افغانستان

په افغانستان کې د سویډن هیواد د فعالیتونو د متوقف کیدو په اړه د ا.ا. اعلامیه

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، چنګاښ۲۰، ۱۴۰۲ل): د ا.ا.ا. مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه په نشر کړې اعلامیه کې ویلي چې، وروسته له هغه چې په سویډن هیواد کې د الله (ج) د نجات بښونکي کتاب قرانکریم سپکاوی وشو او د مسلمانانو د عقیدې د توهین اجازه ورکړل شوه، ترڅو چې د دې شوم عمل له امله له مسلمانانو څخه عفوه نه وي غوښتل شوې، اسلامي امارت په افغانستان کې د سویډن هیواد د هر ډول فعالیت د درېدو امر کوي.
اعلامیه کې راغلي چې د اسلامي امارت اړوند ارګانونه مکلف دي چې د یادې لارښوونې د تعمیل لپاره په عاجل ډول لاس په کار شي.
اعلامیه زیاتوي چې د افغانستان اسلامي امارت له نورو مسلمانو هیوادونو څخه هم غواړي چې د سویډن د ګستاخانه عمل په وړاندي له هغه هیواد سره په خپل تعامل غور وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx