
حریت اونیزه: د ديني او عالمې طبقې واکمني د ازمویښت ډګر دی
نن ټکی اسیا ( یکشنبه، زمري ۲۲، ۱۴۰۲ل):حریت اونیزه د تازه ګڼې سرمقاله کې لیکي عالمې او دینې طبقې ته په دې ډول سره واک ور رسېدل اوس دا ایجابوي چې ثابته کړې، څه باندې پېړۍ وړاندې له حکومتولۍ د علماوو لرې کول نامناسبه پرېکړه وه.
دا سرمقاله چې د ازادۍ د کالیزې په مناسبت لیکلي ښکاري، «د ا زادۍ ګټونکو اعدام!» تر سرلیک لاندې خپره شوې، چې پکې د شاه امان الله د واکمنۍ پر مهال له دیني طبقۍ سره ناندرۍ او د هغوی د ځينو اعدام ته اشاره شوې ده.
سرمقاله زیاتوي چې شاه امان الله خان د علماوو او روحانیونو په مټ ازادي تر لاسه کړه، خو د واک په څلورم کال يې حتی همدا خلک تر برید لاندې ونیول.
«د ازادۍ ساتنې دا توریالي ژوندي په ګوتو ورغلل او ملا عبدالله، ملا عبدالرشید، ملا عبدالسبحان، ملا عبدالحلیم، ملا نور احمد او ۲۶ تنه نور ملګري يې په یوه ځای په دار راوځړېدل!»
سرمقالې شاه امان الله «توند پاچا» یاد کړی او لومړنی واکمن يې بللی چې دیني طبقه يې له سیاسته لرې کړه «په خورا شدت يې روحاني او علمي طبقه له حکومتولۍ ټېل وهله او د لومړي ځل لپاره يې دیني چارې له سیاسي هغو عملاً بېلې کړې. »
سرمقاله زیاتوي په کوم ډول چې اوس روحاني او علمي طبقه په واک کې ده، تر دې وړاندې يې په دې کیفیت مثال نه لیدل کېږي، ځکه خو باید ثابته کړي چې «مسلمان افغانستان له علمي رهبرۍ پرته نه شي چلیدلی او پېړۍ وروسته دا وښودل شي چې پېړۍ وړاندې يو عجول او توند ځوان پاچا له حکومته د علماوو د لرې کولو نامناسبه پرېکړه کړې وه!»
حریت اونیزه هره اونۍ خپرېږي، چې ډېری پکې علمي، دعوتي او فکري لیکنې خپرېږي.