نظــر

استعمار په نړی، سیمه او هیواد کی (۲)

لیکوال: الحاج استاذ بیانزی 

( دوهمه برخه )

بسم الله الرحمن الرحیم

اسلامی نظام : یا عدالت ، سوله او سیاست

د اسلام یو نوم صلح یا ( سوله ) ده ، چه مالکیت او شریعت پکی د الله ج حق دی . سوله بی له نظام ، حکومت نه عملی کیږی دا ثابتوی چه د اسلام دوهم نوم ( سیاست ) دی ، نړیوال استعمار ( کفر ) چه د دموکراسی خپل کفری او شیطانی نظام لری ، باید د اسلامی نظام سره په دشمنیو کی قرار ولری کفری یا دیموکراسی نظام استثمار او جنګ غواړی او اسلامی نظام سوله او هوساینه ، اور او اوبه سره نه یوځای کیږی زه یی نه ګرموم ، او هغوی هم نه ګرموم چه نومونه یی د مسلمانانو ولی زړونه او دماغونه یی د کفارو په غلامی کی دی هغوی هم د اسلامی نظام په ځای کفری ( دموکراسی ) نظام ته ترجیح ورکوی ، مګر زما ګیله له ځینو ناپوهه مسلمانانو څخه ده بی له دی چه اسلام او دموکراسی ښه وڅیړی.

ځینی وایی اسلامی نظام د دموکراسی نظام سره تضاد نلری ، ځینی بیا وایی اسلام او دیموکراسی یوه خبره یا یوه معنی لری ، ځینی وایی اسلام هم دموکراسی لری او یا د اسلامی دموکراسی نوم یادوی لکه څوک چه ووایی ( اسلامی کفر ) ، که اسلام کفر ولری نو اسلام څرنګه شو ؟ اسلام د کفر سره ورته والی نه لری چه مونږ ورته اسلامی کفر یا اسلامی دموکراسی ووایو ، ځینی بیا وایی چه دموکراسی هم له اسلامه را اخستل شوی او اقتباس شوی ده یعنی نړیوال کفر ( استعمار ) د خپلی کفری میدیا په واسطه حتی زمونږ د تش په نامه علماوو مغزونه په دغه ډول ناولتیاوو پریمنځلی او ځینی خو یی په بیه رانیولی او د امریکایی اسلام علما دی هغوی حتی جهادی کړنی او سیاست له اسلامه جلا کوی ، حتی په مساجدو کی کله اورم دلته د سیاسی خبرو اجازه نشته یواځی اسلامی بحث به کوی یعنی اسلام د سیاست سره په مخالف قطب کی قرار ورکوی لکه جسم چه له روحه او روح له جسمه جلا کوی بی روحه جسم او بی جسمه روح ژوند ، حرکت او موثریت نه لری له سیاست غیره اسلام د عیسویت ، یهودیت ، بودیزم او هندویزم کچی ته نزول کوی ، ناپوهی او ځانوژنه ده .

کلیمه طیبه یعنی ( نه شته بل معبود مګر یو الله ج او حضرت محمد ص یی استازی دی) سیاست پکی ځای په ځای شوی د دین او سیاست دواړو بنسټ ( زیربنا ) او د ورود دروازه ده یعنی د همدی کلیمی طیبی په ویلو او منلو سره زمونږ خط او هدف مشخص کیږی له هغه وروسته اسلامی نظام د اسلام ټوله نوره ودانی یا روبنا ده ، دغه کلیمه په دغه کوچنیوالی یا ساده والی کی دومره لویه او پیچلی معنی لری که پوره تعبیر او تفسیر شی د سولی او سعادت مسیر له همدغه کوچنی کلیمی پیل کیږی ځکه ورته توحید یا بنسټ هم وایی ، همدغه ځای دی چه زمونږ خط د کفر ، دیموکراسی او یا د کفری نورو نظامونو سره سل په سلو کی توپیر او په مخالف کی قرار نیسی .

د اسلام زیربنا توحید یعنی زمونږ مالکیت د هغه خالق لایزال په واک کی چه مونږ او ټول کاینات یی خلق کړی طبیعی ده چه ټول مخلوقات به د هغه خالق د وضع شوو اصولو او قوانینو له مخی په خپلو ورځینی تعاملاتو کی کار اخلی مثلا که مونږ کمپیوتر جوړوو ، کمپوتر ځانته اصول او مقررات نه لری د کمپیوتر جوړونکی او پروګرام ورکونکی ورته پروګرام ورکوی چه د انجینری او یا د داکتری د پاره ورته کار وکړی کله داسی نه دی شوی چه د انجینری کمپیوتر دی د داکتری په هکله جوړونکی سره خپلی کارنامی ولری . یعنی کله چه مونږ په دی پوه شو چه زمونږ او د ټولو شیانو مالکیت د هغه جوړونکی په واک کی دی او مونږ د هغه د قوانینو لاندی کار خپل ورځنی ژوند سموو . همدغه ورځنی ژوند سمولو ته ( اسلامی نظام ، روبنا یا د ژوند د ټولو چارو ودانی چه زمونږ سوله او هوساینه پکی نغښتی ) ویل کیږی .

نوره ټوله کفری نړی ( اهل کتاب ، بودایان ، هندوان ، سیکان ، اتش پرستان ، کمونستان ، نشنلستان ، کاپیتا لیستان او نور ) د اسلام په مخالف قطب کی قرار لری یعنی د هغو زیربنا د توحید پرځای ( مادیات یا اقتصاد ) دی یعنی د ورځنی ژوند ټول واقعات ( روبنا ) چه رامنځته کیږی د (( اقتصاد )) د ښه والی یا خرابوالی له امله دی هر څه چه د دوی د مادیاتو د ښه کیدو سبب کیږی صرفه نه کوی ولو که هغه په روا یا ناروا لیارو تر لاسه کوی . د کفری ادیانو او نظامونو په سر کی همدغه د اقتصاد حریص وارثان قرار لری ټولی ګټی یی چه (( استثمار )) دوی ورته ډيری خوږی اصطلاح ګانی او د هغه ناروا ګټو د تر لاسه کولو د پاره یی ورته په خپله ګټه قوانین وضع کړی چه خپلو ناروا لاسته راوړنو ته قانونی بڼه ورکړی یعنی خلک د هغو ناروا ګټو تر لاسه کولو ته اماده ګی ولری او هغه ناروا ګټو ته د ظلم او استثمار نوم نه ورکوی .

له همدغه ځایه ویلای شو چه نړی کی په عام ډول دوه نظامونه شتون لری یو د الهین نظام چه زیربنا یی توحید او بل نړیوال کفری نظام چه زیربنا یی اقتصاد دی دا چه بیا نړیوال کفر یو له بله سره څه توپیر لری هغه ( روبنایی ) توپیرونه دی او اسلام کی هم که کومی څانګی لکه شیعه او سنی او نور ) شتون لری هغوی هم په توحید ( زیربنا ) کی کوم توپیر نه لری په روبنا کی که یی څه نظریاتی اختلافات وی په اوس وخت کی دموکراسی د تولی کفری نړی د پاره دین او نظام دی د ټولو کفارو سره د دموکراسی د پاره درناوی شتون لری . مشرتابه یی هڅی لری چه د زر ، زور او تزویر په واسطه اسلام او اسلامی نظام کمزوری یا له منځه یوسی او تش په نامه مسلمانان هم د دموکراسی پلویان او منونکی جوړ کړی همدا د نننی جنګ اصلی محور دی چه یو اړخ ته د توحیدی نظام پلویان په دی عقیده دی چه زمونږ او د ټولو کایناتو مالک الله ج دی او د هغه الهی ذات د قوانیو لاندی ورځنی ژوند په مخه بیایو او مقابل اړخ هڅی لری چه د الله ج دغه دمالکیت او قوانینو جوړولو حق غصب کړی یعنی په خپله د خدای دعوی لری .

که تاسی ورته پام وی ټوله کفری نړی که نومونه یی سره جلا هم دی د ماده پرستی ګډی زیربنا له مخی دمسلمانانو او اسلامی نظام سره نه پخلاکیدونکی دشمنی لری که خپلو کی د اقتصادی یا استثماری ګټو په تر لاسه کولو کی سره یو بل ته سنګر کی ناست وی که دکوم اړخ د مسلمانانو سره جنګ راشی د مسلمانانو په مقابل کی سره بیا سکه ورونه شی . په یوه زیربنا د بلی نقشی ودانی یا روبنا جوړیدلی نه شی د همدی امله مونږ وایو چه اسلام او دموکراسی یو د بل سره حتی ورته والی نه لری نو په سلو کی یوه برخه یی هم د دموکراسی سره شریکیدلی نه شی یا به ټوله دموکراسی او یا به ټول اسلام او اسلامی نظام وی . کله چه ددموکراسی ماهیت او تګلیاره مشخصه کیږی یعنی د حریصو انسانانو له خوا د مظلوم بشریت د استثمارولو او غلامولو نظام ، همدا ماهیت د اسلامی نظام د پلویانو ( مجاهدینو ) د پاره ددی نظام سره جنګیدل پيلوی اسلامی نظام د مظلومیت ، استثمارولو او غلامولو د محوه کولو ، سولی ، هوساینی ، عدالت او د مینی محبت نظام دی د ظالم سره مجادله او د مظلوم سره لاس اړونه ده . برخلاف د دموکراسی کفری نظام د مظلوم بشریت د استثمارولو او غلامولو نظام دی ، سیاست ( د حق او باطل جګړه ) له همدی ځایه پيل کیږی

لنډه دا چه حتی همدا کوچنی کلیمه طیبه د سیاست کیلی او دروازه ده . همدی کلیمی طیبی هم د دی وړتیا درلودله چه انسانانو ته سوله او هوساینه ورپه برخه کړی مګر دا چه له یوی خوا الله چه په خپلو بندګانو ډیر مهربانه او له بلی خوا بندګان یی د جهالت او ناپوهیو سره مخ دی نو الله ورته په زیربنا ( کلیمه طیبه ) سربیره ټول قران د روبنا یا پاتی ودانی د تر سره کولو د پاره عنایت کړی او د شیطان د وسوسو اچولو په مقابل کی ( چه دغه د سولی او هوساینی ودانی او یا هغه بنیاد ته یی تاوان اړوی او انسانان د هغه الهی عظیمه ازموینه کی د ناکامیو سره مخ کوی ) یی خپلی ټولی الهی لارښودنی په قران کی مونږ ته په ګوته کړی دی یعنی د قران ټولی نوری لارشودنی د الله ج اضافه رحم او د کمزورو انسانانو سره شفقت او لاس اړونه ده .

د حریصو استثمارګرو انسانانو د مظالمو ، وحشتونو او بی عدالتیو په مقابل کی جد وجهد او د حق اواز پورته کولو ته جهاد ( سیاست ) ویل کیږی ، جهاد بدلون او سمون ته د رسیدلو وسیله او لیاره ده که هغه په ژبه ، که هغه په قلم ، که هغه په مال او که هغه په توره او ټوپک سره وی یعنی توره او ټوبک یی اخری او د مجبوریت ابشن دی ځکه اسلام د جنګ او وژنو سره مخالفت لری مګر هغه جنګ او وژنه که د سولی او دفاع د پاره وی اسلام د سولی نظام او جهاد سولی ته د رسیدلو لیار او تاکتیک دی جهاد جنګ کولو ته نه وایی ( مګر هغه چه اړه شی ورته ) جنګ کولو ته قتال ویل کیږی .

رښتینی حکومت او رښتینی سیاست (( اسلامی نظام )) یا اسلامی حکومت او اسلامی سیاست دی له دی غیره هر څه چه نړی کی شتون لری هغه د (( شیطان اړخ او فتنه ده )) مګر کفری نړی له له خپلو کفری فتنو سیاست او له اسلامی سیاست یی فتنه جوړه کړی حتی زمونږ ساده مسلمانان او ځینی اسلامی ګروپونه یی هم په دی قانع کړی چه اسلام د مسجد او اخرت د پاره او سیاست د حکومت او دموکراسی برخه ده وایی د سیاست سره مو کار نشته له سیاسته کرکه لرو یعنی سیاست ورته اور او اوبه ښکاری حتی په مساجدو کی ویل کیږی چه دا دسیاست ځای نه دی په داسی حال کی چه پیغمبر او خلفاوو د مسجد له منبره د جهاد قومانده ورکوله حتی هغه لکړه چه د جمعی په ورځی د امامانو څنګ کی ګوری هغه لکړه د وسلی او د ځان د دفاع د پاره ده همدغه لکړه د جهاد وسله او وسیله ده چه مسلمانان به هر وخت د خپلی د فاع د پاره اماده ګی لری مهمه نه ده چه دا دفات د درنده حیواناتو ، خزنده وو او که د وحشی او ظالمو انسانانو په مقابل کی وی . حکومت او سیاست لکه د سولی په شان د اسلام بل نوم دی . هر ډول استثمارګر اوهر ډول استعمار زمونږ خدایان او باداران نه شی جوړیدلی مونږ یی نه یواځی اطاعت باید و نه کړو په مقابل کی یی تر هغی مبارزه او مقابله کوو چه د حتالله نظام مو حاکم او پياده کړی نه وی کلیمه طیبه چه د اسلام دننوتلو مبدا او دروازه ده د سیاست دروازه او مبدا هم ټاکل شوی ده .

داچه مونږ وایو اسلام د حسولی دین یعنی حکومتی نظام دی ، سوله او هوساینه هله تر لاسه کیږی چه اسلامی نظام او اسلامی شریعت نافذ او عملی کیږی سوله راوستل او ساتل له حکومت کولو غیره ممکنه نه ده ځینی علما وایی هلته چه حکومت نه وی د جمعی لمونځ باید هلته ونه شی . حضرت محمد ص په مکه معظمه کی د لسو کلونو د توحید او اطاعت ( عبادت ) له عملی تدریس وروسته مدینی منوری ته هجرت کوی ( یعنی بی علمه شیخی د ګټو په ځای تاوانونه اړوی ) څو کلونه وروسته مکه معظمه فتحه او اولنی حکومت ( خلافت ) جوړوی چه د ټولو نړیوالو د پاره یوآځنی د عدل ، سولی او هوساینه مثال وو چه له هغه مخکی مثال نه وو او نه یی وروسته مثال لیدل شوی د دیارلسو کلونو په اوږدو کی یی ټوله عربی نړی د اسلامی حکومت لاندی راوستله.

زمونږ ځینی اسلامی علما او یا د یو ځانګړی اسلامی مذهب ، ګوند او لیاری پلویان چه کله نورو ته هم د مشرکینو خطاب کوی او ځانونه یواځینی ښه مسلمانان او موحدین شمیری د پیغمبر او صحابه وو کرامو غزوات ( سپیڅلی اسلامی جنګونه ) چه د کفارو سره تر سره شوی صرف اسلامی تاریخ او یا د اسلام یوه برخه یی ګنی بی له دی چه پوه شی هغهد څه د پاره او ولی تر سره شوی ؟ به داسی حال کی چه دهغو جنګونو اصلی هدف د مسلمانانو له خوا همدا وو چه اسلامی نظام حاکم اواسلامی شریعت نافذ شی او د کفارو له خوا همدا هڅه وه چه مسلمانان دی ارمان ته ونه رسیږی او دوی لکه د پخوا په شان د خلکو استثمارولو او غلامولو ته ادامه ورکړی حتی کوم ځای چه به مسلمانانو فتخ هم کړو په هغو به یی اسلامی عقیده په زوره نه منله مګر اسلام نظام او شرعی حدودو ته قانع کیدل او تابع کیدل به یی ورباندی حتمی کول د عقیدی له مخی به یی وررته ویل چه که تاسی په خپله عقیده پاتی کیږی کولی شی ولی جزیه به ورکوی د جزیی ورکول د اسلامی نظام منلو معنی درلودله یعنی اسلامی نظام د مسلمانانو اولنی هدف او مسلمانیدل یی دوهم هدف وو او مسلمانیدل باید په خپله وشی ځکه ایمان او یقین پیدا کول د زور خبره نه ده .

اسلام د یهودیت ، عیسویت ، بودیزم او هندویزم په شان یو معمول دین نه دی چه یواځی د اخرت د پاره یا مساجدو کی دی خلاصه شی او د دی ژوند د سمولو د پاره دی هیڅه ونه لری او نه اسلام د یو څو هیوادونو او قومونو پوری تړلی دی ، اسلام د ټول بشریت دهوساینو او سولی یواځنی نظام دی که اسلامی نظام نه وی اسلامی حدود کله تامین او عملی کیدی شی ؟ انحضرت ص خپل اخری ۱۳ کلونه یی د اسلامی نظام یا اسلامی حکومت تاسیسولو کی تیر کړل ، اولین مجاهدین یی و روزل چه اولین قوماندان اورهبر یی په خپله حضرت محمد ص وو د هغه په اخری ۲۳ کلونو ژوند کی اسلام او اسلامی نظام نړیوال شهرت او رسمیت تر لاسه کړو که د سیاست دا اولنی پیاوړی ډیرهغه په خپلو ماهرانه تدابیرو ، اسلامی اخلاقو او حکمت نه وی ایښودلی د اسلامی نظام په حاکمولو او شرعی حدودو په نافذولو مسلمانان کله بریالی کیدلی شول چه نن یی هم پلویان د هغو حدودو د ساتلو د پاره ځانونو پوری بمونه تړی چه د اسلامی نظام او د مظلوم بشریت دشمنان ورباندی کمزوری اومحوه کړی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x