افغانستان

ارغندیوال: حکمتیار په کابل کې د «حزب اسلامي» په نوم د ګوند جوړولو حق نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۶مه ۱۳۹۳ل): کابل کې د حزب اسلامي افغانستان (ارغندیوال) مشر او د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال وايي، که انجینر ګلبدین حکمتیار کابل ته راځي، ځانته دې په بل نوم جلا ګوند جوړ کړي.

ارغندیوال زیاته کړې، چې حکمتیار دې یا له دوی سره یوځای شي او یا دې په بل نوم ګوند جوړ کړي.

د نوموړي په وینا د حزب اسلامي په نوم ګوند د دوی دی او په دې نوم بل هیڅوک د ګوند جوړولو قانوني حق نه لري.

ارغندیوال افغان اسلامي اژانس سره په ځانګړې مرکه کې کابل ته د حکمتیار تګ «افواه» بللې او زیاتوي چې هغه د کابل ته د راتګ پریکړه نه ده کړې.

ارغندیوال ویلي، که د حکمتیار په پاليسي کې تغییر راغلی وي او غواړي کابل ته راشي، نو باید په بل نوم جلا ګوند جوړ کړي.

ارغندیوال په دې ټینګار کړی چې د دوی ګوند «حزب اسلامي» له حکومت سره ثبت دی او په ټول افغانستان کې دفترونه لري.

ارغندیوال ویلي، چې په یوه نوم دوه ګوندونه له عدلیې وزارت سره نشي ثبتېدای، له همدې امله که حکمتیار ځانته بله ډله جوړوي، نو د ګوند نوم دې هم بدل کړي.

د یادونې وړ ده چې د زمري په ۱۲مه نېټه نن ټکی اسیا خبرې وېبپاڼې د حزب اسلامي (حکمتیار) ته نیږدې سرچینو په حواله خبر ورکړی و، چې حزب اسلامي حکمتیار په نېږدې وخت کې په کابل کې سیاسي دفتر پرانیزي.

تر هغې وروسته ځينو سرچینو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د دغه حزب مشر ښاغلی ګلبدین حکمتیار او اجرائیه شورا کابل ته ځي.

که څه هم حزب اسلامي کابل ته د حکمتیار ورتګ خبره رد کړه، خو د سیاسي دفتر په اړه يې ویل چې که د دوی شرایط پوره شي په کابل کې به سیاسي دفتر پرانیزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شهید شهید

شهید شهید 2014/08/17 په 5:47 مساءً افغانانو ورونو السلام علیکم : زه د مصر د اخوان المسلمین نههضت ته درناوی لرم ، هغوی د دی خوځښت پلوشی هر چیری وځلولی ، زه د مرسی رح تر وخته دمصرذ مسلمانانو جهادی او فرهنګی کړنی تاییدوم او لمانځم یی ، ولی کوم کسان چه یی په افغانستان کی د دی خوځښت د پاره ټاکلی وو لکه ، ربانی ، سیاف ، حکومت یا ر او نورو په هکله تری لویه سهوه شوی ، او به دی سهوه یی نه ملامتوم په اوایلو کی د خلکو پیزندنه مشکله او نا ممکنه خبره ده… نور لوستل »

پښتون

شهید شهید وروره بالکل دې سل په سلو کې حقیت درک او ویلی دی ، رب دې وکړي چې نور ناخبره او د حکومتیار په هوایي خبرو غولیدلي حزبیان هم تاته ورته درک وکړي او سیخې لارذې ته راستانه شي.
د روښانه راتلونکي په هیله!

تسل

ګرانه تبصره دی بی ځایه او بی واکه ده، ته ### یی او د افغانستان روان اداري فساد، د ځمکو غصب، د خلکو هدفي وژنی …. او داسی نور جنایات چی روان دي او چا له خوا کیږي هغه نه وینی او د حکمتیار راتګ او سیاسی دفتر په اړه چی اوازی او ګونګوسی دي حساسیت لری. دا د پردیو د مزدورانو تبصری دي چی کیږي ترڅو د افغانستان روان بحران لاپسی دوام وکړي او ګټه یی کفارو ته ورسیږي

Amiri

ګران ورور شهید ډیر په قهر دی کیدی شی ځوردلی وی او شهیدان یی ورکړی او دومره زیات په غوسه شوی جی بی دینه خلقیان او پر چمیان تر مسلمانو اخوانیانو ښه ګڼی ( دا ځکه چی د یعضو تش په نامه اخوانیانو بنګلی ګوری چی رښتیا کومو نستان دومره غله نه وو مګر دا کومنستان د الله نه منکر وو او ډیر مسلمانان ښه اخوانیان یی په سحرایی محکمو بی ګنا شهیدان کړی دی هیله ده دغه فرق ته ځیر وو ) را ځو اسلامی حزب ته د اسلامی حزب متعهدین ډیر مومن مجاهدین و او دی ډیر تنکی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x