نظــر

عبث کارونه او اختلافات؛ د ضعف نقطې

عبث کارونه او اختلافات؛ د ضعف نقطې

حسان مجاهد

کله چې کفارو په اندلس باندي د یرغل اراده وکړه؛ نو قشتالیون یو جاسوس اندلس ته په دې موخه وليږل، چې د مسلمانانو حالات ورته راوړي او د قوت او ضعف نقطې په ګوته کړي؛ ترڅو دوی په مناسب وخت کې اسلامي اندلس تر يرغل لاندي راولي.
د قشتیالون جاسوس یو بازار ته ننوتل او له یو پلورونکي څخه يې د يو شي د قيمت په اړه وپوښتل، پلورنکي ورته وویل: زما سره دغه شی په دوه ديناره دی خو زما له مخامخ دکاندار سره تردې غوره شی موجود دی.
کله چې جاسوس له بازار څخه بهر شو؛ نو يو ماشوم یې د ژړا په حال کې وليدل چې بل ماشوم تسلي ورکوي. ده له ماشوم څخه د ژړا لامل وپوښتل، ماشوم ورته وویل: ملګري مي لس غیشي په هدف وویشتلو خو زما په لسو غیشو کې نه غیشي په هدف ورسيدو او یو رانه خطا شو.
جاسوس خپل باچا ته حال وليږل او ورته یې وویل: په داسي حال کې چې یو مسلمان ماشوم له دې امله ژاړي چې یو غیشی يې خطا شوی ده؛له دوی سره جګړه امکان نه لري.
د څو کلونو په تیریدو سره قشتالیون بیا جاسوس وليږل، دا ځل چې جاسوس بازار ته ننوزي او له پلورنکي څخه د يو شي د قيمت په اړه پوښتنه کوي؛ نو پلورنکی ورته وايي: دغه شی په لس ديناره دی. جاسوس ورته وايي ستا له مخامخ ګاونډي دکاندار سره همدغه شی په پنځه ديناره دی! دکاندار ورته وايي زما د ګاونډي سامان خراب ده.
کله چې جاسوس له بازار څخه وزي نو په ژړا سر له يو ځوان سره مخ کيږي او ملګری یې تسلي ورکوي، جاسوس د ژړا لامل ترې وپوښتل، ځوان ور غبرګه کړه: د خپلې معشوقې دسمال رانه ورک شوی ده.
جاسوس وخندل او باچا ته يې حال وليږل، چې اوس يې هيڅ پروا مه کوه او د یرغل لپاره ځانونه چمتو کړئ!
په لهولعب او ناروا مینه کې ښکېلدل، په مادیاتو باور، له خپلو اهدافو غفلت، په دیني ارزښتونو بې باوري او کمزوري، سپيڅلي جهاد ته شا کول، خپلمنځي اختلافات، کرکې او بدبینۍ هغه عمده عوامل دي چې له امله يې مسلمانانو ډېر اسلامي هیوادونه او د پیړیو پیړیو مستحکم نظامونه له لاسه ورکړ؛ ځکه نو همېشه دښمنان هڅه کوي چې د مسلمانانو ترمنځ رقابتونه ایجاد کړي او مسلمانان په لهولعب، بې ګټې او ناوړه کارونو مصروف وساتي؛ ترڅو له خپلو اهدافو غافله شي او ددښمن پر ضد د مقاومت روحيه له لاسه ورکړي.
پکار ده چې عام مسلمانان په ځانګړې توګه حکومتي چارواکي له بې ګټې کارونو څخه ځانونه وژغوري، خپلو اهدافو ته متوجه شي، له کرکې او نفرت څخه ډډه وکړي او په ټولنه کې د اخلاص، ايثار او اتحاد تخمونه وکري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx