افغانستان

مولوي عبدالکبیر؛ د طبیعي پېښو د زیانونو کموالي په موخه باید بین المللي ټولنه مرستي ونه سپموي

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، سرطان۱۹، ۱۴۰۲ل): د ارګ له رسمي پاڼي څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د پېښو په وړاندي د مبارزې وزارت له سرپرست وزیر ملا محمد عباس اخند سره لیدلي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده لیدنه کې د پېښو په وړاندي د مبارزې وزارت سرپرست وزیر د دې وزارت د کړنو، پلانونو او پېښو ته د یاد وزارت د چمتوالي په اړه معلومات وړاندي کړي او زیاته کړې یې ده چې شته امکاناتو ته په پام سره د پېښو په وخت مرستو رسولو ته چمتوالی لري او د دې ترڅنګ له یو شمېر بهرنیو مرستندویه بنسټونو سره په رابطه کې دي ترڅو په ګډه د اړتیا په مهال لاس پکار شي او ویلي یې دي چې په سختو حالاتو کې د خلګو د ژغورني په پار په ټولو ولایتونو کې د هوا او ځمکي له لاري د اړتیا وړ اقداماتو لپاره تیاری نیول شوی او له اړونده ارګانونو سره پوره همغږي شتون لري.
خبرپاڼه زیاتوي چې په ورته مهال د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل ویلي چې اسلامي امارت د اقلیمي بدلون له امله زیانمنو شویو
سیمو ته ځانګړې پاملرنه لري او د اړتیا وړ بودیجه به په پام کې ورته ونیسي او زیاته کړې یې ده چې د اقلیمي بدلون له امله د هیواد ځیني سیمي د سېلابونو له جدي ګواښ سره مخ دي او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت باید د تیاري لپاره مخکي له مخکي یو جامع پلار ترتیب کړي.
خبرپاڼه کاږي چې د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ویلي چې د طبیعي پېښو د زیانونو کموالي لپاره د امارتي ادارو د تیاري ترڅنګ باید بین المللي ټولنه هم خپلي مرستې ونه سپموي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx