افغانستان

مالیې وزارت؛ له دې وروسته به ګمرکونو کې د معارف اعانه په اظهار لیک کې اخیستل کیږي

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، چنګاښ۱۹، ۱۴۰۲ل): له مالیې وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي سوداګرو د غوښتني او د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د پرېکړي له مخي سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو او د ګمرکي پړاوونو د ساده کولو په موخه له دې وروسته به د معارف اعانه په ګمرکي اظهار لیک کې اخیستل کیږي.

خبرپانه کې راغلي چې له دې وړاندي سوداګر مکلف وه چې د معارف اعانې پیسې د لاسي تعرفې له لاري په فزیکي ډول اړوندو بانکونو کې تحویل کړي چې اوس مهال دا پروسه سیسټمي سوه، په اتومات ډول به ثبت او محاسبه کیږي.
خبرپاڼه کاږي چې د ګمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کې دی چې په هیواد کې د سوداګرۍ د لا پراختیا پړاوونو اسانه کولو او سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د سوداګرو ټولې اصولي غوښتني ومني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx