ادبي لیکني

د تراژیدیو مستند داستان«لومړۍ برخه»

لیکوال؛ جاوید افغان

دا کور د شهیدانو کور دی؛
تاریخ لوړې ژورې لري او کله چې وړې خوشحالۍ هم راشي د خلکو پرې ستر، ستر غمونه هیریږي، خو همدغه تاریخ دی چې هر څه په خپله سینه کې خوندي کوي. دا دی له اشغاله تر ازادۍ مو د کونډو، یتیمانو، بې ګناه شهیدانو او ټپیانو کېسې تر تاسې را ورسولې. اوس چې وطن کې ارامي هم ده، مونږ غلي ناست نه یو او ځينې هغه کېسې هم د تاریخ باب ته سپارو چې تر دې مهاله پټې وې یا تر ډېرو خلکو نه وې رسېدلې. په همدې هدف مې یو ځل بیا د سفر موزې په پښو کړې او وړاندې له دې چې سړه هوا نوره هم زوروره شي، د میدان وردګو او لوګر ولایتونو ځینو هغو سیمو ته ورغلو چې د اشغالګرو ځواکونو او دوستانو له خوا یې پکې نهایتاً وحشي پېښې ترسره شوې وې.

د ۱۴۰۱ لمریز کال د میزان ۲۷ مه وه چې مازدیګر ۳:۴۵ بجې د دفتر له رسمي کارونو اوزګار شوم.

د زیاتو موټرو او لارو بندښت اجازه نه راکوله چې بیړه وکړو، هماغه و چې نیم ساعت وروسته ایله سرای شمالي ته ورسېدو او مخکې له دې چې کمپنۍ کې د مازدیګر لمر غرغړې پيل کړي، لمونځ مو په هغه جومات کې وکړ چې کال وړاندې یې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې افتتاح وشوه او بڼه یې بیخي د اقصی مسجد په څېر ده.

په قوای مرکز کې پيل شوی نری نری باران او مازدیګری باد هم لا جاري و. د کمپنۍ له پله چې تیرېدلو د جمهوریت پر مهال د یاد ځای دوړې، خراب ترافیک او د موټرو ګڼه ګوڼه رایاده شوه. د سفر دوو ملګرو (عابد او طیب) ته مې وویل: همدا پل چې جوړېده، زمونږ ریاست (افغان فلم) پرې یو مستند فلم جوړ کړ. له پله تیر شو او چې څومره مخ په وړاندې تللو، په خړو غرونو کې له یو بله لېرې کورونه را ښکاره کېدل او تر خوا یې خال خال شینوالی هم لیدل کېده.
ماښام مهال چې د ارغندۍ له تالاشي تېرېدلو یو تن ساتونکي را نه کارت وغوښت خو له هغې وړاندې یې زما نوم واخیست او ویې ویل: درځئ! افغان صاحب!
نور بیا…

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx