
نړۍ
شهباز شریف د روان کال په اګست میاشت کې خپل واک پرېږدي
نن ټکی اسیا ( جمعه، چنګاښ۲۳، ۱۴۰۲ل): د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د روان کال په اګست میاشت کې به واک پرېږدي او تر ټاکنو مخکې به خپل واک موقت حکومت ته وسپاري.
نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان عمومي انتخابات به په اکتوبر یا نومبر میاشت کې اعلان شي.