ادبي لیکني

د نبي ستوري د (ژبې ارواپوهنه) کې فساد

شاه محمود کډوال
د ( پوهنوال ) علمي رتبې له پاره مې ( په ژبه او وینا کې د مغزو ونډه ) تر سرلیک لاندې مقاله ولیکله او د علومو اکاډمۍ د ( کابل ) علمي مجلې د ( ۱۳۹۷ ل ، درېیمه دوره ، لومړۍ ګڼه ، ۱۲۶ – ۱۳۴ مخونو ) کې خپره شوه. هماغه وخت مې سمدستي د ( تاند ) ويبپاڼې ته واستوله چې چټکه خپره شي او ډېر مینوال يې ولولي. تاند مقاله خپره کړه او نورو ویبپاڼو ترې کاپي او له خپلو پاڼو خپره کړه. تاند اوس زما یاده لیکنه له منځه وړې ده ، خو نورې پکې شته. د له منځه تګ لامل يې د دې لیکنې له لوستلو وروسته څرګندېږي. د یادولو وړ ده چې په تاند کې پوهاند زیار پر مقاله تبصره کړې وه. زما نږدې ټولې علمي مقالې ما تاند ته استولي، هغوی خپرې کړي او نورو ترې کاپي کړي دي.

ما په وروستیو کې خپل ( ۹ ) بېلابېل اثار په کتابي بڼه بېړني ترتيب کړل او د کتابتون ( Ketabton ) برېښنايي پاڼې ته مې ورپورته کړل. په دوی کې یو ( په ژبه او وینا کې د مغزو ونډه ) ده چې زما بېلابېلې علمي لیکنې پکې راټولې شوې دي.

نبی ستوری چې ( د ژبې ارواپوهنې ) لیکوال دی ، زه يې له هغه وخته پېژنم چې ما په کابل پوهنتون کې ماسټري کوله او د پوهاند یون د مرستیال په توګه مې کله کله د هغه مضمونونه تدریسول.

د نبي ستوري د ( ژبې ارواپوهنې ) اثر په ( ۱۳۹۹ ل ) کال کې د ( سولې مطالعاتي، څېړنيز او خپرندوی مرکز ) له لوري چاپ او خپور شوی دی.

زه د دې اثر د چاپ په اړه هماغه وخت پوهېدم چې ټولنیزو رسنیو کې خپور شو ، غوښتل مې ويې لولم او د ژبپوهنې د تدریس او څېړنې په برخه کې ترې ګټه واخلم ، خو نږدې کتابتونو کې نه وو . نن ( ۳ / ۵ / ۱۴۰۲ ) د کابل ، په احمدشاه بابا مېنه کې علمي کتابپلورنځي ته لاړم او په یاد اثر مې سترګې ولګېدلې ، اثر مې پرانیست چې نیولیک يې وګورم. یو سرلیک يې ( ژبه او ماغزه ) وو، دا راته په زړه پورې وو ، ځکه ما پکې مقاله لیکله وه ، چې لږ مې ولوست ، نږدې ټوله زما مقاله وه ، خو زما نوم په یو ځای کې هم نه وو. کتاب مې په ولاړه یو څه ولوست ، چې څومره مې لوست کړکيچ يې ډېرېده، اثر مې وپېره او کور ته مې راوړ. کور کې ورته کېناستم ، د کتاب هغه برخې مې ولوستې چې زه پرې شکي وم او په کمپیوټر کې مې د خپلې مقالې له متن سره پرتله کړې چې راپور يې دلته لاندې لیکم.

د اثر لسم سرلیک ( ژبه او ماغزه ـ ۱۲۵ مخ ـ لومړی پراګراف ) زما د مقالې په ( لنډيز ) پیل شوی ، په همدې مخ کې يې بیا بل پراګراف زما د مقالې د ( مواد و میتود ) له برخې راخیستی دی. په ( ۱۲۶ مخ ) کې درېیم پراګراف زما د مقالې ( سریزه ) ده.

د اثر په ( ۱۲۷ مخ ) د ( مغزو جوړښت او فعالیتونه ) سرلیک لاندې په لومړي پراګراف کې زما د مقالې د ( ارزښت ) برخه رااخیستل شوې ده.ورپسې دویم پراګراف کې زما د مقالې د ( مبرمیت ) برخه ده. بل پراګراف کې يې زما د مقالې ( موخې ) رااخیستې دي. بیا په ( ۱۲۸ مخ ) څلورم او پنځم پراګراف کې زما د مقالې اصلي متن یا د څېړنې اصلي برخه رااخیستل شوې ده. دا برخه زما په مقاله کې د پوهاند زیار ( پښتو پښویه ـ ۱۳۸۲ ل ) نه اخیستل شوې، خو ستوري هېڅ په نښه کړې نه ده. په یاد مخ کې شپږم او اووم پراګراف زما په مقاله کې د رحیم الهام د ( روش جدید در دستور زبان دری – دويم چاپ ) نه ژباړه ده چې هېڅ ماخذ نه لري.
په ( ۱۲۹ مخ ) اتم پراګراف کې هم زما د مقالې برخه ده ، دا برخه مې د ( محمد ناصر فروتن ) له ( فزیولوژي طبي ـ دویم چاپ ) نه راژباړلې ده. یاده برخه په مقاله کې د (Myelencephalon) برخې نه وروسته څرګند ماخذ لري چې ستوري له منځه وړی دی.

د ( ۱۳۰ مخ ) وروستۍ کرښه یا د بل پراګراف پیل هم زما د مقالې کټ مټ بې ماخذه کاپي ده. په ( ۱۳۱ مخ ) کې د ( شمس ، ۱۳۹۲ : ۴۵ ) ماخذ ذکر شوی دی ، په داسې حال کې چې زما په مقاله کې يې ماخذ ( جبران جوهر ، د ارواپوهنې مبادي ) دی.

په ( ۱۳۱ مخ ) کې د ( شمس ) د ماخذ له لیکلو وروسته ، بیا زما د مقالې ورپسې برخه رااخیستل شوې ده. دا برخه چې د ( ۱۳۲ مخ ) په پیل کې پای ته رسېږي، زما په مقاله کې ( محمد ناصر فروتن ) ماخذ لري ، خو نبي ستوري لیکلی نه دی.

په ( ۱۳۲ مخ ) کې ( د مغزو عمومي دندې ) سرلیک هم زما د مقالې برخه ده. دا برخه ما د ( روانشناسي عمومي ) نه راژباړلې وه چې زما په مقاله کې ماخذ لري، خو ستوري ماخذ لیکلی نه دی. په یاد مخ کې زما مقاله غځېدلې او زما کلمې او جملې کټ مټ رااخیستل شوي دي. دلته د ( بروکا ـ Broca ) سرلیک کې ما له دوو ماخذونو ( شمس او مرهون ) ګټه اخيستې ، خو ستوري دواړه له منځه وړي دي.

په ( ۱۳۳ مخ ) کې د ( ورنیکه ) سرلیک هم کټ مټ زما له مقالې رااخیستل شوی چې ما د ( شمس ) له اثر ( روانشناسي فزیولوژیک ) ژباړه کړې وه ، خو ستوري ماخذ له منځه وړی دی.
په ( ۱۳۳ مخ ) کې د ( ورنیکه ) سرلیک نه وروسته دوه پراګرافونه هم کټ مټ زما د مقالې برخه ده چې ما د ( شمس ) له اثر راژباړلې ده او ماخذ مې ورته لیکلی دی ، خو ستوري ورته د ( ژبې څنګه زده کېږي ؟ ) اثر ماخذ ورکړی چې لیکوال يې ( لايټ برون ، پیسټي ام ، سپيډا ، نين ) ښوولي دي.

زه له پورتني راپور لیکلو نه وروسته خپل نظر نه لیکم ، که څه هم د نبي ستوري د پورتني فساد په شخصي او سیاسي لاملونو پوهېږم. دا موضوع د هېواد دوو سترو ملي څېړنیزو او پوهنیزو مرکزونو ته پرېږدم چې پرېکړه پرې وکړي.

زما مقاله په ( ۱۳۹۷ ل ) کال کې د علومو اکادمۍ خپره کړې ده ، هغوی پوه شه او د خپلې خپرې شوې مقالې ننګه. که زما مقالې کې فساد وو ، هلته ولې خپرېدله ، که ما د نبي ستوري نه غلا کړې وي ، هغوی ولې تشخیص نه کړای شوه ؟ په هر صورت زه اوس هم د علومو اکاډمۍ د هرې پوښتنې او پلټڼې ځواب ته حاضر یم.

له بلې خوا ما په همدې مقاله د ( پوهنوال ) علمي رتبې د څېړنیزو اړتیاوو یوه برخه بشپړه کړې ده ، دا مقاله ولې د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې او پلټنې څانګو منلې او له ( ۱۳۹۹ ل ) کال راپدېخوا د ( پوهنوال ) علمي رتبې مانیزه او مادي ګټه راکوي ؟ بیا وایم چې زه په هېواد کې یم او د لوړو زده کړو وزارت مامور يم ، د خپل وزارت د هرې پوښتنې او پلټنې ځواب ته حاضر یم.

د نبي ستوري له اثره ښکاري چې ( د ژبې ارواپوهنه) هغه تېزس دی چې نوموړي د ماسټرۍ د بشپړتیا له پاره لیکلی دی. ستوري د کابل پوهنتون ، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په پښتو څانګه کې ماسټري کړې ده. د یاد کړکیچ بل اړخ د کابل پوهنتون پښتو څانګه ده چې له خپل تېزس دفاع وکړي.

په پای کې ښايي لوستونکو هغه درد محسوس کړی وي چې ما ته رسیدلی دی ، ځکه له ما غلا شوې ده ، زما زیار او کار نبي ستوري پټ کړی ، ځکه خو مې پرې دا څو کرښې ولیکلې. پوهېږم چې نبي ستوری به بیا زما پر وړاندې د تېر فساد په څېر سیده او ناسیده فساد کوي ، خو د دې لیکنې مانا دا ده چې له داسې غلو نه ډارېږم.

د تېر شل کلن څه چې د پنځوس کلن او پنځه زره کلن سیاسي ، مالي ، پوځي ، پوهنیز او … فسادونو د پای په هېله !!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx