
افغانستان
کندهار تخته پل ولسوالۍ کې د روږدو درملني په پار۱۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو
نن ټکی اسیا ( جمعه، چنګاښ۲۳، ۱۴۰۲ل): د کندهار ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې په نشه یي توکو روږدو کسانو د درملني په موخه ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو.
د ځایي مسؤلینو په وینا، دا روغتون له مجهزو طبي وسائلو او مجربو مسلکي ډاکټرانو څخه برخمند دی.