افغانستان

میدان وردګ کې اربکیانو معلم او محصل تر مرګه وهلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې سیمه ییزو اربکیانو یو معلم او محصل تر مرګه وهلي دي.

د نرخ ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې تېره ورځ ماسښين مهال اربکیانو قدرت الله چې په کلي کې معلم دی او جان اغا چې د ننګرهار په پوهنتون کې محصل دی، اربکیانو تر مرګه ووهل چې له امله اوس ددغه ولایت په روغتون کې بستر دي.

هغه زیاته کړه چې دغه معلم او محصل خپلو زمکو ته اوبه لګولی وې چې په اربکیانو چاودنه وشوه.

تر چاودنې وروسته اربکیان له نېږدې پوستې څخه راغلل او دوی يې په د ټوپک په قونداغونو ووهل.

دغه کس وايي «اربکیانو ورته ویل: ولې چاودنه وشوه؟ كله چې دوی منفي ځواب ورکړ، نور يې هم ووهل، لاسونه یې پرې وتړل او پوستې ته یې بوتلل. په پوسته کې يې په لسو کسانو په کیبلونو داسې ووهل چې هډوکي او پوښتۍ يې ورماتې کړې او بې سده شول. تر هغې ورسته کورنۍ او کلیوالو دوی د ولایت روغتون ته د تداوۍ لپاره ورسول».arbakiaano zulm 2

سرچینه زیاتوي چې دغو دواړو چې په روغتون کې پراته وه، سمې خبرې یې نشوې کولای ده ته وویل چې کله يې دوی په کیبلونو ووهل نو اوبه یې پرې توی کړې څو ټپونه یې اوبه واخلي او ژر جوړ نشي.

معلم او محصل اوسمهال په روغتون کې دي او د ډاکترانو په وینا روغتیايي حالت یې د انديښنې وړ دی.

د هېواد په زیاتره سېمو کې خلک د بلې هرې وسلوالې ډلې په پرتله له اربکیانو یا محلي پولیسو څخه په تنګ راغلي او سخت ترې کړېږي.

د خلکو په اند، اربکیان ډېر سخت زړي او د هېچا په سر، مال،عزت او ناموس بند نه دي.

په افغانستان کې د اربکیانو د راپیدا کېدلو سره په کلي ولس کې د خلکو شپې ترخې شوي.

له اربکیانو څخه په دې شکایت کابو د هرې سیمې خلک یوه خوله دي،چې دوی عموماً د هغو خلکو سره له طالبانو سره یا خواخوږي لري، یا یې خپل خپلوان وي او یا ورسره مرسته کوي له هېڅ ډول ظلم او وحشي سزا ګانو څخه دریغ نه کوي.

د غزني د اندړو ولسوالۍ یو اوسېدونکي فتح الله وایي، چې د اندړو ولسوالۍ اربکیانو تېره میاشت د دوی د یوه کلیوال ډاکتر ورور، په دې جرم چې یوه ورځ یې یو زخمي طالب ته پانسمان ورکړی و، لومړی اختطاف کړ او بیا یې له اختطاف وروسته په ژوندوني ترې غوږ، لاسونه، پوزه او سترګې غوڅې کړې وي او وروسته یې په ډېر وحشت شهید کړی و.

ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی روح الله کږوال هم د اربکیانو د سلوک څخه سرټکوي، نوموړی وايي چې د کږې په بازار کې اربکیان د دکانونو څخه په زور سودا اخلي، که څوک غبرګون وښايي نو پوستې ته یې بوځي او وهي ټکوي يې.

د کږوال په وینا تېر کال يې یو ۱۲ کلن ماشوم په دې جرم په شهادت ورسولو چې پلار يې د اربکیانو څخه د شیریخ روپۍ غوښتې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x