افغانستان

امريكايي رسنیو په افغانستان کې د لویدیځ په ناکامۍ اعتراف وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د سي بي سي نیوز په نامه امریکايي وېبپاڼي او مشهورې رسنۍ په دې اعتراف کړی چې امریکا په افغانستان کې جګړه بایللې او نه دي توانېدلي چې هلته د ځان پر ضد مقاومت ختم کړي.

وېبپاڼه وايي: افغانستان یوازینی هغه هیواد دی چې تر اوسه هم په کې امریکايي عسکر وژل کیږي او وايي چې همدا تیرو شپو کې د امریکا دوه ستوریز لوی جنرال او د هغه سره ملګري نور جنرالان او غربي پوځیان د یوه افغاني عسکر په ډزو ووژل شول او له هغه وروسته په مسلسله توګه په جلا جلا پېښو کې امریکايي عسکر وژل شوي او د بهرنیو عسکرو د کمښت سره سره بیا هم ددوی په صفونو کې د مرګ ژوبلې سلسله روانه ده.

وېبپاڼې لیکلي، چې کله امریکایانو په ۲۰۰۱ز کال کې د طالبانو حکومت ړنګ کړ او طالبان یې د واک پرېښودلو ته مجبور کړل، نو دوی خبر نه وه چې اصل جګړه اوس پیل شوه،طالبان یو ځل بیا مخ په را ښکاره کیدو شول او دادی اوس یو ځل بیا په افغانستان کې حاکمیت ته نیږدې شوي او کیدای شي په هره لحظه د لویدیځوالو هغه کړنې چې دوی یې خپلې لاسته راوړنې بولي، په لږه موده کې ضایع شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x