افغانستان

د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره “پال کلومان بکن” کتلي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، چنګاښ۲۰، ۱۴۰۲ل): د بهرنیو چارو وزارت له رسمي ټویټر پاڼي څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ورځ د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره د افغانستان لپاره د ناروې شاهي دولت شارزدافیر “پال کلومان بکن” کتلي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې لیدنه کې بکن د اسلامي امارت لخوا په پرمختګونو لکه د امنیت تامین، پولي ثبات رامنځته کول، مخدره موادو سره مبارزه، په بشري وضعیت کې ښه والي او په خصوصي سکتور کې د ښځو کار ته لاسرسي کې زیاتوالې باندي خوښي څرګنده کړه.
خبرپاڼه زیاتوي چې په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي ویلي چې د تېرو شلو کلونو په پرتله د دومره سترو لاسته راوړنو سره سره نړیوال تر اوسه له افغانستان سره مناسب تعامل ته ندي را وړاندي شوي او برعکس یې کوښښ کړی چې په اسلامي امارت فشارونه لا زیات کړي، چې دا کار د اعتماد سازي لپاره په زیان تمام شوی او د ولس په ذهنیت یې بد اثر کړی.

خبرپاڼه کې راغلي چې په پای کې د یو لړ نورو موضوعاتو ترڅنګ تاکید وشو چې د اعتماد سازي په برخه کې باید په ګډه لازم ګامونه واخیستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx