پښــــتو ادب

د امام ابوحنیفه رحمه الله وصیت؛ د ژوند تګلار! / راپور

کرامت الله کاوون
د حریت فکري روزنې د اونیزو ناستو په لړ کې دا اونیزه ناسته چې د دریځ چارې یې میرویس افضلي سمبالولې د کرامت الله کاوون له لوري د قرآن کریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه. (۱۴۴۵/۱/۱۷)
ور پسې ښاغلي نور محمد انتظار د تېرې ناستې راپور ګډونوالو ته واوراوه او هغوی یې د ناستې له جریانه خبر کړل.
د ناستې پیلیزه وینا چې ښاغلي انعام الحق انصاري داسې ناستې يې ارزښتمنې یادې کړې او خوښي یې وښوده چې پر نننۍ ناسته کې به پر یو لوستل شوي کتاب خبرې هم ولري.
هغه په دې تړاو وویل، انسانان په یوه خوله دې چې کتاب مو د ژوند له ټولو تکلیفونو او بد ګړو څخه د ښېګړو په لور را باسي او ویې ویل چې کتاب لوستل باید زموږ او ستاسې د ژوند یو اساسي هدف وي.
زیاته يې کړه، انسان پوهې ته ضرورت لري چې دا پوهه به یا له استادانو تر لاسه کوي او یا له کتابونو، خو موږ پخپل ورځني ژوند او شته محدودیتونو کې استادانو ته وخت نه شو ورکولی نو موږ مجبور یو چې د خپل ورځني ژوند د پر مخ بیولو له پاره کتابونه له ځان سره ولرو او ویې لولو.
هغه په خبرو کې د ښوونیز نصاب نیمګړ تیاوو ته په اشارې وویل، زموږ ښوونیز نصاب تر ډېره زموږ لوستی ځوان له ازادې مطالعې را ګرځوي او د د ې نیمګړ تیا همدا ده چې په دې کې هغه څه په پوره توګه نشته کوم چې د یو لوستي ځوان له پاره یې په رښتیا اړتیا احساسېږي.
ښاغلي انصاري د خپلو خبرو په پای کې د ناستې پر ګډون والو غږ وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې کتابونه ولولي او لوستل شوي کتابونه د داسې فرهنګي ادرسونو له لارې تر نورو ورسوي.
ورپسې ښاغلي سید محمد برهان د استاد حامد افغان پر لیکل شوي کتاب د «امام ابوحنیفه رحمه الله وصیت» خبرې وکړې او ویې ویل، دا کتاب د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله خپل شاګرد امام ابو یوسف رحمه الله ته وصیت دی، چې دا وصیت د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو پر بنیاد لیکل شوی او زموږ د ټولنیز ژوند تېرولو لپاره یوه ټاکل شوې تګلار ښیي او له موږ غواړي چې د الهي احکامو په رڼا کې خپل ژوند پر مخ بوځو او د هغه څه له تر سره کولو ډډه وکړو چې د اسلام دین مو ترې منع کوي.
برهان وویل، امام ابو حنیفه رحیمه الله په اتیا هجري قمري کې په کوفه کې زېږېدلی چې اصلي نوم یې نعمان دی چې د ثابت زوی دی.
نوموړي د یاد کتاب غورچاڼ په وړاندې کولو سره په ټولنیز تعامل، دعوت او بلنې منلو، د یو عالم چلند او له خلکو سره په راکړه ورکړه کې چلند باندې په زړه پورې بحث وکړ.
وروسته ازاده مشاعره وشوه چې پکې ګڼو شاعرانو خپل او انتخابي شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول.
ناسته د بلې غونډې د اجنډا په ټاکلو او دعا سره پای ته ورسېده.

ادرسونه:
https://chat.whatsapp.com/JXU3Zpa37upAgQ8bJdquY8
فیسبوک: https://facebook.com/HuryatAwnizah
یوټیوب: https://youtube.com/@huryatawniza
ټویټر: https://twitter.com/AwnizaH
ټیلګرام: https://t.me/HuryatAwniza

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx