ورزش

کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې درې یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان کرکټ لوبډلې پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو لپاره ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

افغانستان به په خپل کوربه توب د پاکستان لوبډلې پر وړاندې درې یو ورځنۍ سیالۍ په سریلانکا کې ترسره کړي.

دغه لوبې د روانې اګست میاشتې په ۲۲مه ۲۴مه او ۲۶مه نېټه په همبنټوټا او کولمبو ښارونو کې ترسره کیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ۱۶ کسیزې لوبډلې ترڅنګ دوه احتیاطي لوبغاړي هم انتخاب شوې دي.

د لوبډلې نوملړ:

حشمت شهیدي (لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدران، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب ځدران، محمد نبي، اکرام عليخیل، راشد خان، عظمت الله عمرزی، عبد الرحمن، مجیب ځدران، نور احمد، فضل حق فاروقي، وفادار مومند او سلیم صافی.

دغه راز په احتیاطي لوبغاړو کې شاهد الله کمال او فرید احمد ملک شامل دي.

https://twitter.com/ACBofficials/status/1688126684632117249?s=20

بل لوري ته د پاکستان کرکټ بورډ تر دې دمه د یادو لوبو لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې، خو تمه کیږي چې دغه لوبډله د راتلونکې اونۍ په پېل کې لوبډله اعلان کړي.

له دې وړاندې افغان لوبډلې د بنګلدیش پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کړه چې په ۲-۱ یې بریا خپله کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx