو دېته شېبې شمېرلې چې کابل ته د اسلامي امارت د مجاهدینو د ننوتلو سره سم به د وېنو ویالې و بهیږي، مجاهدین به د غچ اخیستنې او انتقام په دام کې راګیر شي او د کابل د ادارې زرګونه کارکوونکې به تر تېغ تېر کړي؛ خو لله الحمد د دښمن د ټولو توقعاتو پر خلاف د اسلامي امارت زعیم خپله سیاسي وړتیا، ځیراکت او تدبیر وښود او د عفوي فرمان یې صادر کړ چې پکې بېله استثنا، د کابل ادارې ټولو منسوبینو، مسؤلینو، وړو او لویو مشرانو ته بخښنه وسوه.

دا فرمان دومره اغېزمن وو لکه پر ګرم اور چې یخي اوبه وشیندل سي، هغه مجاهدین چې کلونه کلونه د کابل ادارې د زورواکو، ټوپکیانو، جګړه مارانو او بدمعاشانو لخوا ځورول سوي، اسیران سوي او ربړول سوي وه،  ټولو د همدې ورځي شېبې شمېرلې چې دوی د خپلو شهیدانو  ملګرو انتقام او غچ واخلي، مجرمین د حق او عدالت منګولو ته را کش کاږي او د مؤمنانو زړونه پرې یخ کاندي.

خو کله چې د امیرالمؤمنین د عمومي بخښنې فرمان صادرېږي ټول مجاهدین د آمنا وسلمنا په ویلو د مشرتابه حفظه الله فرمان ته غاړه اېږدي.

 

واقعا مشرتابه د داسي فرمان په صادرولو د زرګونو انسانانو ژوند ژغوري، د بې پایانه بدبختیو او وژنو لړۍ ته د پای ټکی ږدي، چې په دې سره د اسلامي امارت د زعیم تسلط او اغېز هم خپل پر ماتحت مجاهدینو څرګندیږي او دا چې دا متعهد پوځ څومره د خپلو مشرانو اوامرو ته پابند دی، همداشان څرګنده شوه چې په دې صف کې د ښکېلو جنګیالیو هدف تنها جګړه، قتال او مرګونه نه وه، بلکې هدف یې د اسلامي نظام او سالمي حکومتولۍ رامنځته کول وو وبس.

 

نوربیا…..!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx