ورزش

پاکستان د افغانستان پر وړاندې سیریز لپاره د لوبډلې نوملړ اعلان کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۲ل): د پاکستان کرکټ بورډ وړمه ورځ د افغانستان کرکټ لوبډلې پر وړاندې د درې یو ورځنيو لوبلړۍ لپاره د ۱۸ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

د پاکستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې هڅه کړې خپله تر ټولو پیاوړې لوبډله د یادو سیالیو لپاره اعلان کړي.

د غوراوي کمیټې مشر انضمام الحق چې تېره اونۍ یې دنده پېل کړه، د افغانستان پر وړاندې د سیالیو په هکله وویل چې د افغان لوبډلې پر وړاندې بریا ستونزمنه ده.

نوموړي زیاته کړه، هڅه یې کړې خپله تر ټولو پیاوړې لوبډله به د افغانستان پر وړاندې ولوبیږي، ځکه چې افغان لوبډله ماتول اوس ستونزمن دي.

د پاکستان کرکټ بورډ وایي چې یاده لوبډله به په اسیا جام کې هم لوبیږي.

د ۱۸ کسیزې لوبډلې نوملړ په لاندې ډول دی:

بابر اعظم (لوبډلمشر)، محمد رضوان، فخر زمان، عبدالله شفیق، شاداب خان، فهیم اشرف، حارث رووف، افتخار احمد، امام الحق، محمد حارث، محمد وسیم، محمد نواز، سعود شکیل، نسیم شاه، سلمان علي اغا، شاهین افریدي، طیب طاهر او اسامه میر.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبلړۍ به د اګست میاشتې په ۲۲، ۲۴ او ۲۶ نېټه په سریلانکا کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx