شعـــــرونه

دوه دېرشمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه ; محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه: ۱۰/محرم الحرم/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت !
د یـارانـې لوظونه مه ماتوه
مه کوه مه؛ ګلونه مه ماتوه
صاحب شاه صابر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خوشبو، خوشبو رنګونه مه ماتوه
د شنو بنګړو غږونه مه ماتوه
پیر محمد کاروان

دا د حيا دا د پښتو سيمه ده
د يارانې بريدونه مه ماتوه
ګل رحمن رحماني

پکې انځور دخپل زړګي ګورمه
بارانه شنه خالونه مه ماتوه
هاشم ذاکر مهاجر

څه عجيبه مې زړګی وزنګوي
د دې نغمې راګونه مه ماتوه
بشارت روحاني

په ځان وبال وړه د رېبلو زړونو
کاږه باڼه، لُورونه مه ماتوه
محمودي انصار

د ښار نخرې تا سره خوند نه کوي
ته دې ساده خویونه مه ماتوه
علامه محمدي

د خط او خال مینه ودانه ساته
د شاعرۍ رنګونه مه ماتوه
اسرار عواد

نیمګړی ښۀ یې د باور کیفیته!
راسره شته شکونه مۀ ماتوه
نظم الدین ندرت

دې وطن ساه د ازادۍ اخیستې
ژونده! زلمـي کدرونه مه ماتوه
اکرام الله امېد

لا یې خزانه! لپې نه دي خلاصې!
ژر د سپرلي لاسونه مه ماتوه!
جهادي عمري

دا کوشش وکړه چې بوتونه مات کړې
خو د مظلومو زړونه مه ماتوه
اکرام الدین مفتون

د سیوطي د بسطامي په لارشه
د لطیفو نازونه مه ماتوه.
راشد جالب!

شکر دى لپې کنډولونه لرو
جامونه خير، خمونه مه ماتوه
نور الحبیب نثار

دا د کار توکي دي په کار به درشي
ځار دې شم ياره! زړونه مه ماتوه
شفاعت ریحان

ماشومې هیلې به یې زانګي پکې
د چا د خیال ټالونه مه ماتوه!
حفیظ الله هاتف

تا خو وييل چې په کراره کينه.
سر به پرې مات کړې غرونه مه ماتوه
طالب جان مروت

زما د زړۀ تلوسې مۀ ورانوه
د ارمانو لاشونه مۀ ماتوه!
منصور درمان

خماره پريږده دا يادګار د يو چا
زړه کې مې څو غمونه مه ماتوه
بشارت روحاني

خدایه! نړی ورسره ټوله ورانه
ددې زلمو عزمونه مه ماتوه
مهاجر فراهي

هغه چې دښتو ته سپرلي راولي
ها ګلورین ګامونه مه ماتوه
پیر محمد کاروان

د مسافرو خیال ساته ګلابه
د پښتنو دودونه مه ماتوه
ق. یوسف احمدي

د محبت اظهار په بل څه وکړه
“مه کوه مه ګلونه مه ماتوه”
ضيأ ضمير

ستا ارمانونو پکښي ځالي کړي
زما دزړه ښاخونه مه ماتوه
حیات همت

دشرینۍ ګټل اسانه نه دي
فرهاده! هسې غرونه مه ماتوه
عتیق الله یون

د حَلَّاج مسته عاشقي تعقیب کړه،
د تصوف برجونه مه ماتوه.
راشد جالب

په عاشقانو پسې مه غږېږه!
د عاشقانو زړونه مه ماتوه!
سیداعظم

د دیدن لمونځ به دوباره ادا کړو
ته د ځوانۍ خوبونه مه ماتوه
علامه محمدي

منم سوکړه، اوبه په وار دي، مګر
پردي په غلا ورخونه مه ماتوه
نور الحبیب نثار

د زړه مرغۍ مې ناسته ستا پر حسن
ته یې د عشق بالونه مه ماتوه
ریحان اخندزاده

د بل لپاره درته ډال ولاړ دی
د تره د زوی لاسونه مه ماتوه
محمدالله درد

پردی ټپوس به دې په سر پاچا شي
د خپل شاهين وزرونه مه ماتوه
طاهر اترنګ

نېلۍ د ژبې دي مهار و ساته
لاليه! پام قدرونه مه ماتوه
معاویه زیارمل

بیا مې سرتوره نکړې تور پنجاب ته
سر په پښتو، پښتونه مه ماتوه
مننظر نجرابی

د ګــړنګـونــو د ځنګل زمریه!
زمونږ جنګي آسونه مه ماتوه
مهاجر شاکر داوړ

تعبیر یې راغی دادی ودې لیده?
ما درته وېل خوبونه مه ماتوه!
دانش ملنګ

د امارت سپین امامت ومنه
دا اقتداء، نیتونه مه ماتوه
ګمدل

په درست ديار کې يې نمبر وړی دی
د بدخشان لعلونو مه ماتوه
وصاف

وطن جوړیږي خامخا جوړیږي
یاره مثبت فکرونه مه ماتوه
ساجد سهار

چې دې له ماسره قدم پورته که
اوس تر منزل ګامونه مه ماتوه
رحیم الله ګهیځ

د اتفاق دوام په سترګو ګورو
د خپل بدن هډونه مه ماتوه!
امین زرګر

که د مزل لاره مو وشلیدله
د ملګرتیا رازونه مه ماتوه
ثناءالله معصوم

زاهده ته په کې زمزم و نوشه!
خو د ساقي جامونه مه ماتوه
پیر محمد کاروان

لا خو يې سمې خولې ورغلي نه دي
درده! د زړه زخمونه مه ماتوه
روحاني

چې خوشبویي دې هر سهار ولږي
د ګل نرګس شاخونه مه ماتوه
وسیم مومند

پرېږده ښکاري خپلو بچو ته به ځي
ددې مرغۍ وزرونه مه ماتوه
انعام نعیمي

د ورانو هیلو ښار دې نکړي مایوس
یاره دا دنګ عزمونه مه ماتوه!
حامد ناصر

د باور ستنې ګوره مه ړنګوه
دا پولې دا بریدونه مه ماتوه
محمودي انصار

د مخ و وړانګو ته دې نشم کتی
نور مې د زړه پوښونه مه ماتوه
صبغت الله مدبر

مکوه نور د نفرتونو قیصې
زما خواږه خیالونه مه ماتوه
یعقوب شجاع

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx