ادبي لیکني

د تراژیدیو مستند داستان«۲ برخه»

لیکوال؛ جاوید افغان

د غره په لمنو کې کروندو او پټیو نه تاوو شویو دیوالونو د زړو وختونو معماري را یادوله. وړاندې د ګچو او تیږو فابریکې په مخه راغلې چې عابد یې په اړه وپوښتل: دا څه شي دي؟
ومې ویل: فابریکې.
بیا نو په پاتې لار دې ترانې ته غوږ شوو، چې:
کــــله تېریږي بې له یاره زندګي ګرانه ده
یوه ګړۍ هم نه تېریږي دا بیخي ګرانه ده

له ۵ بجو نه ۴۰ تیرې وې چې د میدان وردګو ولایت محبس ته ورسېدو، لا به امنیه قوماندانۍ ته ننوتلي نه و، چې ملګری (مولوي ضیاء الحق حسان) هم راپسې را ورسېده.
د نورو هغو ولایتونو په نسبت چې ما لیدلي و، دا امنیه قوماندانۍ بیخي پراخه وه. په منځ کې یې یوې اوږدې ستنې باندې د اسلامي امارت بیرغ هم رپېده او شاوخوا ترې شین چمن تاو و، چې منځ منځ کې یې د مني مړاوي کړي ګلان هم د خپل عمر په وروستیو کې لا غوړېدلي ښکارېدل.

د ماښام لمونځ مو د میدان وردګو د امنیه قوماندان (مولوي محمد شریف حلیمي) په امامت اداء کړ او بیا د مجلس خونې ته لاړو. مولوي صاحب په ورین تندي راته ښه راغلاست ووایه او بیا یې مجلس راسره پيل کړ. هغه خپلې خوږې جهادي خاطرې وویلې، په اوسني وضعیت یې موثره تبصره وکړه او بیا یې د مجاهدینو د مسولیتونو په اړه راته وویل.
ده ویل: چې زمونږ دښمنان بیخي ډېر دي او اوس هم په میدان وردګو کې د خال خال غیر مسولو وسله والو لپاره بهرنیان هڅه کوي چې را منظم یې کړي؛ خو په وینا یې: دا خوب دې اوبو ته ووایي. ده همداراز د بهرنۍ خبریالې یوه خاطره هم راته وویله، چې څه موده وړاندې وردګو ته راغلې وه. مولوي صاحب زیاته کړه: «هغه خوارکۍ له دې لا خبره نه وه چې دلته په جګړو کې بې ګناه تورسرې او معصوم ماشومان وژل شوي.» په وینا یې: خبریالې کېسه کوله چې: مونږ ته خو امنیتي چارواکو او د عسکرو مشرانو ویل چې دوی افغانستان ته د سولې راوستلو، بشري حقونو نافذولو او پرمختګ رامنځته کولو په خاطر ورغلي!!!
د ماخوستن له جماعت وروسته مې ملګري په امنیه قوماندانۍ کې پرېښودل او زه ترې جلریز ته روان شوم. سهار چې هغوی په قوماندانۍ کې لمونځونه کړي وو او د قران کریم تفسیر یې اورېدلی و؛ نو سره راغلل او له ما سره یو ځای شول.
نور بیا…

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx