
افغانستان
افغانستان بانک را روانه شنبه ۱۴ میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلوری
نن ټکی اسیا ( جمعه، چنګاښ۲۳، ۱۴۰۲ل): د افغانستان بانک څخه په ورکړل شوي خبر کې ویل شوي چې افغانستان بانک غواړي چې د روان۱۴۴۴ کال ذوالحجة الحرام میاشتي په ۲۷ مه نېټه د شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لاري تر ۱۴ میلیونه امریکایي ډالرو پوري د لیلام په ډول وپلوري.
په خبر کې راغلي چې د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرائطو برابر وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
خبر وایي چې داوطلبۍ کې ګډون ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځي تر پایه پوري تصفیه کړي.
خبر کې همداراز راغلي چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قېمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.