افغانستان

بهرنیو چارو سرپرست وزیر؛ نړیواله ټولنه باید د افغانستان په سوداګرۍ لګولي محدودیتونه لري کړي

نن ټکی اسیا ( جمعه، چنګاښ۲۳، ۱۴۰۲ل): د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونباییفا او د یوناما مرستیال او د بشري امورو نوي مسؤل، ډانیل انډریس د بهرنیو چارو وزرات له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدلي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده لیدنه کې روزا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري امورو نوی مسؤل معرفي کړ او ور پسې یې په تېرو څو اوونیو کې د افغانستان په اړه تر سره شویو او راتلونکو نړیوالو غونډو د اهدافو په اړه د بهرنیو چارو له وزیر سره معلومات شریک کړل.
خبرپاڼه کاږي چې په ورته مهال د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ډانیل انډریس ته د نوموړي په نوې دنده کې د بریالیتوب د هیلي ترڅنګ د افغانستان د اسلامي امارت لخوا د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او غوښتنه یې وکړه چې له افغانستان سره کیدونکې مرستې په داسي توګه عیاري شي چې د عامو وګړو په ژوند پایېدونکی اغېز ولري او زیاته کړې یې ده چې نړیواله ټولنه باید د بشري مرستو ترڅنګ د افغانستان د خلګو په سوداګرۍ لګولي محدودیتونه لري کړي او هغوی ته د باعزته کاروبار فرصت ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx