افغانستان

مجاهد؛ په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو د پاتي شویو وسلو او تجهیزاتو پلور حقیقت نلري

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، چنګاښ۱۹، ۱۴۰۲ل): د ا.ا.ا. مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه په نشر کړې اعلامیه کې ویلي چې، په امریکا کې د ځینو کړیو ادعا چې ګني اسلامي امارت هغه وسلې او تجهیزات چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتي شوي، پر نورو جهتونو پلورلي دي، حقیقت نه لري او موږ یې په کلکه ردوو.

اعلامیه کې راغلي چې واقعیت دا دی چې د بهرنیو ځواکونو له اخراجیدو او د اسلامي امارت له بشپړ حاکمیت وروسته ټولې وسلې، تجهیزات او وسائط د هیواد په ډیپوګانو او ذخائرو کې محفوظ شوي او هیچاته اجازه نشته چې آن یو میل وسله هم قاچاق او یا وپلوري.

اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې دا ډول پروپاګند د هغو تنش طلبه او مغرضو کړیو دسیسه ده چې په افغانستان کې روان ثبات او کنټرول نشي زغملاي او په وړاندي یې پروپاګند کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx