شعـــــرونه

دا ستا د مینې التفات ته انتظار ناست یم/ ذاکر

محمد هاشم ذاکر

دا ستا د مینې التفات ته انتظار ناست یم
یوه ځانګړي خرابات ته انتظار ناست یم

د خلګو خپل کار دی د ښکلو زور مني او که نه
زه خو دې پیره کرامات ته انتظار ناست یم

فکر دې وي ګوره د حسن د نصاب څښتنه
چې ستا د سپینې خولې زکات ته انتظار ناست یم

هجران ځپلی یم ساقي تندې نیولی یمه
ستا د یوې پیالې خیرات ته انتظار ناست یم

چې د جانان دیدن قضا نشي په دغه هیله
ذاکره سیوري د جومات ته انتظار ناست یم

مولوي محمد هاشم ذاکر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx