
حریت: د مسؤلینو لپاره حکومتولي د ازمويښت اوج دی
نن ټکی اسیا ( شنبه، ۱۷چنګاښ، ۱۴۰۲ل): له کابله خپرېدونکې حریت خپلواکه اونیزه خپرونه د «دویمه لار!؟» تر سرلیک لاندې د خپلې تازه ګڼې په سرمقاله کې کاږي، حکومتولي د مسؤلینو لپاره د ازمویښتونو په لړ کې د اوج ټکی دی.
د سرمقالې د لیکوال په باور د مبارزې په جریان کې تقوا، له الله جل جلاله سره رابطه او د نیت اخلاص د صبر، مقاومت او بریا لپاره مهم ټکي و.
وړاندې کاږي «اوس نو د دې خونړۍ لارې سرلاري او لارویان د امتحان اوج ته نږدې شول، خپلې تېرې دعاوې يي څاري، د تللیو ملګرو یادونه يي ګوري او رب العلمین يي څاري چې دا ټولګی او دا ملت له دې امکاناتو سره څه کوي او له خپل واکه څه ډول ګټه اخلي!؟»
سرمقاله زیاتوي د اسلامي امارت نږدې دوه کاله پوره کېږي او په باور يی دا دوه کاله د راتلونکې یو بل کال لپاره د پوره تجربې کار ورکولی شي.
«مسلمان ملت د خپلو ستړیو د بدلې په تمه نظام ته سترګې نیولې او تمه لري چې د مسؤلینو په حیث به د دوو کالو په پوره کېدو سره پر خپلې حکومتولۍ فکر وکړي، خپلې خامۍ او پختګۍ به په نښه کړي او د درېیم کال د پیل لپاره به دا دوه کالونه ورته د تجربې حیثیت ولري. »
سرمقاله په پای کې پر ولس هم غږ کوي چې د تېرو شلو کلونو ګردونه له ذهنونو وڅنډي او د دې پر ځای چې د نظام پالیسې د ذوق تابع کړي باید خپل طبعیت د پالیسۍ لپاره عیار کړي او په دې برخه کې پر دویمه لار لا فکر هم ونه کړي.
«د ملت ځينې هغه ټوټې چې حق د ذوق تابع کول غواړي په دوو کالو سره اوس دې پايلې ته رسېدلي وي چې ذوقونه او طبیعتونه د حق تابع کړي، پر خپلې رهبرۍ باور لري، د ثبات او پر حق پاتې کېدو لپاره يې لاسونه لپه کړې»
حریت اونیزه چې د دادمحمد ناوک په مدیریت خپرېږي، په اونۍ کې یو خل په لوړ تېراژ له چاپه راوځي، ټول هېواد کې وېشل کېږي او ډېری تمرکز يې پر علمي، فکري او دعوتي لیکنو دی، چې خال خال پکې د ښځینه لیکوالو لیکنې هم خپرېږي.