نړۍ

برتانيا: په کانټینر کې ۳۵ افغانان وموندل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د برتانیا د اسکس ولایت پولیس وايي چې په دغه ولایت کې په یوه سمندري بندرګاه کې په یوه کانټینر کې ۳۵ افغانان وموندل شول، چې یو یې مړ او نور یې په سخته ناروغه حالت کې وه.

پولیسو ویلي چې دوی ټول هغه ۳۵ کسان چې په کانټینر کې را ټول کړای شوي، برتانیې ته د هجرت په خاطر را وړل شوي وه او په همدې موخه په کانټینر کې په یو غیر انساني او غیر طبیعي ماحول کې یو ځای شوي وه، را ایستلي، او تر روغتونه یې رسولي.

پولیسو زیاته کړې چې د اکثرو روغتیايي حالت تر پخوا بهتره دی، خو یو کس په کانټینر کې ساه ورکړې وه.

د روغتون چارواکو ویلي چې ددغه افغانانو د حرارت درجه ډیر ښکته وه او همداسې په بدن کې د اوبو کچه تر معمول ډیر ښکته وه او که لږ وخت نور هم پاته شوي وای کیدای شي یو غټ ناورین را منځته شوی وای.

باید وویل شي چې د افغان مهاجرینو دغه کانټینر د اوروپايي هیواد بلجیم څخه بار شوی وو او په برتانیې کې د اسکس په نامه ولایت کې بندرګاه ته رسیدلی.

په بندرګاه کې کارکونکو ویلي چې دوی کله د بیړۍ څخه کانټینرې را ښکته کولې، نو د یوه کانټینر له داخل نه د انسانانو چغي او نارې یې تر غوږو شوې، ځکه دوی پولیس خبر کړل، او بیا یې کانټینر خلاص کړ، او ويې لیدل چې ۳۵ کسان چې ماشومان او ښځي هم په کې دي، په غیر طبیعي حالت کې په کانټینر کې بار دي، او د هغو څخه یو کس مړ دی.

تر اوسه پولیسو نه دي ویلي چې څومره وخت دغه کسانو په کانټینر کې تیر کړی.

ددغو ژغورل شوو کسانو د تداوۍ چارې سره صلیب ادارې پر غاړه اخیستې.

د پولیسو چارواکو ویلې چې دا مهاجرین کیدای شي اوروپا ته د افغانستان څخه راغلي وي او بیا له هغه ځایه یې هڅه کول چې برتانیا ته ولاړ شي او هلته میشت شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x