ادبي لیکني

(زه) څوک دی؟ شعرونو ټولګه چاپ شوه

سید اصغر هاشمي

په ننګرهار کې د هاشمي څېړنې او ژباړې مرکز په تېرو دوو میاشتو کې لس کتابونه چاپ کړي دي چې له دغو کتابونو څخه یو کتاب د [زه] څوک دی؟ شعري ټولګه ده. دغه اثر ۵۵۰ ټوکه چاپ شوی دی او لیکوال یې سید اصغر هاشمي دي.

د کتاب یادښت:
د خدای پاک په امر د انسان نطفه په یو څاڅکي اوبو کې شتون لري او دغه اوبه له څلورو عنصرونو څخه جوړېږي، نوکله چې انسان پیدا شي، په دننني او بهرني جوړښت کې یې دا څلور توکي (خاوره، اوبه، هوا او اور) موجود وي. په غیر اختیاري ډول د انسان هویت د کورنۍ، چاپیریال او مذهب له مخې ټاکل کېږي. همدا انسان کله ښه کوي، کله بد کوي، کله خوښ وي، کله خپه وي او په همدې ډول له دوه ګونو خواوو سره وخت تېروي او له بېلابېلو پوښتو سره مخامخ وي.

د پوښتنې کول او له ځان سره فکر کول د تفکر او عقلانیت بنسټ جوړوي، چې د عرفان/ پېژند بنسټیزه موضوع ده. د ځان په اړه فکر کول او ځان پېژندنه، د خدای په اړه فکر کول دي او لایتناهي قدرت او نړۍ کشفول دي. د کایناتو د پیدايښت په اړه فکر کول، په حقیقت کې انساني شناخت ته رسېدل دي.

(زه) څوک دی؟ هغه شعري ټولګه ده، چې د شعر پوهنې په پام کې نیولو سره به یې ځینې ویناوې شعري ځانګړنې نه لري، خو دا د یو لیکوال د فکر تولید دی او په خپله خوښه یې وینا کړې ده.

(زه) په حقیقت کې هغه لټه ده، چې شاعر یې ځان کې لټوي، د خپل شناخت په فکر کې دی او د ځان پېژندنې په لټه کې شپې ورځې تېروي. د ځان پېژندل او ځان کشفول د نړۍ د هر شي له پېژندلو څخه ستونزمن کار دی، ځکه چې د ځان پېژندل د خدای پېژندل دي او د خدای له پېژندلو څخه وروسته انسان یوه لویه مرتبه تر لاسه کولای شي. (زه) یوازې د لیکوال (زه) نه دی، د نړۍ د انسانانو بېلا بېل(زه) دي.

د انسانانو پېژندلو لپاره د هغوی له داخلي نړۍ سره اړیکه نیول او د هغوی داخلي او بهرنۍ ستونزې د علیت د قانون له مخې څېړل او پایله تر لاسه کول د هر انسان دنده ده. هر انسان د روح او جسم په جګړه کې ښکېل دی، روح یې لوړ ارزښت لري او رباني قوه ده او جسم یې له بوی ناکې خټې څخه جوړ دی، نو ځکه انسان د ملکیت او حیوانیت خواوې لري. له ښو کولو سره سره د بدو کولو ځواک او واک لري، غوره والی یې د همدغو متقابلو خواوو په درلودلو سره ټاکل کېږي. انسان که د اختیار خاوند دی، له جبر څخه هم ځان خلاصولای نه شي.

د لیکوال (زه) په خپل واک کې نه دی، کله چې کوچنی و، ډېر جنګونه یې کول، خپل او پردو ته یې زیان رساوه او په لسګونو داسې نورې بدې ځانګړنې یې درلودې. کله چې اوس فکر کوي، دې پایلې ته رسېږي، چې پخوانۍ ټولې ستونزې ورته په وراثت او چاپيریال کې پاتې وې او د فروید او کارل ګوستاو یونګ د لاشعور او ټولنیز لاشعور نظریه صدق کوي، چې انسان ته ښه او بد خویونه په میراث کې پاتې کېږي. د لیکوال په داخلي نړۍ کې څو ښه او بد انقلابونه راغلي دي، نو ځکه اوس خپلو شاګردانو ته وايي، چې په ژوندي انسان څېړنه مه کوئ، انسانان په تحول او تکامل کې دي او د وخت په تېرېدلو سره یې داخلي او بهرنۍ نړۍ بدلون کوي.

(زه) پېچلی موجود دی، چې د (جسم او روح) تر اغېزو لاندې وخت تېروي، جسم له روح څخه پرته او روح له جسم څخه پرته خپل شناخت نه لري. بې روح جسم بې مانا کالبت دی، چې حرکت کولای نه شي او هغه روح چې په انساني جسم کې نه وي، خپل ارزښت له لاسه ورکوي. شاعر د (زه) د شناخت پسې سرګردانه دی او کوښښ کوي چې پیدا یې کړي او دغو پوښتنو ته ځواب ووايي چې (زه) ولې پیدا شوی دی؟ چېرته ځي؟ ولې په یو وخت کې ښه او بد کوي؟ ولې د اختیار او جبر په منځ کې وخت تېروي؟ ولې د چاپيریال او وراثت تر اغېزو لاندې دی؟ څنګه ځان حق ته ورسوي؟ څنګه له خدای پاک سره اړیکه جوړه کړي؟ له خدای پاک سره یې اړیکه په څه شي جوړېږي؟ ولې له نورو موجوداتو څخه غوره والی لري؟ او په لسګونو داسې نورې پوښتنې په دغه شعري ټولګه کې شته. لیکوال د (زه) پېژندلو پسې مټې بډ وهلي دي او د پیدا کولو پسې یې سرګردانه دی، خو لا یې پیدا کړی نه دی او په دې لټه کې دی چې پیدا یې کړي.

د (زه) شناخت له عقل سره سره له خدای سره په اړیکې نیولو سره پیدا کېږي. (زه) هماغه دی، چې خدای پاک پیدا کړی دی او هره ښه او بده کړنه یې په تقدیر کې لیکل شوې ده او کولای شي، په خپل اختیار خپل برخلیک وټاکي، د ریاضت په وسیله بد عادتونه په ښو باندې بدل کړي، ځان د خدای حضور ته ورسوي او د عشق په وسیله ځان پیدا او کشف کړي. د (زه) شناخت یوازې د عقل په وسیله نه حاصلېږي، نو ځکه یو ښه او له نورانیت څخه ډک زړه او روح ته اړتیا لیدل کېږي، چې (زه) پیدا کړي، ځان پیدا کړي، انسان پیدا کړي او نړۍ تسخیر کړي. دغه شعرونه په ارادي او غیر ارادي ډول لیکل شوي دي. په دې شعرونو کې ځینې بیتونه یو ځل ذهن ته راغلي دي او نور بیتونه ورپسې پوره شوي دي. په دې کې داسې شعرونه هم شته، چې ټول شعر ډېر ژر لیکل شوی دی، لکه په خوب کې چې لیکل شوی وي. کله کله داسې هم شوي دي، چې څو بیتونه ذهن ته راغلي دي او نور بیتونه په زوره لیکل شوي او پوره شوي دي.

د کتاب لیکوال ځانګړی (زه) لري او کله کله سندرې اوري. د نورو شاعرانو شعرونه لولي او په دې شعرونو کې به ځینې کلمې او فکرونه داسې وي، چې د نورو شاعرانو له شعرونو سره به تړاو لري.

د هر انسان لاشعور له زېرمه شوو کلمو، افکارو او ویناوو څخه ډک وي، چې د شعر د ویلو په وخت کې په غیر اختیاري ډول ځینې داسې کلمې د یو شاعر له خوا ویل کېږي، چې د نورو لیکوالو له کلمو او له افکارو سره اړیکه پیدا کوي. یوه ورځ مې شعر ولیکه، داسې حدس او ګمان مې کاوه، چې په دې وزن شعر مې په ذهن کې شته، یو چا ته مې واوراوه او ورته مې وویل: په دې وزن کوم شعر خو به دې اورېدلی نه وي؟ په ځواب کې وویل شول: چې اوریدل شوی نه دی، وروسته ثابت شو، چې ځینې کلمات او فکرونه را سره په ذهن او لاشعور کې شته، نو ځکه په غیر ارادي ډول رانه ویل کېده. په پښتو ادبیاتو کې د (الغیاث) په قافیې ډېرو شاعرانو شعرونه ویلي دي، په دوی کې هغه شاعر ته ښه شاعر ویلای شو او هغه شعر ښه شعر دی، چې شعر یې د نورو په نسبت لوړ هنریت او شعریت ولري. دغه ټولګه هر ډول محتوا لري، خو ډېره برخه یې انسان فکر کولو ته هڅوي، انسان پکې ځان لټولای شي او د کوښښ پر بنسټ کېدلای شي، چې ځان پکې پیدا کړي. له فلسفې، ارواپوهنې، ټولنپوهنې او د داسې نورو پوهنو سره اړیکه لري. دغه ټولګه ژر لیکل شوې ده، نو امکان لري چې د منځپانګې، کلمو، ترکیبونو او په داسې نورو خواوو کې سره ورته والی ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx