
د ګستاخانو د ګستاخۍ واضح ځواب
ابوبکر خپلواک
الحاد ددې عصر بله واضحه فتنه ده، په خواله رسنیو خاصکر فیس باکه کې شاید تاسو هم د افغان ملحدینو ګوستاخیو ازیت او ځینې سوالونو شکمن کړي وی، څه موده مخکې مې چې د یو ټيم ملحدینو لخوا پدې موضوع بحث مخې ته راتلو چې نعوذ بالله شیطان له الله تعالی مهربان او بهتر دی او بیا همدې لیکنو ته د سلګونه افغانانو د تایید لایک او تبصرې، زه یې په هغه فیصدۍ شکمن غونته کړم چې ویل کیږي افغان ملت ۹۹،۹۹٪ سلنه سوچه مسلمانان دي.
سره ښکیلاک او تور یرغل یا په بله اصطلاح د عالمګیر کمونیزم او جهاني ډیموکرسۍ د واک په وخت کې چې ارګ عملا د دوي د اختیار و، په بخي ډیرو لارو له دین څخه د بیزارۍ حربې وکارولې، لنډ ګاوڼدی ایران چې اخوندان پکې خپل مزاج د دین په نوم تطبیق کوي، اوس د الحاد په ټاپ هیوادو کې حسابیږي، دغه بل هغه علت و چې افغان ګډوال هم پکې د هغې سیلاب قرباني شول چې خاشاک یې ملحد ځوانان ول، یعنې ویلای شو چې موږ هم ددې فتنې قربانیان لرو.
خو په مقابل کې یې زموږ په ژبه هیڅ داسې کوم کتاب شتون نه درلود چې د الحاد فتنه واضح او د ملحدینو د بې ځایه سوالونو کره ځواب ووایي، خو الحمدلله لکه څنګه چې الله تعالی د خپل دین د حفاظت وعده کړې او د عصر هر فرعون ته خپل موسی استوي، د ملحدینو د همدې سرکشۍ د بطلان لپاره الله تعالی استاد اسامه جوهري صاحب انتخاب کړی.
د الحاد ورستی پړاو د استاد جوهري بې جوړې تصنیف دی چې د دریو کالو خوارۍ وروسته یې چاپ ته لیږلی، ما بنده چې شیبه مخکې د یاد کتاب اخره (۴۰۳مه) صفحه واړوله او تقریبا د کتاب اکثریت پاڼو راته نوې خبرې درلودې اوس چې مې د کتاب د لنډ تعریف او خپل تاثر د لیکلو اراده کړې شل خبرې مې ذهن ته ځي ـ راځي، د خیرخواهۍ په نیت او پدې هیله چې کوم ځوان یې زما ددې تأثر له لوست وروسته مطالعې ته مټ ورکړي خپل فکر داسې را توحیدوم:
که الحاد یو خوړونکی حیوان او درنده فرض کړو، د الحاد وروستی پړاو د همدې حیوان د ټولیزې پیژندنې او ورسره د مقابلې کتاب دی، بحث د الحاد له تعریف را پیل کیږي، په تاریخ او ډولونو یې دوام مومي، لیکوال په کمال حوصله د یو ملحد فرد داخلي اناتومي (جوړښت) را سپړي، د الحاد او ساینس د نیمګړې یارانې او د اسلام او ساینس په اړیکه بحث کوي، د کتاب ژبه روانه او عام فهمه پښتو ده، لیکوال درک کړې چې د الحاد قربانیان د کوم ټیپ خلک دي همغې ته په کتو یې د خپل قلم انداز ساتلی، کتاب د دلیل په وخت کې استناد کوي او د مرجع نوم له متن لاندې کاږي، اصل څه چې ددې کتاب وزن یې زما په نظر زیات کړی دادی چې ملحدین په عام ډول قراني نص او نبوي حدیث نه مني، لیکوال د کتاب په ټول جریان بالخصوص اخر برخه کې د ملحدینو سوالونه په عقلي لحاظ داسې څواب کړي، باوري که یم که یې یو ملحد ولولي په تیر د ندامت او حق اړخ ته د راتګ سبب به یې جوړیږي. ان شاءالله.
کابل ـ افغانستان، د مازدیګر او ماښام کت د میزان ۱۵ م