افغانستان

شیخ ندامحمد ندیم؛ استادان دي له هیواده بهر د تګ په ځای هیواد ته خدمت وکړي

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، چنګاښ۲۰، ۱۴۰۲ل): د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم د خوست ولایت شیخ زاید پوهنتون طبیعي علومو ملي سپوزیم ته د وینا په مهال ویلي چې استادان دي له هیواد څخه بهر د تګ په ځای خپل هیواد ته خدمت وکړي او ټینګار یې کړی چې اسلامي امارت په هره برخه کې د هیوادوالو لاسنیوي ته ژمن دی.

نوموړي همدارنګه استادانو ته په خطاب کې ویلي چې په علمي او څېړنیزو برخو کې رقابتي سیالۍ وکړئ او په علمي مقالو او څېړنو د پردیو بې بنسټه شایعات شنډ کړئ.
د دې سربېره یې ډاډ ورکړی چې دوی هر ډول امکانات او اسانتیاوي برابروي.
نوموړي همدارنګه د وینا په مهال ویلي چې په دیني او دنیوي برخو کې چې څېړنه او تحقیق نه وي او حقایق رابرسېره نه شي، په دواړو برخو کې پرمختګ ناممکن دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx