افغانستان

مولوي عبدالکبیر؛ ا.ا. د ایران په شمول له ټولو ګاونډیو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، چنګاښ۲۱، ۱۴۰۲ل): د ارګ له رسمي پاڼي څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د ایران لپاره د افغانستان له سفیر مولوي فضل محمد حقاني او مل پلاوي سره لیدلي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یاده لیدنه کې د یاد سفارت سفیر د سفارت د فعالیتونو اړوند د معلوماتو ورکولو سربېره د سفارت ستونزي د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال او کفیل سره شریکي کړې دي او زیاته کړې یې ده چې ایران له افغانستان سره ښې اړېکي لري او موږ هڅه کوو څو دا اړیکي نوري هم غښتلې کړو.

خبرپاڼه زیاتوي چې په ورته مهال د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل ویلي چې اسلامي امارت د ایران په شمول له ټولو ګاونډیو او نړیوالو هیوادونو سره د ښو او دوستانه اړیکو غوښتونکی دی او په دې اړه هڅي کوي او زیاته کړې یې ده چې په ایران کې دې مېشت افغانانو ته د لا ډېرو اسانتیاؤ په اړه جدي ګامونه واخیستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx