نظــر

د ښځو له فتنې څخه ویره!

حسان مجاهد
له شک پرته زموږ او ستاسو دښمن چې په یو ډګر کې د ماتې تیندکونه خوري؛ سمدستي په بل ډګر کي د راپورته کيدو او په مقابل جهت د برلاسي هڅې کوي.
تاریخ ثابته کړې ده چې کله هم کفار په نظامي ډګر کي له جګړې مایوسه شوي دي، نو همهاله يې په فکري ډګر کې په هغو اسبابو لاس پوري کړی دی، چې خپل دښمن د فکر، عقيدې او روحیې له مخې وځپي.
کفارو دا حقيقت درک کړی ده، چې په مسلمانانو د برلاسۍ غوره لاره له مسلمانانو څخه د روحاني قوت سلبول دي؛ ځکه تر څو چې دوی په روحاني قوت مجهز وي او له الله تعالی سره يې رابطه غښتلې وي؛ بيا مسلمانان ددې جوګه دي چې د اسبابو له نشت او کمښت سره سره په الهي مرسته مبارزه وکړي.
بلعم بن باعورا د موسی (علیه السلام) مخالفينو ته وويل: که غواړئ چې په مسلمانانو برلاسه شئ؛ نو د جګړې په صف کې دننه ښايسته نجونې ځای په ځای کړئ، تر څو يې په ليدو مسلمانان د نفسي خواهش تابع او له الهي رحمته بې برخې شي، چې بيا دا پلان عملي او منتج شو.
صليبيانو هم څو ځله له مسلمانانو څخه د روحاني قوت د سلبولو لپاره په اسلامي لښکرو کې دننه په مختلفو بهانو ښايسته نجونې داخلې کړې دي او په دې پلانونو سره يې د پيړيو پيړيو مستحکم نظامونه راپرځولي دي. لکه دعثماني خلافت سقوط او همداراز د سلطان صلاح الدین ایوبي او نورالدین زنګي (رحمهما الله تعالی) په عصر کې د ښځو او ایمان جنګونه او د صلیبیانو له لوري د مجاهدینو په صفونو کې د نجونو ځای په ځای کول او په نتیجه کې یې ګڼ اسلامي رهبران له ايمانه بې برخي کول؛ یوه ښکاره بیلګه ده.
عیسویانو په اسلامي اندلس څو ځله حملې وکړې؛ خو بریالي نشول، بلآخره عیسویانو یوه داسې طرحه چمتو کړه، چې له مخې یې د مسلمانانو مشران بې لارې کړل، هغه په دې ډول، چې ښایسته پېغلې انجونې یې له مختلفو لارو د مسلمانانو د امیرانو تر څنګه ورسولې، په دې سره دوی بریالي شول او د مسلمه امت رهبرۍ تر اخلاقي فساد لاندې راغله، چې په پایله کې په کال ۱۴۹۲میلادی کې عیسویانو یو ستر هجوم راوړ او اته سوه کلن مذهبي اندلس یې د مسلمانانو له لاسه د تل لپاره وېستل. د دغه ستر هجوم په پایله کې یولک مسلمانان شهیدان شول او پاتې نور ټول سر او مال تسلیم شول.

نن که يرغلګرو له افغانستان څخه په نظامي ډګرکې ماته وخوړه او خونړۍ جګړې ته یې د پای ټکی کیښود؛ له بلې خوا یې په فکري ډګر کې اوس هم په عامه توګه د مؤمن اولس او په ځانګړي توګه د مجاهدینو او نظامي وګړو اخلاقي فساد ته خورا زياته پاملرنه کړې ده، دوی هڅه کوي، چې مجاهدین د ښځو په مټ د فحشا او عياشي لور ته ټيل وهي، په دیني ارزښتونو يې باور کمزوری کړي، له خپلو اسلامي اهدافو يې غافله کړي او معنوي قوت ترې سلب کړي؛ ترڅو له الله تعالی سره يې اړیکه پرې شي او د بيا ځلې نصرت وړ ونه ګرځي.

د یادولو وړ ده چي دوی ته دا کار دپخوا په پرتله ډېر ستونزمن نه بریښي؛ ځکه پخوا به يې د ډيرو مرموزو پلانونو او بهانو له مخې اسلامي لښکرونو ته نجونې لیږدولې، خو نن د غربي ميډيا او رسنیو واګې ددوی په واک کې دي او رسنيو ته دزمانې له اړتياوو سره هر مسلمان وګړی لاس رسی لري.
نن ورځ کفارو ښځه د ميډيا په مخ تر دې کچې عامه کړې ده چې د هر شي په پلټنه پسي لومړی د ښځې عکس او فلم مخې ته راځي. چې ډير بې هدفه کسان تر خپل اغیز لاندې راولي او په تدريجي توګه یې د ناروا موادو کتلو تشویقوي.

دا هم باید ووايم چې د نظام وګړي که څه هم اکثره علمي اقشار(علماء، طالبان او حافظان) دي خو له دې سره سره بیا هم باید د ښځو له فتنې بيغمه او په ځان دوکه نه شي؛ ځکه رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايي: ژباړه:ما له ځانه وروسته؛ دښځو له فتنې پرته بله داسې فتنه نه ده پريښې، چې دنارينه وو لپاره ډيره تاواني وي.(متفق عليه)
ستر تابعي سعيد ابن مسیب رح( په داسې حال کې چې عمر يې تر اتيا کاله اوښتی و او په يوه سترګه ړوند و) وايې : زه دښځو له فتنې ډير په ويره کې يم.(السير٢٣٧/٤)
ابو مليح رح وايي: که یو څوک د پيسو ډک کور راته امانت کړي؛ نو په ځان باور لرم خو که يوه ښځه راته امانت شي؛ په ځان باور نه لرم.(السير٧٧/٥)
میمون بن مهران رح وايي: هيڅ کله له پردۍ ښځې سره مه يوازي کیږه؛ که څه هم نفس درته وايي چي قرآنکریم ور زده کړه.(السير٧٧/٥)
سعيد ابن جبیر رح وايي: که څوک دملغلرو يو کور راته امانت کړي، په دې خوښ يم تر دې چې يوه ښايسته ښځه راسره امانت کړي.
علامه ابن قيم رح ليکي: په مصر کې يو مؤذن چې په مخ یې د عباداتو انوارات هم څرګند شوي و؛ په مناره باندي پاس د آذان پر مهال يې لاندي د یو نصراني لور ولیده، سمدستي ورته را کښته شو او د نکاح وړاندیز یې ورته وکړ؛ هغه په دې شرط نکاح ته تياره شوه چې مؤذن به نصرانيت قبلوي، نصرانيت يې قبول کړ، له مسجد څخه د کښته کيدو پرمهال يې پښه ماته شوه، په ځمکه را پريوت او کافر تر دنيا تير شو(الداء والدواء)
علامه ابن کثیر رح د عبده بن عبد الرحیم په اړه لیکلي: چې دا بدبخته لومړی ستر مجاهد و، خو د مجاهدینو له خوا د روميانو د محاصرې پرمهال يې د يو نصراني په لور سترکې ولګيدې، د نکاح وړاندیز یې ورته وکړ؛ هغه هم په دې شرط نکاح ته تياره شوه چې نوموړی به نصرانيت قبلوي، نصرانيت يې قبول او خاتمه يې په کفر شوه( البداية والنهاية)
د پخوانیو او اوسنیو تجربو له مخې او دزمانې حالاتو ته په کتلو ويلای شو چې شاید غربیانو په افغانستان کې ځينو همفکره ښځو ته د ډيرو مالي مرستو په منلو دا دنده سپارلې وي، چې د داسلامي امارت غړي په ډول ډول بهانو د مختلفو پلانونو له مخې ځان ته جلب کړي، د نکاح وړاندیز ورته وکړي او ورسره ورو ورو اړیکې ټینګې کړي؛ دا کار نه يوازي چې د ايمان له غوښتنو او د هر مؤمن له وجدان سره په ټکر کې ده، بلکې د نظام د بدنامۍ او له نظام څخه د ولس او نړيوالو د کرکې هم یو ستر لامل کیدلای شي.
د ښځو له فتنې څخه د ځان ژغورلو لپاره باید د نظام مشران او کشران لاندي څو ټکي په پام کې ونیسي.
١_ داچې په ځينو دولتي ادارو کې ميرمنې هم رسمي دنده لري او وخت په وخت له مجاهدینو سره مخامخ کیږي؛ نو مجاهدین باید د نظر پوره ساتنه وکړي او هیڅ ډول اړيکې ورسره ونه پالې.

٢_ د نارينه وو او ښځو باید کاري وختونه او ځايونه سره بیل شي.
٣_ له مجاهدینو څخه باید د امکان تر حده ټليفونونه ترلاسه شي او له اړتيا پرته يې استعمال نه کړي.
٤_ مجاهدین باید د نامعلومو ښځو له خوا دنکاح وړاندیز رد کړي، د کولو په صورت کې باید له ډيرو څیړنو وروسته د ښځې ټوله سابقه او قریبان وپلټل شي.
٥_ مجاهدینو ته بايد ورځني او اونیز اصلاحي او تعلیمي پروګرامونه او سمینارونه ترتیب شي.

په پای کې د نظام هر وګړي ته سپارښتنه کوم چې دځان پوره اصلاح وکړي او له هر ډول ګناهونو څخه ډډه وکړي، ګناهونه که له یوې خوا د سړي شخصي او اخروي تاوان دی له بلې خوا کله د نظام د زوال سبب هم وګرځي؛ ځکه د نظامونو سقوط د الله تعالی د نافرماني له امله رامنځته کیږي، د جمهوریت تیر نظام چي شل کاله له مادي لحاظه ښه محکم او ثابت وو خو بیا هم په طول د يولسو ورځو کې را چپه شو، نو خدای مه کړه داسـې نه چې په قربانیو راغلی سپيڅلی نظام زموږ د ګناهونو له امله له زوال سره مخ شي. پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx